سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

ایا موخې مو خپلې دي؟

ژباړه: امان الله «حنیفي»

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 15, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
ایا موخې مو خپلې دي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

«هر کله چې فکر کوی، باوري اوسئ چې دا ستاسې خپل فکر دی؛ هرڅه چې غواړی، باوري اوسئ چې دا ستاسې خپله غوښتنه ده؛ هر څنګه احساس چې کوی، باوري اوسئ چې دا ستاسې خپل احساس دی.» تي. اس. الیوت

پلار یې غوښتل هرڅنګه چې وي هغه باید پولیس شي، پلار یې د هغه کوچني ښار د پولیسو رییس و چې هملته زیږېدلی و. مور یې بیا بېل نظر درلود، هغې غوښتل چې زوی یې نجار شي. مور یې فکر کاوه چې د زوی یې چندانې درس نه زده کېږي، نو ښه ده چې هغه د درس ویلو پر ځای یو بل کسب زده کړي. ارنولد یې د مور له غوښتنې سره سم، د دبیرستان د زده کړو تر څنګ، د نجارۍ اړوند په یو پروګرام کې هم ګډون کاوه، خو له دې کار سره یې هېڅ مینه نه وه.

دا دې چا موخه ده؟

ډېری ځوانان چې کله نوي ځوانۍ ته رسېږي، هغه چاپېریال او خلکو ته ورته کېږي چې پکې رالوی او ورسره لوی شوي دي. دوی نه پوهېږي چې د کوم کار په کولو کې له خپلو وړتیاوو ښه استفاده کولای شی. هغوی اصلاً پر دې نه پوهېږي چې کوم کار وکړي. هماغه دي چې دوی بیا د خپل مور او پلار او ملګرو خبرو ته غوږ نیسي او بیا پر هماغه لوري حرکت کوي چې هغه د نورو موخې او هیلې پالي. دا نه دې دوی هیلې دي او نه هم دوی په دې اړه کوم فکر کوي. اولادونه په لومړیو کې له خپل مور او پلار او هغه چاپېریال څخه الګو اخلي، چې دوی پکې اوسېږي. هغوی دا وخت کومه بله منبع نه لري چې دوی ترې اغېزمن شي.

سیسیل آزبورن په «د ځان د درک هنر» کتاب کې لیکي: «وړوکي او کم عمره ماشومان د خپل ځان په اړه روښانه لید نه لري، هغوی خپل ځان د مور او پلار د ارزونې په هنداره کې ګوري. هغه ماشوم ته چې په وار وار داسې خبرې کېږي چې ته بد هلک یې، ټنبل یې، بې عقل یې، بې شرمه یې، خجالت نه وباسې، بې لاس او بې پښو یې؛ بالاخره هغه هماغسې لویېږي څنګه چې تاسې ورته خطاب کوی.» له ډېری ځوانانو خپل ځان ورک وي، هغوی پر هېڅ نه پوهېږي، رښتیا اصلاً دوی نه پوهېږي چې څوک دي او چېرته غواړي چې لاړ شي. هغوی د دې لپاره چې نور یې په حق کې د رد او تایید ټاپه ووهي، د هغوی پر غوره شوو لارو حرکت کوي او د هغوی د موخو او هیلو تابعیت کوي.

«هرکله چې د یو کار او کسب په منځ کې د یو چا فکر بدلېږي، باوري اوسئ چې تر اوسه یې د نورو کسانو د موخو لپاره کار کاوه او خپله لار ترې ورکه وه.»

څومره کسان به د خپل مور او پلار په غوښتنو پوهنتونونو ته ځي؟ څومره کسانو به د دې لپاره چې مور یې ورڅخه خپه نه شي، د هغې په خوښه ودونه کړي وي؟ څومره کسانو به د یو خیالي فیلم په لیدو سره د ځان لپاره هماغسې انتخاب کړی وي؟ کله چې د یو کار او کسب په منځ کې د یو چا فکر بدلون کاوه، پوه شی چې هغوی تر اوسه د نورو د موخو لپاره کار کاوه او خپله لار ترې ورکه وه.

حتی ډېر زړه سواندي مور او پلار هم د خپلو اولادونو په حق کې همدا تېروتنه کوي. زه دا هرڅه د سر په سترګو منم، ځکه په اووه کلنۍ کې له ما سره هم همداسې شوي دي. مور او پلار مې داسې انګېرله چې زه د موسیقي په زده کولو کې ښه وړتیا لرم، ما ته یې پیانو اخیستې وه او د موسیقۍ په ټولګي کې یې راته نوملیکنه کړې وه. څو کاله مې د پيانو له زده کړې ښه خوند اخیست، خو یوازې د مور او پلارد خوشالۍ په خاطر مې دا کار کاوه.

مور او پلار مې داسې فکر کاوه چې زه د موسیقۍ په اړه پر ډېر څه پوهېږم، کله چې پنځم ټولګي ته لاړم، ترومپت(د موسیقۍ یوه آله) یې راته واخیست. دا وخت مې ښوونکي مور او پلار ته وویل چې ستاسې زوی د ترومپت زده کړې ته نه دی جوړ، همدا سبب و چې بالاخره یې راته کلارنیت(د موسیقۍ آله) واخیست. زموږ د اوسېدو په سیمه کې د کلارنیت مشهور غږوونکي سیرکل چې خلکو د تام تد لویس په نوم پېژانده، ژوند کاوه. ملګرو به مې راته ویل چې کېدای شي ته هم یوه ورځ تام تد لویس شې. ما ته به دا خبره له واقعیته ډېره لرې ښکارېده، ځکه د اصولو صنفي پر مهال مې دومره وړتیا نه درلوده، چې د کتار شوو څوکیو تر مخ له اکستر ډلې سره یو ځای کېنم. د کلارنیت په ټولګي تر ټولو ټنبل زده کوونکی زه وم، ان له هغه وخته مې زړه غوښتل چې باسکېټبال زده کړم. بالاخره مې مور او پلار ته وویل چې زه له موسیقۍ سره مینه نه لرم، غواړم چې ورزشکار شم. کله چې دوی د یوه موسیقي پوه په حیث زما له جوړېدو تېر شول، رښتیا چې هغه وخت زه ډ‌ېر خوشاله شوم. ما هم نوره د کلارنیت زده کړه پرېښوده او باسکېټبال مې شروع کړ.

ارنولد نه پوهېده چې څه کول غواړي، خو پر دې باوري و چې پولیس او نجار جوړېدل یې نه خوښېږي. هغه د خپل ځان لپاره یو پلان درلود، هغه یوازې همدومره پوهېده چې په دې دنیا کې هر کار چې کوي، باید چې ښه یې وکړي. هغه له ورزش سره مینه درلوده، خو د نوې ځوانۍ پر مهال یې دا مینه نه وه پیدا کړې. هغه پر له پسې بېلابېل ورزشونه وکړل، سوک وهنه یې وکړه، پهلواني یې وکړه، د بدن ښکلا ورزش یې وکړ او حتی داسې چې پنځه کاله یې فوټبال هم وکړ؛ خو بیا یې هم چندانې ښه پایله ورنه کړه. بالاخره یوه ورځ د فوټبال ټیم روزونکي له ټولو لوبغاړو وغوښتل چې د خپلو عضلاتو د قوي کولو لپاره په اونۍ کې یوه ورځ د وزن پورته کولو تمرین شروع کړي. دا په رښتیا هغه وخت و چې د ارنولد اصلي موخه هم پکې معلومه شوه.

ارنولد وايي: «کله چې په اوله ورځ د بدن ښکلا ورزش سالون ته لاړم، هېڅ وخت به مې هغه خاطره له یاده ونه وځي، ما له دې مخکې هېڅ وخت نه وو لیدلي چې وزن څنکه ښکته او پورته کېږي. هغه ورزشکاران چې په هغه سالون کې به یې وزن پورته کاوه، ډېر قوي او پياوړي راته ښکارېدل، ما هماغه ورځ هغه څه پيدا کړل چې غوښتل مې.»

ارنولد په څوارلس کلنۍ کې په هماغه سالون کې خپل ایډیال پيدا کړ. کله یې چې څو اونۍ وروسته په ویترین ورځپاڼه پلورنځۍ کې د ورزش مجله ولیده، لا یې ورته خپله موخه ښه واضح او څرګنده شوه. د مجلې پر مخ د هغه باډي بیلډر عکس چاپ و چې په هرکول فیلم کې یې کار کړی و. د ارنولد له دې وروسته هر څه ډېر ښه په ذهن کې پاتې دي. هغه وايي: «مجله مې واخیسته او له لوستو وروسته یې پوه شوم، چې هرکول د رګ پارک په نوم یو انګلیس کس دی. هغه د بدن ښکلا په سیالیو کې د نړۍ لومړی مقام ګټلی و او له هغه وروسته یې په سینما کې کار پيل کړی و. هغه له دې لارې د ګټلو پیسو په بدل کې یوه لویه ورزشګاه جوړه کړې وه.»

هغه وايي، دا ډېر ښه چانس و، ما دلته خپله الګو پيدا کړه، که هغه پر دې توانېدلی وی چې دا کار به کوي، ما هم کولای شوای. ما هم غوښتل چې د بدن ښکلا سیالیو یو وتلی لوبغاړی شم. په سینما کې کار کولو ته مې هم زړه کېده او غوښتل مې شتمن شم، هماغه وو چې خپلې موخې او هیلې مې پیدا کړې.

Previous Post

امریکا کې د کرونا له امله؛ تر ۱.۷ میلیون د ډېرو کسانو د مرګ وړاندوینه شوې

Next Post

د حکومت بې پروايي او کرونا؛ د هرات والي: که د حکومت بې پروايي دوام وکړي، ستر ناورین به رامنځ ته شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د حکومت بې پروايي او کرونا؛  د هرات والي: که د حکومت بې پروايي دوام وکړي، ستر ناورین به رامنځ ته شي

د حکومت بې پروايي او کرونا؛ د هرات والي: که د حکومت بې پروايي دوام وکړي، ستر ناورین به رامنځ ته شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

مایکروسافټ زده‌کوونکو ته مناسب لپ‌ټاپ وړاندې کړ

مایکروسافټ زده‌کوونکو ته مناسب لپ‌ټاپ وړاندې کړ

اکتوبر 12, 2020
شیاومي خپل تر ټولو پیاوړی ځیرک موبایل معرفي کړ

شیاومي خپل تر ټولو پیاوړی ځیرک موبایل معرفي کړ

جنوري 5, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved