د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو تن لوړپوړي چارواکي سید رسول موسوي ویلي چې که چېرته اروپایي ټولنه د افغان سولې لپاره کوم اقدام کوي نو نن دې لاس په کار شي ځکه د نوموړي په وینا بیا به ناوخته وي او وروسته به پښېماني هم هیڅ ګټه ونه لري. موسوي ویلي چې ده دا څرګندونې په تهران کې د اروپایي ټولنې د استازولۍ له چارواکو سره په لیدنه کې کړې دي. هغه ټینګار کړی دی چې وخت په ډېر سرعت د له لاسه وتو په حال کې دی او که چېرته اروپایي ټولنه کوم اقدام کوي نو باید د افغانستان د نورو سیمو تر سقوط مخکې یې وکړي. هغه دغه راز پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی دی چې نور دې په خپلو منځو کې جګړه پای ته ورسوي او خپلې ستونزې دې د خبرو اترو له لارې حل کړي.












