چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ايا د سولې کمېټه رښتيا هم د سولې په موخه جوړېږي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 22, 2026
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

څو هېوادونو د امريکا تر مشرۍ لاندې د تش په نوم د سولې کمېټې بلنې ته ځوابونه ورکړي دي او اکثرو یې ويلي، چې هغوی په دې کمېټې کې ګډون نه کوي او ځينو يې بیا محتاطه رويه غوره کړې ده. په ټوله کې نړیواله ټولنه پر دغې کمېټې شک او اندېښنه لري.

کارپوهان وايي، امریکا غواړي دغه کمېټه پر ناوړه ميکانيزم بدله کړي او د ملګرو ملتونو پر ځای بل موازي سازمان جوړ او نړيوال نظم ته زيانونه ورسوي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

زیاتره هېوادونه په دغې کمېټې کې ګډون ته لېواله نه دي

د امريکا حکومت په غزې کې تر جګړې وروسته د لنډمهالې حکومتوالۍ د نظارت لپاره د سولې کمېټې د جوړولو پلان اعلان کړی او په دغې کمېټې کې د برخه اخيستنې لپاره يې شاوخواوو شپېتو هېوادونو ته بلنې ورکړې دي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، که کوم هېواد غواړي، په دغې کمېټې کې ګډون وکړي، نو د دایمې غړيتوب لپاره یې باید څه باندې يو ميليارډ امريکايي ډالره بسپنه ورکړي.

د فرانسې او ناروې په شمول ځينو هېوادونو ويلي، چې هغوی به په دغې کمېټې کې برخه وا نه خلي.

د فرانسې جمهوري ماڼۍ د جنورۍ په ۱۹مې نېټې په يوې اعلامیې کې پردې شک ښودلی، چې د دې کمېټې واک به یوازې د غزې پر لنډمهالې حکومتوالۍ پسې تړاو ونه لري او ښايي د ملګرو ملتونو چوکاټ کمزوری کړي.

د ناروې د بهرنيو چارو وزير مرستيال د جنورۍ په شلمې نېټې رسنيو ته ويلي، چې هېواد به یې په يوه داسې ارګان کې ګډون ونه کړي چې د ملګرو ملتونو د رول او اوسنيو نړيوالو قوانينو پر وړاندې جوړېږي.

سربېره پردې د روسيې، هند، جرمني، ترکيې ، اوکراين او برازيل په شمول څه باندې دېرشو هېوادونو د امريکا اړوند بلنليکونه ترلاسه کړي، خو تراوسه یې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د برېتانيې لومړي وزير ستامو د جنورۍ په شلمې نېټې ويلي، چې هېواد يې د دې کمېټې د ځينو مادو په هکله له ملګرو هېوادونو سره بحث کوي.

د کاناډا « نړيوال نيوز» پر خپلې وېبپاڼې د يوه کاناډايي چارواکي په قول خبر ورکړی، چې دغه هېواد به په يادې کمېټې کې د ګډون لپاره امريکا ته پيسې ورنه کړي.

د روسيې د ولسمشرۍ مطبوعاتي سکريتر پيسکوف د جنورۍ په اتلسمې نېټې ويلي، چې هېواد يې د دغې کمېټې د اړوندو تفصيلاتو پر څېړنې بوخت دی او د مشخصو کارونو د ترسره کولو لپاره به له امریکا سره تماس ونيسي.

د رويټرز په شمول نړيوالو رسنيو په خپلو تبصرو کې ويلي، چې زیاتره هېوادونه د نړۍ اوسنيو حالاتو ته په کتو محتاطه رویه لري او د امريکا عمده ملګرو هېوادونو هم په دې اړه لېوالتيا نه ده ښودلې.

ايا دغه کمېټه شخصي کلب دی؟

د کارپوهانو په اند زياتره هېوادونه په دغې کمېټې کې ګډون ته لېواله نه دي او کليدي لاملونه يې پر درېيو شکونو پسې تړاو لري.

۱. ايا امريکا د ملګرو ملتونو پر ځای د يوه بل موازي سازمان په لټه ده؟

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په شلمې نېټې رسنيو ته ويلي، چې ملګري ملتونه بايد خپلې دندې ته ادامه ورکړي، خو د سولې کمېټه ښايي د ملګرو ملتونو ځای ونيسي.

۲. ايا دغه کمېټه به د نړيوالو قوانينو پر بنسټ نړيوال نظم ته زيان ورسوي؟

ډونالډ ټرمپ د امريکا له نيويارک ټايمز سره په مرکې کې ويلي، چې هغه نړيوالو قوانینو ته اړتيا نه لري.

امريکا په وروستيو کې پر وينزويلا ناڅاپي بريد وکړ او ډنمارک ته يې ګواښ کړی، چې ګرينلنډ ټاپو ورته وسپاري، ګني په زور به یې ترې ونیسي. د ډونالډ ټرمپ دغو کړنو د امريکا نړيوال اعتبار ته هم زيان رسولی دی.

د اسرائيل سیاسي شنونکي ګشن باسکينګ اندېښنه ښيي، چې دغه کمېټه به د نړيوالو قوانينو له چوکاټ نه بهر جوړه شي او د هېوادونو ترمنځ د اړيکو جوړښت ته به زيانونه ورسوي او ډېر خطرونه به وزېږوي.

۳. ايا د سولې کمېټه به پر شخصي کلب بدله شي؟

ډونالډ ټرمپ به د دې کمېټې مشر وي او غړي به يې د رئيس له خوا ټاکل کېږي. که کوم غړی یې يو ميليارډ امريکايي ډالره بسپنه ورکړي، نو د دغې کمېټې دايمي څوکۍ به ولري.

د چين د ژون مين پوهنتون د نړيوالو اړيکو پوهنځي پروفيسور دياو دا مينګ پر دې اند دی، چې د سولې کمېټې په طبیعت کې د امريکا باداري نغښتې ده او دا د نړيوالو ميکانيزمونو له مساواتو او عدالت څخه څرګنده سرغړونه ده.

نوموړی وايي، دغه کمېټه د ستونزو د لرې کولو ميکانيزم نه، بلکې د نورو د ګټو د غلا کولو ميکانيزم دی او د دې کمېټې په جوړېدو سره به رښتينې سوله رامنځته نه شي.

Previous Post

په ځینو ولایتونو کې د واورې ورېدو له امله لویې لارې تړل شوې دي

Next Post

بېجینګ: جاپان د امنيت شورا د دايمي غړيتوب شرطونه بيخي نه لري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

بېجینګ: جاپان د امنيت شورا د دايمي غړيتوب شرطونه بيخي نه لري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بریتانیا کې ۳ افغانان د قاچاق په تور نیول شوي دي

بریتانیا کې ۳ افغانان د قاچاق په تور نیول شوي دي

دسمبر 31, 2024
استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ