د امريکا اې پي اژانس، د جاپان اشاهي شيمبون خبري وېبپاڼې او د هسپانيې اي ايي پايس ورځپاڼې او ځينو نورو نړيوالو رسنيو د چين د انسان شکله روبوټونو دویمې نړيوالې لوبې ته لوړه پاملرنه کړې او فعاله ستاينه يې کړې ده.
د انسان شکله روبوټونو پنځه ورځنۍ نړيوالې لوبې د اګست له ۲۲مې نېټې څخه تر ۲۶مې نېټې پورې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شوې، چې پکې د نړۍ له شپږو لويو وچو څخه د ۱۶ هېوادونو د ۶۶۶ ډلو ۲۰۵۶ روبوټونو سيالۍ کړي او خلکو ته يې د راتلونکي يوه ډېره په زړه پورې تېکنالوژيکې مېلمستيا وړاندې کړې ده.
دا په نړۍ کې د روبوټونو لومړنۍ مجموعي سیالۍ وه، چې یوازې انسان شکله روبوټونو پکې برخه اخيستې وه او دا نه يوازې د روبوټونو لپاره یو ازمايښتي ډګر و، بلکې د روبوټونو د صنعت د پرمختګ د کتنې یوه مهمه کړکۍ هم وه.
د سږنۍ لوبې په ګڼو سیاليو کې ریموټ کنټرول ځای نه درلود او پر ځای یې د روبوټونو بشپړ خودکاري کارول شوي او په مستقیمه توګه پکې د روبوټونو د چاپېریال پېژندنې او د خپلواکې پرېکړې وړتیاوې ازمویل شوې دي.
د روبوټونو له دغو ۵۱ سیالیو څخه ۲۱ یې په عملي سناریوګانو کې ترسره شوي، يعنې د کور، هوټل او لوجستیک په شمول په ډېرو واقعي سناريوګانو کې د روبوټونو وړتياوې ازمويل شوې دي. په دغو ازموينو کې د توکو بار او پر ځای کول، کورني خدمات، اور وژنه او د خلکو ژغورنه او ځيني نور “ستړي، کثيف، خطرناک او ستونزمن” کارونه شامل وو.
د ټېکنالوژۍ کارپوهان په دې اند دي، چې د روبوټونو داسې لوبې به په راتلونکي کې دا زمينه برابره کړي، چې روبوټونه به د سیالۍ له ډګر څخه د کارخونو او کورونو استعمال ته ځي او د انسان شکله روبوټونو صنعتي استعمال به ډېره وده وکړي.
د معلوماتو له مخې، د چیني برانډونو د صنعتي روبوټونو استعمال ۲۵۳ صنعتي برخو ته رسېدلی؛ د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د چین د انسان شکله روبوټونو توليدي شمېر له ۴۰ زرو څخه اوښتی او په نړۍ کې يې ونډه ۹۷ سلنې ته لوړه شوې ده.
د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين د انسان شکله روبوټونو صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۱۰ سلنه زیاتوالی موندلی و.
د انسان شکله روبوټونو نړيوالې لوبې نه يوازې د روبوټونو د وړتیا د پياوړتيا لپاره ګټورې دي، بلکې دغسې سیالۍ د هېوادونو ترمنځ یو خلاص او همکاريز پلیټفورم هم جوړولی شي او ورسره د روبوټونو د ټېکنالوژۍ او صنعت پرمختګ وده موندلی شي.
د برازیل د روبوټي ټیم مشر فلاویو توني ډانډیل رسنيو ته ویلي، چې د نړۍ د بېلابېلو خواوو ترمنځ همکارۍ د انسان شکله روبوټونو د پراختیا لپاره ډېرې مهمې دي او په خبره یې، چین یو ښه پلیټفورم برابر کړی دی.
په یو ګل نه پسرلی کېږي، خو زرګونه ګلونه بیا باغ سمسور او ښکلی کوي.
چين په دې وروستیو کلونو کې د مصنوعي ځيرکتيا نړيوال کنفرانس، د روبوټونو نړيوال کنفرانس او د انسان شکله روبوټونو د نړیوالو لوبو په شمول يو لړ نړیوال فعالیتونه ترسره کړي، د نړيوالې ټېکنالوژۍ د تبادلې او د توليد او غوښتنې د پيوستون لپاره يې پلونه جوړ کړي او د ټېکنالوژۍ د عملي استعمال پروسه يې چټکه کړې ده.
په ورته وخت کې، چین پر پرانيستو سرچينو ټینګار کوي او نړۍ ته یې د پرانيستې سرچینې داسې لوی ماډلونه وړاندې کړي، چې د کارونې په بهير کې ډېر کم لګښت لري.
د چين دغه ماډلونه به د نړیوال نوښت اصلي لګښت ټيټ کړي او د سراسري جنوب پرمختګ ته به وده ورکړي.
نړیوالو رسنیو ويلي، چین د نړیوالو عامه توکو برابرونکی دی او دغه هېواد له پرمختيايي هېوادونو سره مرسته کوي، چې د ځيرکتيا په عصر کې ورسره په ګډه ګامونه واخلي.














