د امريکا او ايران ترمنځ پر يوې هوکړې د شپيتو ورځو مهلت د اګست په ۱۷مه نېټه پای ته ورسيده او د خبرو کړکۍ یې بنده کړې ده.
ایران په دې وروستيو کې يو لړ سرسخت سيګنالونه ورکړي او پر دې يې ټينګار کړی، چې نظامي مبارزه به له ډيپلوماتيکو چارو سره يو ځای پرمخ يوسي او ځينو چارواکو يې ويلي، چې ځواکونه به یې له دفاعي حالت څخه تهاجمي يا يرغليزو بريدونو ته مخه کړي.
شنونکي پر دې اند دي، چې ايران له دفاعي حالت څخه د وتلو او د تهاجمي بريدونو اعلان کړی، خو په حقيقت کې د جګړې سختوالی نه غواړي او رښتينی نيت تر اوسه نه دی بدل شوی چې په پوځي مبارزې له امريکا سره خپلې خبرې پرمخ بوزي
د ايران دريځ ورځ تر بلې سختېږي؟
امريکا او ایران د جون په منځنۍ موده کې يو ياداښت لاسليک کړ او ژمنې يې وکړې، چې په شپيتو ورځو کې به خبرې کوي او يوې پایلې ته به رسېږي، خو دغه موده بې له کومې لویې لاسته راوړنې د اګست په ۱۷مې نېټې پای ته ورسېده.
هممهاله، امريکا له ايران سره د خبرو نه کولو اعلان کړی او پر دغه هېواد يې د پراخو سمندري او اقتصادي بندیزونو خبر ورکړی دی.
امريکا ويلي، پر ايران به د لويې پيمانې بنديزونه ولګوي او ايران هم د امريکا دغو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی دی.
د ايران د اسلامي پارلمان رئيس محمد باقر قاليباف د اګست په ۱۸مه نېټه رسنيو ته ويلي، چې هرمز تنګی به تر هغه وخته بند وي، چې پر دغه هېواد سمندري او نور بنديزونه پای ته نه وي رسیدلي او هم یې کنګل شوې پانګې ازادې شوې نه وي.
قاليباف په ګواښنه ژبه ويلي، چې ايران به د هر ډول دښمنانه فعاليتونو او يرغل پر وړاندې چوپ کېنني او د هرې بدې کړنې پر وړاندې به غبرګون وښيي.
د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي بیا رسنيو ته ويلي، چې هېواد به یې د پوځي لارې ترڅنګ ډيپلوماتيک چینلونه هم وکاروي او دواړه به هممهاله پرمخ یوسي.
کله چې امريکا او ایران په تېر جون کې پر خبرو هوکړه وکړه، نو امريکا يو ځل بیا ډېر ژر پر ايران پوځي بریدونه وکړل او ورسره ایران هم په منځني ختیځ کې د امريکا پوځې اډې په نښه کړې او په لومړي ځل يې د جولای په پای کې په اردن کې د امريکايي ځواکونو پر اډې بريدونه وکړل.
ايران د هېواد د داخلي او بهرنيو عواملو د ترکيب پر بنسټ ډېر ملاحظات لري
کارپوهان د ايران د وروستيو سختو څرګندونو تر شا ډېر داخلي او بهرني عوامل يادوي.
دوی وايي، په ايران کې د اقتصاد او د خلکو د ژوند پر وړاندې ستونزې د زياتېدو په حال کې دي او اړ دی، چې پر بهر فشارونه راوړي.
ريوېټرز خبري اژانس د ايران د احصايې ملي مرکز د شمېرو له مخې ويلي، چې په تېر جولای کې د دغه هېواد د مصرفوونکو بيې او هم د خوراکي توکو بيې یې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۸۷ اعشاريه ۹ سلنه او ۱۲۸سلنه زياتې شوې دي.
امريکا ايران ته ګواښ کړی، چې نور سخت بندیزونه به پرې ولګوي.
ډونالډ ټرمپ د اګست په ۱۹مه نېټه د ايران پر وړاندې د سختو اقتصادي بنديزو اعلان کړی او د دغه هېواد ماليې وزير سکوټ بيسينټ هم مخکې ويلي وو، چې پر ايران به بې ساري اقتصادي بنديزونه ولګوي. برسېره پر دې، د ايران پر برېښناکوټونو او د انرژيو پر تاسيساتو د بريدونو ګواښونه هم لا موجود دي.
ايران نيت لري، چې په کور دننه ګډې نظريې راغونډې کړي، د امريکا پر وړاندې سخته مبارزه وکړي او په ورته وخت کې د دغه هېواد دننه د سختو دريځو نفوذ هم د پراخېدو په حال کې دی.
ايران د اګست په لسمې نېټې د اسلامي انقلابي ګارډ ګڼ شمېر پخوانيو قوماندانو ته مهمې دندې سپارلې دي.
کارپوهان د ايران دغه اقدام د اوږدمهالې جګړې لپاره تياری او هم په کوردننه د سختو دريځو د واکمنېدو نښه بولي او که داسې وشي، نو د ايران امنيتي تګلارې به نورې هم سختې شي.
بهرنيو عواملو ته په کتو، تهران پوهېږي، چې واشنګټن د ايران د کنګلو پانګو د ازادېدو او پر ايران د يو اړخيزو بنديزونو د لغوه کولو نیت نه لري، دواړه خواوې له هرمز تنګي څخه د تېرېدو او ذروي مسئلې په هکله هم د نظريو توپیرونه لري.
کارپوهان وايي، امريکا او ايران ترمنځ د خبرو پرمختګ په سختۍ ترلاسه کېدای شي، خو ایران بیا پر ډيپلوماتيکو لارو امنيتي خونديتوب نه شي ترلاسه کولی.
کارپوهان دا نظر هم ورکوي، چې ايران له امريکا سره نږدې نيم کال مبارزه وکړه، خو واشنګټن د تهران کمزورتياوې درک کړې دي.
د امريکا حکومت په کور دننه د عامه افکارو تر فشار لاندې دی او په لويې پيمانې ځمکني ځواکونه د ايران پر لوري نه شي لېږدولی، په منځني ختيځ کې یې پوځي اډې جدا جدا پرتې لري او ايران پرې په اسانۍ د توغنديو او ډورونونو بريدونه کولی شي او بله خوا خليجي هېوادونه نه غواړي، چې په دې جګړه کې مستقیم ښکېل شي.














