سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

ایا جګړه به طالبان واک ته ورسوي؟

هیواد ځاځی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 23, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
طالبانو د درېیو ولسوالیو د نیولو ادعا کړې ده
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

له کله نه چې طالبانو له امريکایانو سره د دوحې تړون لاسليک او د دې تړون له مخې د طالبانو په زرګونه بنديان خوشې شول، په طالب چارواکو د سفر محدودیتونه لرې شول او تر څنګ يې امريکا او ناټو ژمنه وکړه چې نور به د افغان ځواکونو هوايي او ځمکنی ملاتړ نه کوي، طالبانو ځانونه د روانې شل کلنې جګړې ګټونکي او فاتحین وبلل، د دوحې لاسلیک شوی تړون يې د امریکا د ماتې او د ځان د بريا  سند یاد کړ، دوی په لومړيو کې د جګړې د کمښت ژمنه وکړه؛ خو پورته یاد شويو فکټورونو ته په کتو چې طالب سياسي مشرانو خپلو نظامي مشرانو ته د بريا تضمين حساب کړ، نو  جګړه د اکثرو طالب نظامي قومندانانو ټاکنه شوه، دوی باور تر لاسه کړ چې جګړه به له افغانستان څخه د امریکایانو تر وتلو وروسته افغان حکومت د دوی پر وړاندې راوپرځوي، اوس چې جګړه د مختلفو دلایلو چې په هغه کې هم د حکومت او هم د طالبانو د جنګ طلبو کړیو رول غوښن دی، تر بل هر وخت ګرمه او په ځينو ولایاتو کې د ډېرو ولسوالیو واګي هم د طالبانو په لاس کې ده او دا لړۍ لا روانه ده. اوس دا پوښتنه را پورته کېږي چې ايا طالبان به د جګړې له لارې په ټول افغانستان واکمن شي؟

راځئ لومړی دا سره جلا کړو چې ایا روانې جګړې طالبان په سیاسي میز د امتیاز او نړۍ ته د خپل قوت د څرګندولو لپاره پياوړي کړي او کنه؟ ایا د دوی وروستی انتخاب د جګړې له لارې په افغانستان واکمنېدل دي؟

که چيرې د جګړې شدت د لومړۍ پوښتنې د ځواب لپاره وي، نو  طالبان به وکولی شي چې د میز پر سر ډېر څه د جګړې له همدې شدت څخه تر لاسه کړي، ځکه دوی په ډېرو ولسوالیو تلسط پيدا کړ او په ډېریو لویو لارو کنټرول لري. دوی به وکولی شي چې پر حکومت د فشار له لارې يا خپلې غوښتنې ټولې ومني او یا به يې داسې معاملې ته اړ باسي چې په واک کې به د طالبانو حضور ډېر زیان وي. اوس راځو د دویمې پوښتنې ځواب ته.

که چيرې طالبان په دې فکر جګړه کوي چې دوی به د جنګ له لارې په ټول افغانستان واکمنيږي، نو دوی بايد د افغانستان اوسنی وضعیت ډېر په دقت وڅېړي، هغه په دې مانا چې ایا اوسنی افغانستان دې ته چمتو دی چې د طالبانو تر تسلط لاندې راشي؟ او د دوی د سختو قوانینو تر سخت دریځۍ لاندې به هغه سیاسي اقشار چې په تیرو شلو کالو کې يې په پوره ازادۍ خپل فعالیت کړی، خپل شتون ومني؟ ایا دوی به د خپلو پخوانيو دښمنانو پر وړاندې چې اوس له پخوا په ملي او نظامي لحاظ خورا پياوړي شوي، بريالي شي او یا به هغوی د طالبانو حاکمیت ومني؟

ایا سیمه یيز او  ګاونډي هيوادونه به د طالبانو بشپړ حاکمیت په افغانستان کې په رسمیت وپيژني؟ او تر ټولو مهمه دا چې نړیوال په ځانګړې توګه امریکا، ملګري ملتونه او ناټو به دوی په افغانستان بشپړ واکمنېدو ته پرېږدي؟

دا او دېته ورته هغه پوښتنې دي چې دا جوتوي چې طالبان نه باید خپله تیره تاریخي تېروتنه تکرار کړي، دوی نه باید په ټول افغانستان د واکمنېدو او د خپلې خوښې حکومت د رامنځته کیدو په هڅه کې واوسي؛ ځکه دوی نه شي کولی چې په يوازې ځان حکومت جوړ کړي، تیر تاریخ هم ښودلې چې د ډلو او ګروپي حکومتونو بقا نه ده کړې، که چيرې طالبان په کابل هم ولکه ټينګه کړي، بیا هم اړ دي چې له دوو يوه لاره غوره کړي چې يوه د جګړې او بله هم د خپلو پخوانيو هغو جنګي ډلو او په اوسني حکومت کې له پوره ونډه والو سره د سولې او تفاهم لار ده، چې یو يې دایمي جنګ ته اړ کوي او بله يې دایمي ثبات ته رسولی شي. نو بناً غوښتنه دا ده چې د طالبانو په ګډون ټول اړخونه سولې ته لومړيتوب ورکړي او خپلې ټولې شخصي او ملي ګټې په سوله کې تضمين کړي، ځکه هیڅ لوری نه یو بل د تل لپاره حذفولی شي او نه یو لوری د تل لپاره په قدرت کې پاتې کيدلی شي.

Previous Post

شمالي کوریا: امریکا سره خبرې بې ګټې دي خپل وخت نه ضایع کوو

Next Post

په ژوند کې د بریالیتوب لارې چارې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
په ژوند کې د بریالیتوب لارې چارې

په ژوند کې د بریالیتوب لارې چارې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چین د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو ملاتړ کوو

د چین د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو ملاتړ کوو

مارچ 23, 2022
زابل کې ۴۲ کیلومتره سړک رغول کېږي

زابل کې ۴۲ کیلومتره سړک رغول کېږي

دسمبر 24, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved