چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

انساني ټولنو کې د وبايي ناروغیو تاریخ

شفیق امیرزی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 4, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
انساني ټولنو کې د وبايي ناروغیو تاریخ
1.1k
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د بشریت تاریخ له ډېرو لوړو ژورو ډک دی. له جنګ جګړو نیولې تر کډوالۍ، اقلیمي بدلون او وبايي ناروغیو، دې هر څه د انسان پر ژوند اغېز لرلی دی. کرونا یا کووید ۱۹ لومړنۍ ناروغي نه ده چې په نړۍ کې یې ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی، بلکې انساني تاریخ څو ځله د داسې وبايي ناروغیو شاهد دی. داسې ناروغۍ چې بشري، فرهنګي، اقتصادي او سیاسي زیانونه یې حیرانوونکي او د نه منلو وو. په ۲۱مه پېړۍ کې ګڼې وبايي ناروغۍ په انساني ټولنو کې پیل شوې. انفلوینزا او اوس کووید ۱۹ هغه ناروغۍ وې چې د ټولو پام یې ځان ته اړولی دی او انسانان یې د کابو کولو هڅه کوي. په دې برخه کې په انساني ټولنو کې د لګېدلو وبايي ناروغیو پر لنډ تاریخ، اغېز او پایلو خبرې کوو.

 COVID-19 – (کووېډ ۱۹)

کرونا یا کووېډ روانه ساري ناروغي ده. کرونا ویروس د ۲۰۱۹ز کال په ډسمبر کې د چین په ووهان کې خپور شو. د روغتیا نړیوال سازمان پر دغه ویروس وروسته کووید ۱۹ نوم کېښود. کووېډ ۱۹ د (Corona virus disease of 2019) لنډیز دی. د کرونا ویروس تر ټولو ستره ځانګړنه دا ده چې په پوره چټکتیا خپرېږي. د خلکو ترمنځ په خورا سرعت له یوه کس بل ته لېږدول کېږي او تر ډېرو ورځو پورې ناروغ کس نه پوهېږي چې په کرونا اخته شوی دی. په لومړي سر کې دغه ناروغي په چین کې خپره شوه خو د روغتیا نړیوال سازمان هغه ټولنیوونکې و نه بلله. یوازې په یوه میاشت کې د کرونا ویروس پېښې د نړۍ په څو هېوادونو کې ثبت شوې. د مارچ میاشتې په لومړیو کې د روغتیا نړیوال سازمان کرونا ویروس یوه ټولنیوونکې ناروغي و بلله. د میاشتې په وروستیو ورځو کې تر نیم میلیون خلک په دغه ناروغۍ اخته شول. اوس په دغه ناروغۍ تر یو میلیون ډېر خلک اخته دي. نږدې شپېته زره خلک یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې وژلي دي.

ددغه ناروغۍ پراختیا د نړۍ په کچه د بشریت د اخته کېدو خبرداری ورکړ او حکومتونو خپل تدابیر پياوړي کړل. حکومتونو د ټولنیزې فاصلي په نامه خلکو ته له یو بل د لرې کېدو سپارښتنه وکړه، دوی ته یې وویل چې په کورونو کې پاتې شي، ګڼ اقدامات ترسره شول، ښوونځي وتړل شول، سوداګري په ټپه ودرېده، سفرونه بند شول، په واکسینو جوړولو کار پیل شو او د خطرونو د کمولو لپاره هڅې پیل شوې. تر دې دمه ددغه ناروغۍ د مخنیوي او تداوۍ لپاره هېڅ راز دارو درمل نه دي جوړ شوي، خو یوازې هغه کسان ترې خوندي دي چې د بدن مقاومت یې لوړ وي او یا له خلکو سره راشه درشه په ټوله مانا بنده کړي.

Plague of Justinian- – جوسټینین طاعون

جوسټینین طاعون د وبايي یا ټولنیوونکو ناروغیو په کتار کې تر ټولو خونړۍ ناروغي بلل کېږي. تر دې ښایي ډېرې تباه کوونکې ناروغۍ تېرې شوې دي خو ددغه ناروغۍ په اړه معلومات تاریخ خوندي کړي دي. اروپايي لیکوال ویلیام روزن د طاعون په اړه په خپل یوه کتاب کې لیکي چې دغه ناروغۍ دوه پېړۍ دوام وکړ او له ۲۵ تر ۱۰۰ میلیونه پورې خلک یې ووژل[1]. ډېری په دې باور دي چې دغه ناروغۍ پنځه ویشت میلیونه خلک ووژل. خو دا چې هغه وخت د څېړنو او شمېرنو امکانات په نړۍ کې نه و، تاریخپوهان په دې باور دي چې ددغه ناروغۍ بشري تلفات خورا ډېر وو. ددوی په باور دغه ناروغۍ هغه وخت د نړۍ له ۱۳تر ۲۶ سلنې نفوس له منځه یووړ.

جوسټنین طاعون د شرقي روم د امپراتورۍ په مرکز او د ساساني امپراتورۍ په هغو ښارونو کې پیل شو چې بندرونو ته نیږدې وو او یا سوداګریز بندرونه پکې ډېر و. له همدې ځایه ډېری اروپايي هېوادونو ته خور شو او تر دوو پېړیو پورې یې انساني تولنې وځپلې. داسې اټکل کېږي چې دغه ناروغۍ به د خپل پیل په لومړیو کې هره ورځ پنځه زره نفر مړه کول. یوازې په ۱۲ میاشتو کې یې د اروپا نفوس نیمايي کړ. د قسطنطنیې یا شرقي روم د امپراتورۍ د مرکز ۴۰ سلنه وګړي ددغه ناروغۍ له امله مړه شول. جوسټین طاعون د ۵۴۱ او ۵۴۲ ز کالونو ترمنځ پیل شو او تر ۷۵۰ز پورې یې دوام درلود.

Black Death تور مرګ- تور طاعون

دا د بشر په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ ټولنیونوونکې ناروغي ګڼل کېږي. دا په نړۍ کې تر جوسټین طاعون وروسته دویمه ستره وبايي ناروغي ده، خو د تلفاتو او پراختیا له اړخه د نړۍ تر ټولو د ډېرو تلفاتو اړوونکې ده. دې ناروغۍ د بشریت په تاریخ کې انسانانو ته ډېر تلفات اړولي دي. ددې ناروغۍ اصلي مرکز چین ګڼل کېده، چې له دې ځایه بیا د ورېښمو لارې پر مټ د اسیا او اروپا نورو هېوادونو ته خوره شوه. په ۲۰۱۷ کال کې یوه څېړنه ښيي چې دا ناروغي د ۱۳۳۸ او ۱۳۳۹ز کلونو ترمنځ د منګولیایانو د امپراتورۍ پر مهال په چین کې خپره شوه.

دغه ناروغۍ انسانانو ته درانه تلفات واړول، قحطي یې راوسته، تمدن، فرهنګ او سوداګرۍ ته یې سخته ضربه ورسوله. تور مرګی یا تور طاعون به چې هر ښار کې خپور شو له اتو تر نهو میاشتو یې په هغه ښار کې تباهۍ ته ادامه ورکوله. په دې ناروغۍ د ۶۰ تر ۸۰ سلنه اخته کسانو د مرګ امکان و. ویل کېږي چې دې ناروغۍ د اروپا د نفوس له درېیو برخو یوه یې له منځه یوړه. خو داسې ښارونه او سیمې هم وې چې دا ناروغي له سره پکې خپره نه وه. ویل کېږي چې دې ناروغۍ په اروپا کې له ۷۵ تر ۲۰۰ میلیونه پورې خلک مړه کړل[2]. د پوهانو په باور۲۰۰ کاله یې وخت ونیو چې اروپايي هېوادونو بېرته ددغه ویروس له امله رامنځ ته شوې تشې ډکې کړې.

Spanish flu – هسپانوي انفلونزا

هسپانوي انفلونزا په ۱۹۱۸ز کال کې خپره شوه. دا هغه مهال و چې لومړۍ نړیواله جګړه پای ته رسېدلې وه. دا هم د نړۍ تر ټولو ډېره وژونکي او ټولنیوونکې ناروغي ګڼل کېږي. دغه ناروغۍ په اسپانیا، اسیا، اروپا، امریکا، شمالي امریکا او ان شمالي قطب او د ارام سمندرګي په ځينو برخو کې پراختیا ومونده او خلک يې ووژل. ویل کېږي چې نیم میلیارد وګړي په ټوله نړۍ کې په دغه ناروغۍ اخته شول چې له دې ډلې یې له ۲۰ تر ۵۰ میلیونو پورې انسانان مړه کړل[3]. دغه ناروغۍ له ۱۹۱۸ز کال د ۱۹۲۰ز کال تر ډسمبر پورې ادامه پیدا کړه.

د ناروغۍ تر ډېره ځوانان او د پاخه عمر درلودونکي وژل. د پراختیا سرعت یې ډېر و. تر ټولو ډېر خلک یې په اروپا، چین او امریکا کې ووژل. د نړۍ په تاریخي او فرهنګي تاریخ کې ددې بشري فاجعې پر منفي اغېز هم خورا ډېرې لیکنې شوې او مقالې خپرې شوې دي.

Asian flu – اسیايي انفلونزا

اسیايي انفلونزا په ۱۹۵۶ز کال کې په چین، سنګاپور او هانګ کانګ کې پيل شوه. په چټکۍ تر اروپا او امریکا ورسېده. ویل کېږي چې دغه ناروغۍ په یادو هېوادونو کې تر دوو میلیونو پورې خلک ووژل چې له دې ډلې یوازې ۷۰ زره یې امریکایان وو. څېړني ښيي چې تر ۱۹۵۸ز پورې په ټوله نړۍ کې تر ۲۵۰ میلیونه پورې خلک په دغه ناروغۍ اخته شول. دغه ویروس له مرغانو انسانانو ته لېږدېدلی و.

HIV- ایډز

اچ ای وي په نړۍ کې د ایډز ناروغۍ لېږدونکی ویروس دی. دغه ویروس په لومړي سر کې په ۱۹۷۶ز کال کې په یوه افریقايي هېواد کنګو کې ولیدل شو. دغه ویروس ورو ورو پراختیا کوله او ویل کېږي چې له ۱۹۸۱ز کال راهیسې تر نن پورې یې تر ۳۶ میلیونه پورې خلک وژلي دي. دغه ویروس لا هم شته دی خو په ډېری شتمنو هېوادونو کې یې درملنه پيدا شوې ده او خلک کولی شي خپله درملنه وکړي. ویل کېږي چې دمګړی هم په نړۍ کې تر ۳۸ میلیونه پورې خلک په اچ ای وي اخته دي. خو په طب او روغتیايي برخه کې پرمختګونه ددې سبب شوي چې ددغه ناروغۍ له امله مړینه راکمه شي او ژوند ته د ناروغانو تمې ډېرې شي.

ددغه ویروس په اړه د نړۍ په کچه پراخ تحقیقات شوي دي. ویل کېږي چې په لومړي سر کې دغه ویروس له بیزوګانو انسانو ته راغلی دی او بیا د انسانانو ترمنځ په تېره په افریقايي هېوادونو کې ډېر خپور شوی دی. د لېږد تر ټولو ډېرې پېښې یې له جنسي اړیکو ثبتېږي خو تر څنګ یې د وینې او نورو مواردو له لارې هم لېږد شونی دی. ددغه ویروس د پراختیا د اوج کلونه د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۲ ترمنځ وو.

Influenza A virus subtype H1N1 – خوګي انفلونزا

خوګي انفلونزا هم د شلمې پېړۍ له خورا وژونکو عفوني ناروغیو ده. دې ناروغۍ په وروستیو لسیزو کې د تر ټولو ډېرو انسانو ژوند اخیستی دی. دغه ویروس په ۲۰۰۱ز کال کې له میکزیک خپور شو او تر ۲۰۰۹ز کال پورې یې ادامه پیدا کړه. په ۲۰۱۱ز کال کې د پوهانو یوه څېړنه ښيي چې د ټولۍ له نفوس له ۱۱ تر ۲۱ سلنې پورې وګړي په دغه ویروس اخته شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې ددغه ویروس له امله د نړۍ په کچه تر ۲۸۴زره او ۵۰۰ کسان مړه شوي دي. ددې ویروس د مړینې کچه یو سلنه وه، خو تر ډېره یې هغه کسان وژل چې د بډوډو، سږو او زړه په ناروغیو اخته وو.

له دې ټولو سره سره کرونا ویروس دمګړی زموږ د عصر تر ټولو خطرناکه ناروغي ده. دغه ناروغي تر ډېره په امریکا کې د پراختیا په حال کې ده. چین ددې ناروغۍ مرکز و خو هلته یې تلفات او مثبتې پېښې ډېرې نه وې. کرونا تر ټولو ډېر خلک په ایټالیا کې مړه کړي دي. ددې مقالې د لیکلو تر وخته (۲۰۲۰-۰۴-۰۴/ ۰۹:۰۰ AM دې ناروغۍ په ایټالیا کې (۱۴۶۸۱) کسه وژلي دي. همدا راز تر دې دمه  (۱۱۹۸۲۱) کسه په دغه ناروغۍ اخته دي. امریکا د اخته کسانو تر ټولو لوړه شمېره لري. تر اوسه په امریکا کې (۲۷۷۱۶۱)   کسه په دغه ناروغۍ اخته شوي دي. همدا راز په امریکا کې (۷۳۹۲) کسه په کرونا اخته کسان مړه شوي هم دي. هسپانیا هم د اخته او مړو کسانو لوړه شمېره لري. اخته کسان پکې (۱۱۹۱۹۹) او (۱۱۱۹۸) د کرونا له امله مړه شوي دي.

نړیوال په دې باور دي چې کرونا ویروس به د نړۍ اوسني تمدن، فرهنګ، سیاسي او اقتصادي وضعیت ته سخته ضربه ورسوي. دوی وایي، چې د نړۍ ستر صنعت (سیاحت) به د اوږدې مودې لپاره په ټپه ودرېږي او خلک به له راشه درشو ډډه کوي. سوداګري به زیانمنه شي او ښایي بشریت په روغتیايي برخه کې د موادو، وسایلو او دارو درملو له کمښت سره مخ شي.

په افغانستان کې هم دغه ناروغي د چټکې پراختیا په حال کې ده. سره له دې چې نړیوال بانک له افغانستان سره ددغه ناروغۍ په مخنیوي کې ۱۰۰ میلیونه ډالر مرسته کړې ده، خو افغان حکومت په خپلو سیاسي ناندریو بوخت دی او دغه بشري عافت ته یې پاملرنه کمه ده. د افغانستان ګاونډی هېواد ایران د مثبتو پېښو او مړینې لوړې شمېرې لري، چې دلته هم کرونا ویروس له دغه هېواد راغلی دی. خو له بده مرغه لا هم له دغه هېواد سره پولې پرانیستې دي او ددې امکان شته چې کرونا ویروس په افغنستان کې نور هم خپور شي او د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړي.

Previous Post

کرونا ویروس تر دې دمه په نړۍ کې څه کم شپېته زره کسان وژلي

Next Post

اروپايي ټولنه: په نړۍ کې دې ټول ښکېل اړخونه اوربند وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
اروپايي ټولنه: په نړۍ کې دې ټول ښکېل اړخونه اوربند وکړي

اروپايي ټولنه: په نړۍ کې دې ټول ښکېل اړخونه اوربند وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بنتلي

بنتلي

مارچ 1, 2021

د لندو ځمکو د تړون لاسليک کوونکو ۱۴م کنفرانس پرانيستل شو

نوومبر 8, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved