په ایران کې د امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شوی، بلخوا پارېدلو لاریون کوونکو د ایران د اسلامي انقلاب د بنسټګر ایت الله خميني کور سوځولی دی. په ایران کې له تېرو درېيو مياشتو راهیسې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه وروسته له هغه پیل شوي چې د مهسا اميني په نامه يوه مدني فعاله پېغله د امنيتي ځواکونو په زندان کې په مرموز ډول ووژل شوه. د ايراني حکومت مشران روان لاریونونه بلوا بولي او په داسې حال کې چې امنيتي ځواکونه يې د ځپلو هڅه کوي، له پیله يې تر اوسه د ۵۶ ماشومانو په ګډون ۳۶۲ کسان وژل شوي او ۱۶ زره نور نيول شوي دي. د ایران د بشري حقونو بنسټونه چې په اروپا کې مېشت دي، ويلي چې په تېرو درپیو میاشتو کې د امنيتي ځواکونو لخوا تر اوسه شاوخوا ۳۷۰ لاريون کوونکي وژل شوي او ۱۶ زره نور نيول شوي دي.












