سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړۍ

بایډن: د ناوالني مړینه به د روسیې او ټولې نړۍ اړیکې زیانمنې کړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 16, 2021
in نړۍ
0
بایډن: د ناوالني مړینه به د روسیې او ټولې نړۍ اړیکې زیانمنې کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا ولسمشر جوبایډن روسیې ته خبرداری ورکړی، که ناوالني په زنداني حالت کې مړ شي، د روسیې او ټولې نړۍ ترمنځ اړیکو ته به سخت زیان ورسوي. کله چې په بروکسل کې د ناټو په مرکزي دفتر کې د خبري کنفرانس پر مهال د امریکا له ولسمشر جو بایډنه د روسیې د حکومت د سرسخته منتقد الکسي ناوالني د احتمالي مړینې په اړه پوښتنه وشوه، نوموړي یې په ځواب کې وویل: «که ناوالني مړ شي، دا به له روسیې سره د امریکا او ټولې نړۍ اړیکو ته زیان ورسوي».

بایډن په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې که ناوالني مړ شي، دا به نور هم وښيي چې روسیه اساسي بشري حقونو ته درناوی نه لري او دا به یوه لویه غمیزه وي. دا په داسې حال کې ده چې تېرکال پر الکسي ناوالني د زهرو حمله شوې وه او د ده ملاتړو ویلي چې پوتین د دې حملې امر کړی و.

You might also like

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو

پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی

امریکا او سعودي عربستان د سوله‌ییز اټومي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

نوموړي دغه راز د روان کال په اپرېل میاشت کې د ۲۴ ورځو لپاره د نه خوړلو اعتصاب پیل کړ، خو اندېښنې زیاتې شوې چې دی به له لوږې مړ شي؛ ځکه ناوالني یو ځل ویلي وو، چې دی داسې ښکاري لکه یوازې هډوکي چې ورپاتې وي.

نوموړي دغه راز د اپرېل په ۲۳مه خپل اعتصاب پای ته ورساوه او تېره اونۍ د زندان له روغتونه بېرته په بند کې خپلې خونې ته انتقال کړای شو. وړمه ورځ د خبري کنفرانس پرمهال د امریکا له ولسمشر جوبایډنه له پوتین سره د جنیوا د جون د ۱۶مې د سرمشریزې په اړه پوښتنه وشوه، خو بایډن يې په اړه مفصل ځواب ورنه کړ، خو نوموړي زیاته کړه چې له پوتین سره به د توافق برخې لټوي او په همدې حال کې به د امریکا او یاد هېواد د متحدینو پر وړاندې د روسیې د مخالفتونو په اړه خبرداری ورکړي.

بایډن زیاته کړه: «زه به ولسمشر پوتین ته روښانه کړم چې داسې موارد شته چې موږ پکې له یو بل سره همکاري کولای شو، که دی وغواړي او که ونه غواړي چې همکاري وکړي او د سایبري امنیت او نورو برخو په اړه داسې چلند وکړي، لکه پخوا چې یې کړی، موږ به هم ورته غبرګون ښيو.»

بایډن، پوتین یو هوښیار او وړ مخالف وباله، خو ويې ویل چې دی به د غونډې هر ډول پایله لومړی ارزوي بیا به ورباندې باور کوي. د هغه په خبره، د ناټو هېوادونو مشرانو هم ترې مننه کړې چې له پوتین سره یې غونډه تنظیم کړه.

Previous Post

د شیاومي د چټک چارجولو ټکنالوژي

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو
نړیوال خبرونه

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو

by Spogmai Radio
جولای 28, 2026
پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی
نړۍ

پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی

by Spogmai Radio
جولای 27, 2026
امریکا او سعودي عربستان د سوله‌ییز اټومي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه
نړۍ

امریکا او سعودي عربستان د سوله‌ییز اټومي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

by Spogmai Radio
جولای 23, 2026
ټرمپ: په هرمز تنګي کې د ایران هر برید به له پوځي ځواب سره مخ شي
نړۍ

ټرمپ: په هرمز تنګي کې د ایران هر برید به له پوځي ځواب سره مخ شي

by Spogmai Radio
جولای 23, 2026
پېنټاګون؛ اردن کې د وژل شویو ۲ امریکايي سرتېرو هویت خپور کړی
نړۍ

پېنټاګون؛ اردن کې د وژل شویو ۲ امریکايي سرتېرو هویت خپور کړی

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
Next Post
ناټو: له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو 

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

یونیسف: سرپرست حکومت ته د تعليمي پروژو د لېږد پر مهالوېش خبرې کوو

یونیسف: سرپرست حکومت ته د تعليمي پروژو د لېږد پر مهالوېش خبرې کوو

جون 16, 2023
ډونالډ ټرمپ: د افغانستان تېره نولس کلنه جګړه بې مانا او مسخره وه

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

اکتوبر 27, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ