سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

بامیان: د سیاحت د ودې لپاره اړتیاوې او فرصتونه

لیکنه: نوید عمر

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 23, 2024
in ليکنې او تحلیلونه
0
بامیان: د سیاحت د ودې لپاره اړتیاوې او فرصتونه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

بامیان د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په دې وروستیو کې یې د نړیوالو سیلانیانو پام ځان ته را اړولی دی. دا ولایت، چې د خپلو تاریخي او فرهنګي میراثونو له امله شهرت لري، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سیلانیان راجلبوي. په وروستیو کلونو کې، افغانستان نسبي امن ترلاسه کړی او اوس د نړۍ د سیلانیانو لپاره یو زړه راښکونکی ځای دی. دا وضعیت، چې په افغانستان کې یې یوه بې مخینې مرحله پیل کړې، د هیواد په تاریخ کې یو نوې فصل پرانیزي.

بامیان، په ځانګړي ډول د بودا مجسمو او بند امیر د طبیعي پارک له امله شهرت لري، چې دا ځایونه په خپل ځان کې د نړیوالو لپاره د حیرانتیا او راښکون لامل ګرځي. هر کال په زرګونو سیلانیان دې ځایونو ته راځي تر څو د بامیانو ښکلا او فرهنګي میراثونه وګوري. په دې توګه، بامیان کولای شي د افغانستان د سیاحت په برخه کې یو مهم رول ولوبوي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

خو ددې ټولو ښو خبرونو سره سره، بامیان جدي پاملرنې ته اړتیا لري ترڅو لا زیات سیلانیان دې سیمې ته راجلب شي. په بامیانو کې معیاري هوټلونه ډېر کم یا د ګوتو په شمار دي. دا هوټلونه د سیلانیانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره کافي نه دي او د سیلانیانو د زیاتېدونکي شمېر سره سم، دې برخه کې باید پانګونه زیاته شي. معیاري هوټلونه کولای شي سیلانیانو ته د استوګنې اسانتیاوې برابرې کړي او سفر یې له خاطرو ډک کړي.

په بامیانو کې د هوټلونو او رستورانتونو د نشتوالي تر څنګ، د پاکۍ او خوندیتوب ستونزې هم موجودې دي. ډېری محلي رستورانتونه د پاکۍ او خوندیتوب معیارونه نه پوره کوي، چې دا مسئله د سیلانیانو لپاره یو جدي خنډ ګرځي. د حکومت او خصوصي سکتور لپاره اړینه ده چې په دې برخه کې پانګونه وکړي او معیاري رستورانتونه جوړ کړي. په دې رستورانتونو کې باید د محلي خوراکونو ترڅنګ، د نړیوالو خوراکونو اسانتیاوې هم برابرې شي ترڅو سیلانیان له خوراکونو هم خوند واخلي.

بامیان د خپلو سنتي بازارونو له امله هم مشهور دی، خو دې برخه کې هم پرمختګ ته اړتیا ده. سنتي بازارونه باید زیات شي او د سیلانیانو لپاره لا جذاب شي. دا بازارونه کولای شي سیلانیانو ته د محلي محصولات او لاسي صنایعو نندارتونونه وړاندې کړي، چې په نتیجه کې به د محلي اقتصاد وده وکړي.

د بامیانو سیمه یوازې د تاریخي او فرهنګي میراثونو له امله نه ده مشهوره، بلکې دا سیمه د ښکلي طبیعت او غرونو له امله هم ځانګړې ده. بامیان کولای شي د طبیعت مینه‌والو لپاره یو مهم ځای وي، چې په دې ځای کې کولای شي د غرونو په لمنو کې وګرځي، د ځنګلونو او آبشارونو ننداره وکړي او د طبیعت ښکلا وویني.

په ټوله کې، د بامیانو د پرمختګ لپاره حکومت جدي اقداماتو ته اړتیا لري. حکومت باید په بامیانو کې د سیاحت د پراختیا لپاره ځانګړې تګلارې جوړې کړي او په دې برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. د حکومت ترڅنګ، خصوصي سکتور هم باید په سیاحتي برخه کې پانګونه وکړي او ټول هغه سهولتونه په بامیانو کې برابر کړي چې کورني او بهرني سیلانیان ورته اړتیا لري. دا اقدامات به نه یوازې د بامیانو سیمه پرمختللې کړي، بلکې د افغانستان د اقتصادي وده لپاره به هم مهم رول ولوبوي.

دا یو طلايي فرصت دی چې افغانستان د بامیانو په شان سیمو ته پاملرنه وکړي او د سیاحت په برخه کې نړیوال معیارونه پلي کړي. په دې توګه به افغانستان وکولای شي چې د نړۍ په سیاحتي نقشه کې یو مهم ځای ولري او د خپلو فرهنګي او تاریخي میراثونو په ساتنه کې بریالی وي. په پایله کې نه یوازې د هېواد اقتصاد ته ګټه ورسوي، بلکې د افغانستان د مثبت تصویر په وړاندې کولو کې هم مرسته وکړي.

په پای کې، باید وویل شي چې د بامیانو پرمختګ یوازې د حکومت او خصوصي سکتور په ګډو هڅو پورې تړلی دی. که موږ غواړو چې بامیان د سیاحت په برخه کې یو نړیوال ځای شي، نو باید ټولې اړوندې برخې په ګډه کار وکړي او د بامیانو پرمختګ لپاره جدي او دوامداره هڅې وکړي. د بامیانو پرمختګ به د افغانستان د راتلونکې لپاره یو مثبت ګام وي چې نه یوازې د سیمې خلکو ته به اقتصادي فرصتونه برابر کړي، بلکې د هیواد نړیوال حیثیت به هم لوړ کړي.

Previous Post

کابل کې ۳۲۵ جریبه ځمکه له غصب راګرځول شوې

Next Post

له ایران اوپاکستانه سلګونه نور افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
له ایران اوپاکستانه سلګونه نور افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

له ایران اوپاکستانه سلګونه نور افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ملګري ملتونه: د خبرو د بیا پیلېدو لپاره دې هڅې ډېرې شي

ملګري ملتونه: د خبرو د بیا پیلېدو لپاره دې هڅې ډېرې شي

جولای 4, 2021
د بواو اسيايي فورم د ۲۰۲۵م کال غونډې پرانيستې مراسم تر سره شول

د بواو اسيايي فورم د ۲۰۲۵م کال غونډې پرانيستې مراسم تر سره شول

مارچ 27, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved