ایران هرمز تنګي ته نږدې یوه بار وړونکې بېړۍ نیولې ده. دا بېړۍ چې د پرتګال بیرغ پرې لګول شوی و، د زودیاک بېړۍ چلولو اړوند شرکت ده. د چورلکې په واسطه بېړۍ ته ایراني ځواکونو د ننوتلو یوه ویډیو خپره شوې ده. د زودیاک یوه ویاند وویل چې په بېړۍ کې د عملې ۲۵ غړي وو او د دوی او کښتۍ د بېرته راستنولو لپاره هڅې پیل شوې دي. ایرنا خبري آژانس د دغې بېړۍ نیول تایید کړي او هغه یې له اسراییلو سره تړلې بللې ده. دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو او له اسراییلو د ایران د غچ اخیستنې د احتمال په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.











