چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ایا د امریکا د ازادۍ پلان هرمز تنګي ته ازادي راوړلی شي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 5, 2026
in نړیوال خبرونه
0
ایا د امریکا د ازادۍ پلان هرمز تنګي ته ازادي راوړلی شي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په ۳مې نېټې پر ټولنیزو رسنیو لیکلي، چې واشنګټن به د همدې میاشتې د ۴مې نېټې په سهار په هرمز تنګي کې د بندو کښتيو د وتلو لپاره ګامونه پورته کړي. تهران بیا د واشنګټن دغه عمل د اوربند تړون سره په ټکر کې بللی دی.

امریکا او ایران د هرمز تنګي پر ځينو چارو جنجالونه لري، خو د واشنګټن د يادې کړنې تر شا څه موخه لري؟ واشنګټن به څنګه ګام پورته کوي او څه اغېزې به ولري؟

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

واشنګټن غواړي د بشري چارو په پلمه ایران کمزوری کړي

ټرمپ یاد عمل ته د ازادۍ پلان نوم ورکړی او د بشري چارو د دفاع جامې يې ترې اغوستې دي.

نوموړي ويلي، که تهران د واشګنټن د دغه عمل پر وړاندې خنډ وګرځي او یا یې د مخنيوي هڅې وکړي، نو پر وړاندې به یې کلک ځوابي ګامونه پورته کړي.

کله چې امريکا پر ايران پوځي بريدونه پيل کړل، نو ايران يې هم پر وړاندې ارام کېنناست او په سیمه کې يې د امريکا پوځي اډې په نښه کړې او هم یې هرمز تنګی کنټرول کړ. امريکا د ایران پر بندرونو او بېړیو بندیزونه لګولي، چې په نتیجه کې د منځني ختیځ په سمندري لارو کې ګڼ شمېر کښتۍ بندې پاتې دي.

شمېرې ښيي، د منځني ختیځ په سمندري لارو کې سلګونه کښتۍ او شاوخوا دوه زره کښتۍ چلوونکي بند پاتې دي.

شنونکي له امریکا سره په جنګ کې د هرمز تنګي کنټرول د ایران پياوړې وسله بولي، خو واشنګټن هڅې کوي، چې د ازادۍ پلان له لارې هرمز تنګی بیا پرانیزي او پر دې تنګي د تهران کنټرول کمزوری کړي. امريکا خپلې دغې کړنې ته د بشريت ساتنې نوم ورکړی، څو نړیواله ټولنه يې په اسانۍ ومني.

د ازادۍ پلان تطبیق ستونزمن دی

واشنګټن غواړي د بشريت ساتنې په پلمه د پوځي ځواک پر مټ پر هرمز تنګي د تهران کنټرول مات کړي، خو که ایران سر ورته ټيټ نه کړي او پر وړاندې يې ودرېږي، نو د واشنګټن لپاره به د دې پلان تطبیق ډېر ستونزمن شي.

کله چې واشنګټن د ازادۍ پلان اعلان کړ، نو تهران هم ورته کلک غبرګون وښود.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او ډيپلوماتيکو تګلارو کمېټې رئیس ابراهیم عزیز د مې په ۴مې نېټې رسنيو ته ویلي، چې د هرمز تنګي په ادارې کې د امریکا هر ډول لاسوهنه د اوربند له تړون سره په ټکر کې ده.

شنونکي پر دې اند دي، چې ایران په هرمز تنګي کې طبیعي جیوپولیټيکې وړتیاوې لري او د ډرونونو، توغندیو او د اوبو ماینونو په وسیله دغه تنګی کنټرولولی شي. بله خوا، د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د بېړیو چټک ځواک هم نورو کښتيو ته ګواښ جوړولی شي او امریکايي ځواکونه باید دا هر څه تر غور لاندې ونیسي، که نه د یاد پلان تطبیق به ورته ډېر ګران شي.

شنونکي وايي، ایران لا هم په هرمز تنګي کې د لاسوهنې او ګواښ توان لري، نو د امریکا د ازادۍ پلان تطبیق به ډېر ستونزمن وي او د تطبیق په بهیر کې به یې پوځي بېړيو ته زيات خطرونه پېښ شي.

د امریکا د فکري مرکز د بهرنیو تګلارو د څېړنیز مرکز لوړپوړې څېړونکې نیګا مرتضوي پر دې اند ده، که واشنګټن غواړي له هرمز تنګي څخه د وتلو لپاره د نورو کښتو ساتنه وکړي، نو امریکايي ځواکونه او نظامي سرچینې به ایران ته ډېرې نږدې شي.

شنونکي د ایران اندېښنو ته هم اشاره لري. اوسمهال په هرمز تنګي کې ګڼ شمېر کښتۍ بندې پاتې دي او که دغه حالت دوام وکړي، نو تهران به له ډېرو ډيپلوماتیکو فشارونو سره مخ شي او په دغسې صورت کې، ايران ښايي د هرمز تنګي کنټرول حق د ساتلو ترڅنګ په شرطونو ځینې کښتۍ او چلوونکي ازاد کړي او پر همدې لارې به له امریکا سره ډيپلوماتیکه مقابله هم وکړای شي.

Previous Post

شي جين پينګ په ليويانګ ښار کې د پټاکيو د يوې فابريکې د چاودنې پېښې په اړه د جدي رسېدګۍ امر وکړ

Next Post

بېجينګ: د بنګلادېش بهرنيو چارو وزير خلیل رحمن به چين ته سفر وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
بېجينګ: د بنګلادېش بهرنيو چارو وزير خلیل رحمن به چين ته سفر وکړي

بېجينګ: د بنګلادېش بهرنيو چارو وزير خلیل رحمن به چين ته سفر وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

له افغانستان وتلو او ماتې امریکايي نظامیان ناهیلي کړي

له افغانستان وتلو او ماتې امریکايي نظامیان ناهیلي کړي

فبروري 9, 2022
تېرو ۳ کلونو کې بغلان کې ۳ زره ښځو ته د کار جوازونه وېشل شوي

تېرو ۳ کلونو کې بغلان کې ۳ زره ښځو ته د کار جوازونه وېشل شوي

سپتمبر 24, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ