چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ایا امريکا په منځني ختیځ کې خپل کنټرول بایللی؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 13, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امريکا مخکېنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ولسمشريزو ټاکنو کې بيا بريالی شوی او د نړۍ لر او بر کې پرې اندېښنه ښودل شوې، چې ښايي په راتلونکو څلورو کلونو کې د منځني ختيځ وضعيت نور هم ترينګلی شي.

د نړيوالو دغه اندېښنه دومره جدي او لازمه نه ده. که څه هم ډونالډ ټرمپ ټاکنې ګټلي او ډېر ژر به سپېنې ماڼۍ ته ستون شي، خو د منځني ختیځ پر وړاندې به یې تګلارې کې ډېر بدلونونه رانه شي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

داسې ښکاري، چې ډونالډ ټرمپ به پر ايران زيات فشارونه واچوي او دا شونتيا هم شته، چې د ایران او اسرائيل ترمنځ لا سختې نښتې رامنځته شي.

ډونالډ ټرمپ په تېرې ولسمشریزې دورې کې په خپله خوښه امريکا د ايران له اټومي تړون څخه وباسله او پر تهران يې پر له پسې بنديزونه ولګول او هم يې د ایران د انقلابي ګارډ د قدس ليوا د قوماندان قاسم سليماني د وژنې فرمان ورکړی و.

نوموړي په خپلې تېرې دورې کې د سعودي عربستان په شمول له عربي هېوادونو سره اړيکې خرابې او حتی پرېکون ته یې ور سره نږدې کړې او په ورته مهال اسرائيل بیا د امريکا په مشرۍ د ابراهيم تړون له مخې له ځينو عربي هېوادونو سره ډيپلوماټيکې اړيکې ټينګې کړې دي.

ټرمپ پوهېدلی، چې اوسمهال د منځني ختیځ په حالاتو کې، د ده د ماموريت د تېرې دورې د حالاتو په پرتله لوی بدلونونه راغلي دي.

 تېر کال ايران له سعودي عربستان سره په بېجينګ کې د چين په منځګړيتوب جوړجاړی وکړ او وروسته یې له نورو عربي هېوادونو سره هم اړيکې ښې کړې.

د نړۍ د سراسري جنوب هېوادونو اوس ډله ييز پرمختګ موندلی او هم په منځني ختيځ کې د امريکا څلور ملګري هېوادونه په برېکس ميکانيزم کې شامل شوي دي. سربېره پردې له تېر يو کال راهيسې اسرائيل په غزې کې د جګړې اور بل کړی او ډېرې په بې رحمۍ یې بې ګناه ملکیان وژلي او له ايران، عربي هېوادونو او حتی له امريکا پرته له نورو هېوادونو سره يې د بې سارې دښمنۍ فضا برابره کړې ده.

امريکا د منځني ختيځ تګلارې کې دوه کليدي موخې لري، چې لومړۍ موخه يې له ايران سره مقاومت او دوهمه موخه يې د سعودي عربستان په شمول د عربي هېوادونو او اسرائيل ترمنځ د سياسي اړيکو ټينګول او پرمخبېول دي.

د امريکا ډيموکراتيک ګوند او جمهوريپال ګوند ستراتيژۍ او تګلارې لږ څه توپير لري، خو که هر ګوند واک ته ورسېده، د واشنګټن يادې موخې به بدلې نه شي.

اوس امريکا له دغو موخو څخه لېرې ده او ټرمپ هم د دغو موخو د ترسره کولو وړتيا نه لري.

په منځني ختیځ کې اسرائيل يوازينی هېواد دی، چې واک ته د ټرمپ پر بيا رسېدو یې ډېره خوښي ښودلې ده. د دغه هېواد صدراعظم بنيامين نيتانياهو په ولسمشريزو ټاکنو کې د ټرمپ د بيا بريالي کېدو پر مهال پر ټولنيزو رسنيو ورته مبارکي وویله او د ده بريالیتوب يې ستر تاریخي فرصت وباله.

په منځني ختيځ کې د امريکا نورو ملګرو هېوادونو د ټرمپ پر بېرته راتګ اندېښنه ښودلې ده. د بېلګې په توګه، سعودي عربستان که څه هم د امريکا له ګواښونو سره مخ دی، خو په غزې کې د جنګ له کبله يې له اسرائيل سره د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو پلان ځنډولی دی.

ریاض نه غواړي، چې له امريکا سره د همکاريو له لارې له تهران سره مقاومت وکړي او په تېره بيا ریاض په سياسي لارو چارو د امريکا له غلاوو څخه ستړی شوی دی.

د ولسمشريزو ټاکنو په موده کې ټرمپ څو څو ځلې د بايډن حکومت د منځني ختيځ پر تګلارو نيوکې کړي، خو حقيقت دا دی، چې د دغې سيمې اوسنی خطرناک وضعيت د ده پر پخوانيو تګلارو پسې تړاو لري.

د امریکا ((Foreign Affairs)) مجلې د روان کال په جون کې په يوې مقالې کې ويلي، چې امريکا اوس عربي نړۍ له لاسه ورکوي او دلیل یې دا ښودلی، چې د سيمې هېوادونو ستراتيژيکه خپلواکي او ګډ غښتليتوب ورځ تر بلې پياوړي کېږي او د امريکا په اړه هېڅ فکر نه کوي.

Previous Post

د سمنګانو ولایتي روغتون ته پرمختللي طبي وسایل ورکړل شول

Next Post

سروې: چین به د اسیا او ارام سمندر همکاريو ته نوره هم وده ورکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

سروې: چین به د اسیا او ارام سمندر همکاريو ته نوره هم وده ورکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين ګانګ د ملګرو ملتونو له مرستيال سرمنشي ډيکارلو سره وکتل

چين ګانګ د ملګرو ملتونو له مرستيال سرمنشي ډيکارلو سره وکتل

اپریل 12, 2023
د عراق له زندانونو درې تنه نور افغانان خوشې شول

د عراق له زندانونو درې تنه نور افغانان خوشې شول

اکتوبر 15, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ