چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ایا د منځني ختیځ هېوادونه اوس هم د امريکا ملګري دي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 12, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي د اکتوبر په نهمې نېټې له سعودي عربستان څخه رسمي ليدنه کړې او د دغه هېواد له مشرانو سره يې د خپلمنځي همکاريو او د سيمې د وضعيت په اړه د نظريو تبادلې کړې دي. په اوسني حساس پړاو کې د منځني ختيځ د يادو دوو هېوادونو ترمنځ تعامل او نږديوالي د نړيوالو توجه راجلب کړې ده.

امريکا د منځني ختيځ د روان وضعيت په ارامولو کې هېڅ نه دي کړي، بلکې برعکس په داسې اقداماتو يې لاس پورې کړی، چې د سیمې د وضعيت د لاسختېدو سبب کېږي، خو سيمه ييز هېوادونه بیا هره خوا لاسونه غځوي او هڅې کوي، چې د روان وضعيت لپاره حللاره ومومي او د سيمې سوله او ثبات وساتي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

امريکا په منځني ختيځ کې دوه مهم هدفونه لري، چې یو يې د ايران انزوا او له عربي هېوادونو سره يې په اړيکو کې د خړپړتيا پيدا کول دي، څو د ايران او عربي هېوادونو ترمنځ جنجال د منځني ختيځ لويه ننګونه وګرځي او بل هدف يې له سعودي عربستان او نورو لویو عربي هېوادونو سره د اسرائيل د اړيکو ټينګول دي، څو د فلسطين ستونزه له پامه وغورځل شي.

وروستي وضعيت ته په کتو د امريکا يادو دواړو هدفونو هېڅ نتيجه نه ده ورکړې.

ايران او سعودي عربستان د تېر کال په فبرورۍ کې د بېجينګ په منځګړيتوب د خپلمنځي اړيکو د بيا پيل هوکړه وکړه، چې دغې چارې يې نه يوازې په خپلو اړيکو کې تاريخي جوړجاړی راوست، بلکې له نورو عربي هېوادونو سره د ايران د اړيکو په ښه کولو کې يې هم مرسته کړې ده.

د ایران او سعودي له جوړجاړي لږه موده وروسته د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د نوي پړاو شخړه راپورته شوه، خو بیا هم د ايران او ګاونډيو عربي هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه والي پر بهیر یې کومه بده اغېزه نه ده کړې او دغه ټکی قطر ته د ايران د ولسمشر مسعود پيزشکيان له وروستي رسمي سفر څخه ښه څرګند شوی دی.

ولسمشر مسعود پيزشکيان پر اسرائيل د ايران د توغنديز بريد يوه ورځ وروسته د اکتوبر په دويمې نېټې د ټاکلي پلان له مخې قطر ته په رسمي سفر ولاړ او د دغه هېواد امير شیخ تميم بن حمد آل ثاني يې تود هرکلی وکړ او دواړو خواوو د اقتصادي، ټولنيزو، کلتوري او پانګونو په برخو کې د خپلمنځي همکاريو د پياوړتيا تړونونه لاسليک کړي دي.

قطر د امريکا د منځني ختيځ متحد هېواد دی او له ايران سره يې تعامل پر واشينګټن ښه نه لګيږي.

پيزشکيان په قطر کې د سعودي له بهرنيو چارو وزير فیصل بن فرحان سره هم وکتل او ورپسې د ایران بهرنيو چارو وزير رياض ته په رسمي سفر ولاړ.

امريکا او اسرائيل هڅې کوي، چې له سعودي سره اړيکې ټينګې کړي او د دوو هېوادونو لايحې له عملي کولو پرته د اسرائيل او عربي هېوادونو ترمنځ جوړجاړی رامنځته کړي.

د امريکا دغه فکر نه شي عملي کېدای، ځکه واقعيتونه پکې له پامه غورځيدلي او په تېره بيا د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د نوي پړاو شخړې له رامنځته کېدو وروسته يې د دغه فکر او خيال عملي کول ناشونې چاره ده.

د سعودي پاچا سلمان بن عدبالعزیز ويلي، چې هېواد يې د فلسطين دولت له جوړېدو پرته له اسرائیل سره ډيپلوماتيکې اړيکې نه شي ټينګولی. د سعودي بهرنيو چارو وزير ويلي، چې هېواد يې يو نړيوال اتحاد جوړ کړی، څو د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د شخړو د هواري لپاره د دوو هېوادونو لايحې پلې کولو ته لاره جوړه شي.

د منځني ختيځ د وضعيت په اړه د قطر او ترکيې د مشرانو څرګندونې د سعودي د مشرانو تر څرګندونو لاجدي ښکاري.

د قطر امير په حساس وخت کې د ايران له ولسمشر سره وکتل، پر لبنان يې د اسرائيل پوځي عمليات په کلکو ټکو وغندل او له نړيوالې ټولنې څخه يې وغوښتل، چې اسرائيل د خپلو جرمونو حساب ته راکش کړي.

د ترکيې ولسمشر رجيب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو له عمومي اسمبلۍ څخه غښتي، چې پر اسرائيل د پوځي عملياتو مسوده وړاندې کړي او د امریکا د نوم له يادولو پرته یې وويل: (( د اسرائيلي ځواکونو لخوا ټولوژنې د نسلونو ترمنځ د نفرت دایمي تخمونه کرلي او ټول پلويان يې په دغه جرم کې ورسره شريک دي.))

د امريکا براوڼ پوهنتون د روانې مياشتې په اوومې نېټې یو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې امریکا د تېر کال د اکتوب له ۷ مې نېټې راهیسې له اسرائيل سره تر ۱۷،۹ مليارډو ډالرو زياتې پوځي مرستې کړي او د تاريخ نوی ريکاډ يې جوړ کړی دی.

امريکا د شخړو له ښکيلو خواوو د اوربند غوښتنه کوي، خو په ورته وخت کې له اسرائيل سره درندې پوځي مرستې کوي، چې دغه کړنې يې د پاليسيو رياکارانه او مزحرفه بڼه منعکسوي او په همدې وجه ایران له سعودي او قطر سره، چې پخواني سيالان پاتې شوي، ګډ نظرونه پیدا کړي او د ګډو ننګونو پر وړاندې د مقابلو لپاره د جوړجاړيو په لټه دي او د امريکا پر وړاندې دريدلي دي.

Previous Post

تېرو ۹ میاشتو کې ۱.۶ میلیونه ټنه تېل هېواد ته وارد شوي

Next Post

د چين او کلمبیا بهرنيو چارو وزيرانو سره ولیدل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د چين او کلمبیا بهرنيو چارو وزيرانو سره ولیدل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

روان کال د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۱۵.۴۲ سلنه لوړ شوی

روان کال د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۱۵.۴۲ سلنه لوړ شوی

فبروري 26, 2024
ډېپلومات مجله:د افغانستان او ازبکستان اړیکې به لوړې کچې ته ورسېږي

ډېپلومات مجله:د افغانستان او ازبکستان اړیکې به لوړې کچې ته ورسېږي

مارچ 27, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved