سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ايران د هرمز تنګي د ادارې نوې لایحه جوړه کړې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 27, 2026
in نړیوال خبرونه
0
ايران د هرمز تنګي د ادارې نوې لایحه جوړه کړې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ايران د اپرېل په ۲۵مې نېټې د هرمز تنګي د ادارې لپاره نوې لايحه برابره کړې ده. شنونکي وايي، د ایران موخه دا ده، چې پر امريکا او اسرائيل فشار واچوي او هم ګټې ترلاسه کړي.

د ايران دا دريځ چې له هرمز تنګي تېرېدونکو بېړيو به پيسې اخلي، د نړيوالې ټولنې مخالفت هم راپارولی او هم امريکا له دې امله د دغه هېواد پر بندرونو او بيړيو بنديزونه لګولي دي. خو تراوسه معلومه نه ده چې د ايران ياده لايحه به پلې شي او کنه؟

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د ايران موخې څه دي؟

مهر خبري اژانس د ایران د يوه پارلماني غړي بهنام سعیدي په قول خبر ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت نوې لایحه جوړه کړې ده. له دې وړاندې، د ايران پارلمان د هرمز تنګي د ادارې په اړه څو نورې لايحې تر سنجش لاندې نیولې وې او د دغه تنګي د ادارې او د جامع لايحې او قانوني سند د جوړولو لپاره يې يوه ځانګړې کمېټه جوړه کړې وه.

بهنام سعیدي د دغې جامع لايحې محتويات داسې ښودلي: ايران به د هرمز تنګي بشپړ حاکميت په خپل لاس کې ساتي او کښتۍ او بېړۍ باید له دغه تنګي د تېرېدو لپاره د ايران اجازه ترلاسه کړي او ايران ته باید د خونديتوب، د چاپېريال ساتنې، د تګ راتګ د ادارې او د جواز د ترلاسه کولو لګښتونه په ريال ورکړي، هغه کښتۍ او بېړۍ، چې د ايران ملي امنيت عالي شورا او يا د وسله والو ځواکونو لوی درستيز ریاست دښمنې بولي، له دغه تنګي څخه نه شي تېرېدای او د اسرائيلي بېړيو ته به له دغه تنګي د تېرېدو اجازه نه وي. د هغو هېوادونو بېړيو پر وړاندې، چې ایران ته يې زيانونه رسولي، لومړی به دغه هېواد ته تاوان ورکوي او بیا به د تګ راتګ جواز ترلاسه کوي.

شنونکي وايي چې له دې لايحې څخه د ايران څو موخې ښکاري.

۱- ايران غواړي پر امريکا او اسرائيل دوامدار فشارونه واچوي.

ايران هڅه کوي پر هرمز تنګي پوره کنټرول ولري او د نفتو پر نړيوالې بيې اغېزه وکړي. که داسې وي، په امريکا او اسرائيل کې به د انفلاسيون فشارونه او اقتصادي بارونه ډېر شي او د ترينګلتيا د کمېدو او له دغه تنګي د بېړيو د ازاد تګ راتګ لپاره به د نړيوالې ټولنې غوښتنې هم زیاتې شي، څو په اقتصادي او ډيپلوماتيکو چارو کې پر يادو دوو هېوادونو فشارونه واچول شي.

۲- ايران هڅه کوي د دې لايحې له لارې له امريکا سره د مذاکراتو فرصت برابر کړي.

ایران د امريکا پر وړاندې کلک دريځ غوره کړی، خو د خبرو دروازه یې هم ورته پرانيستې ده. د دغه هېواد خارجه وزير عباس عراقچي په وروستيو کې پاکستان ته پيغام وړی او ويلي يې دي، چې هېواد به یې له امريکا سره خبرې ونه کړي. خو وروسته یې بیا د پاکستان په واسطه امريکايي لوري ته خبر ورکړی، چې هغه ښايي ډېر ژر اسلام اباد ته بیا ستون شي.

۳-  ایران نيت لري چې نوي عواید پيدا کړي.

که ایران له هرمز تنګي د هر بېلر تېرېدونکو نفتو یو امريکايي ډالر واخلي، نو له جګړې مخکې د اړوندو شمېرو له مخې، دغه هېواد به هر کال څه دپاسه ۷.۷ مليارډه امريکايي ډالره ګټې ترلاسه کړي.

د نړۍ عامه افکار د ایران نوې لایحه د لوېديځو هېوادونو د بنديزونو پر وړاندې د مقاومت او هم د هېواد دننه د ورانو ځایونو د بيارغونې لپاره مهمه سرچينه بولي. ایران له بېړيو څخه د تګ راتګ فیس په ریال غواړي، موخه يې دا ده چې د امريکايي ډالرو سيسټم یې عواید بند یا محدود نه کړي.

ايا دغه لايحه به پلې شي؟

د ایران د پارلمان غړي بهنام سعیدي رسنيو ته ويلي، دغه لايحه اوس د ايران د پارلمان ملي امنیت کمېټې ته وړاندې شوې ده. کله چې د پارلمان د ټولو غړو غونډه اعاده شي، دغه لايحه به د پارلمان رئيسه پلاوي ته وړاندې او تر سنجش لاندې به ونيول شي. دا هم شونې ده چې ياده لايحه د ايران د ملي امنيت عالي شورا لخوا تایید او خپره شي. د سعودي عربستان په ریاض کې د سیاست او ستراتيژۍ د څېړنيز مرکز څېړونکي عبدالعزيز شباني بیا پر دې اند دی، که د ايران په پارلمان کې ياده لايحه منظور شي او قانوني بڼه واخلي، نو پروسه به يې ډېره پېچلې وي او هم په ډېرې اسانۍ د نړيوالې ټولنې مخالفت راوپاروي. که دا لايحه د ملي امنيت د عالي شورا لخوا تاييد او خپره شي، نو دا به لا انعطاف منونکې او چټکه لاره وي او لايحه د حالاتو په پرمختګ سره په اسانۍ تنظيمېدای شي.

د شباني په اند، د بېړيو د تګ راتګ ډېروالی او د نورو هېوادونو د پوځي ځواکونو د شتون په حال کې به له بېړيو څخه فيس اخيستنه ډېره ستونزمنه چاره او د لایحې تطبیق به یې محدود وي.

Previous Post

بدري: نږدې راتلونکي کې به هېواد کې د سترو پروژو چارې پيل شي

Next Post

چين د ۲۰۲۶م کال د ځوانانو جايزې اعلان کړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
چين د ۲۰۲۶م کال د ځوانانو جايزې اعلان کړې

چين د ۲۰۲۶م کال د ځوانانو جايزې اعلان کړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د برېټانویانو افغان وژنه؛ جانسون وايي هېڅوک تر قانون لوړ نه دي

د برېټانویانو افغان وژنه؛ جانسون وايي هېڅوک تر قانون لوړ نه دي

جولای 14, 2022

زلینسکي: لویدیځ باید پوځي مرستې تر دې ډېر ونه ځنډوي

جون 15, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ