چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

امریکا یو ځل بیا د یوه خپلواک فلسطین هېواد د جوړېدو مخه ونیوله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 21, 2024
in نړیوال خبرونه
0
امریکا یو ځل بیا د یوه خپلواک فلسطین هېواد د جوړېدو مخه ونیوله
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

وروسته له دې چې امریکا په ملګرو ملتونو کې د یو خپلواک هېواد په توګه د فلسطین د شاملېدو له طرحې سره مخالفت وکړ نو له دوو ورځو راهیسې په بهرنیو ټولنیزو رسنیو کې د دغه هېواد پر خلاف د نیوکو څپه راپورته شوې ده.

نړیوالو انټرنټ کاروونکو په خپلو تبصرو کې لیکلي، هغه امریکايي سیاستوال چې تل د فلسطین او اسراییل ترمنځ مسئلو کې د «دوو هېوادونو لایحې څخه په تش په خوله ملاتړ څرګند کړی، په عمل کې نه غواړي چې خپلواک فلسطین هېواد جوړ شي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

امریکا تش په نامه د یو لوی ډیموکراټ هېواد ادعا کوي خو په حقیقت کې دا شعار لوی دروغ دی او همدغه هېواد د یو خپلواک فلسطین هېواد د جوړېدو خنډ او یو لوی جنګي مجرم دی.

چين، مصر او ايرلنډ په شمول ځينې هېوادونه د امريکا له يادې کړنې څخه مايوسه شوي. د خليج د همکارۍ ټولنې په يوې اعلاميې کې هم د امریکا دغه کړنه غندلې او ویلي يې دي دغه هېواد په منځني ختیځ کې د عدالت او هراړخیزې سولې د تامین مخه نیولې ده.

امريکا پر ځايي وخت د اپرېل په اتلسمې نېټې په ملګرو ملتونو کې د يو خپلواک هېواد په توګه د فلسطين شاملېدو ته مخالفه رايه ورکړې چې له امله يې د فلسطينيانو لسګونو کالو ارمان مات کړی دی. له دې څخه د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د مسئلې په هکله د دغه هېواد منافقانه رويه او دوه ګوني معيارونه هم ښکاري. اوس په غزه کې جګړه لاهم روانه ده، خو امريکا د جګړې د مخنيوي لپاره خپل لازم رول نه دی لوبولی، په ورته وخت کې کله چې فلسطينيان په ملګرو ملتونو کې د عدالت غوښتنه کوي، امريکا په ناوړه توګه د دغې غوښتنې مخنيوی کوي. دې یو ځل بیا ثابته کړه چې د يادې مسئلې په اړه د امريکا تګلاره د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د سوله ييز بهير د پرمخ بېولو لپاره تر ټولو لوی خنډ دی.

له اوږدې مودې راهيسې د يوه خپلواک هېواد جوړول د فلسطينيانو ارمان دی. په تاريخ کې فلسطين د يهوديانو، عيسويانو او مسلمانانو د ګډ ژوند سيمه وه، له وروستۍ زمانې راهيسې په دې سيمې کې د یهودي میلیپالنې په ودې سره د فلسطينيانو د ياد ارمان رښتيا کول له ډېرو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

په ۲۰۱۱ کال کې د فلسطين ملي واکمنه اداره پر دې پوه شوه چې له سياسي لارو چارو د اسرائيل لخوا د یهوديانو استوګنځايونو د جوړولو مخنيوی نه شي کولی او له اسرائيل سره اغیزمن تقابل نه شي کولی، نو په ملګرو ملتونو کې د غړيتوب تر لاسه کول يې د خپلې عمده موخې په توګه ټاکلی او په همدې کال کې يې ملګرو ملتونو ته اړوند غوښتنليک وړاندې کړی دی. خو په نتیجه کې له دې غوښتنليک سره د امريکا او ځينو هېوادونو د مخالفت پر وړاندې فلسطين يوازې د يوه کتوونکي حیثیت تر لاسه کړی او په دې سازمان کې د رايي ورکونې حق تر اوسه نه لري.

د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د نوي پړاو تر شخړو وروسته غزه بيا په جګړې کې راګير شوې ده. د فلسطين ملي واکمنه اداره نه شي کولی چې د غزې وضعيت کنترل کړي، نو يوازې يې غوښتي چې فلسطين په ملګرو ملتونو کې شامل شي او د نړيوالې ټولنې لا زیات ملاتړ تر لاسه کړي او په غزې کې د پوځي عملياتو د پای ته رسېدو لپاره پر اسرائيل فشارونه واچوي. د چین په شمول ځينې هېوادونه هم په دې اند دي چې که فلسطين د م.م غړيتوب تر لاسه کړي، نو په دې سازمان کې به له اسرائيل سره مساوی مقام ولري. دا به د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د مذاکراتو لپاره ښه زمينه برابره کړي. خو د امريکا مخالفې رايې د فلسطينيانو او نړيوالې ټولنې هڅې وژلې دي.

د شنونکو په اند له يوې خوا د امريکا د بېلا بېلو دورو حکومتونه په منځني ختيځ کې د بادارۍ د لټولو او د کورنيو سياسي اړتياوو د پوره کولو لپاره اسرائيل تر ټولو مهم ملګری هېواد بولي او له شرايطو پرته ور څخه ملاتړ کوي، نو کله چې اسرائيل په م.م کې د  فلسطين له شاملېدو سره مخالفت کړی،امريکا خامخا له اسرائيل سره ولاړه ده. له بلې خوا امريکا تل ادعا کړی چې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د مسئلو هر پرمختګ بايد د دوی تر مشرۍ لاندې وموندل شي، که فلسطين په يو اړخيزه توګه په دې سازمان کې د شاملېدو غوښتنليک وړاندې کړي، نو دا به د يادې مسئلې د حل وفصل لپاره خپل لارښوونکی ورل کمزوری کړي. نو امريکا د دې مسئلې په هکله د ځاني ګټو ساتل تر ټولو مهم بللي دي.

دا یوه مسخره خبره ده چې په م. م کې د امريکا استازي ګرينفيلد داسې ویلي چې په دې سازمان کې د فلسطين رسمي شاملېدل د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د شخړو د لرې کولو په موخه د دوو هېوادونو لايحې په ګټه نه دي. د امريکا دغه کړنې چې له سولې سره په ټکر کې ده، بيا ثابته کړه چې امريکا د نړیوالو او سيمه ييزو چارو تخريب کوونکې ده.

Previous Post

د هرات پر عمومي لاره ۸ بابه جوماتونه جوړېږي

Next Post

غزني کې د چت لوېدو له امله درې تنه مړه شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

غزني کې د چت لوېدو له امله درې تنه مړه شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

خیبر پښتونخوا کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي دي

خیبر پښتونخوا کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي دي

سپتمبر 25, 2022
امیر خان متقي په قطر کې د اروپايي هېوادونو استازو سره کتلي

امیر خان متقي په قطر کې د اروپايي هېوادونو استازو سره کتلي

فبروري 18, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ