د بشري حقونو د څار سازمان په اوکراین کې د روسي عسکرو د بشر ضد جنایتونو مستندسازي پیل کړې ده. د بشري حقونو د څار سازمان په تازه راپور کې ویلي چې د اوکراین په ګڼو ښارونو کې یې د بشر ضد جنایتونو ګڼې پېښې ثبت کړې دي، چې د روسي ځواکونو له لوري ترسره شوې دي. په دې کې د بېګناه وګړو وژل، اعدامول، ځورول او شکنجه کول شامل دي. د بشري حقونو د څار سازمان وایي دغه پېښې په کیف، خارکیف او چرنیف کې ثبت شوې دي. دغه سازمان وايي دغه پېښې یې ټولې په مستنده توګه ثبت کړې دي او د لا ډېرو بحثونو لپاره به یې نړیوالو مراجعو ته سپاري. تر دې وړاندې نړیوالو رسنیو هم راپور ورکړی چې روسي ځواکونو پر اوکراین د یرغل په موده کې په بشر ضد جنایتونو لاس پورې کړی دی او ګڼ ملکي وګړي یې وژلي دي. تازه د ملکي وګړو ډله ییز قبرونه هم موندل شوي دي.












