چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home کتاب

بریالی فکر او عمل

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 7, 2021
in کتاب
0
بریالی فکر او عمل
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

«بریالی فکر او عمل» د سټیوهاروې کتاب دی، چې تازه پښتو ته ډېوې وردګ ژباړلی او همدا پښتو بڼه یې په ۱۶۶ مخونو کې راټوله شوې ده. د کتاب لومړۍ برخه په دې اړه ده چې په اوسنیو شرایطو کې څنګه واقعبین اوسېدای شو. باید له ځان سره په قاطع توګه رښتیني و اوسو، څو خپله وېره او محدودیتونه له ځان لرې وغورځوو، له مخې مو خنډونه لرې او له ژوند څخه پوره خوند واخلو.

دویمه برخه ستاسو مرستې ته را دانګي، څو خپلې وړتیاوې او استعدادونه مو وپېژنی. کله مو چې خپلې وړتیاوې او استعدادونه وپېژندل؛ نو له دغو وړتیاوو سره سم تاسو ته مناسب وسایل وړاندې کوي، څو په ژوند کې کار ترې واخلی او خپل ژوند مو بدل کړی. دا بیا هغه وخت دی چې تاسو هماغه کار چې مینه ورسره لری او خوند درکوي، تر سره یې کړئ. کله چې په خوښۍ او مینه کار وکړی؛ نو همدلته ده چې ستاسو په ژوند کې مثبت بدلونونه رامنځ ته کېږي.

You might also like

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

لومړنی بدلون ستاسو په داخل کې تر سره کېږي. تاسو له ځانه وړانګې خپروی، چې د یوه مقناطیس په څېر نور بریالي او روڼ اندي کسان ستاسو خوا ته را جذبوي. تاسو د یوه بریالي تفکر قلمرو ته دننه کېږی.

وروسته  له دې چې ستاسو وړتیاوې او استعدادونه په یوه مناسب مرکب سره سمبال شي، باید په خپل تخصصي جوړښت ګوتې ووهئ، منظم او جوړ یې کړئ، څو ښې لاسته راوړنې ولری.

درېیمه برخه د وړتیاوو د زیاتولو ځینې لارې او طریقې وړاندې کوي. په دغه څپرکي کې ستاسو د وړتیاوو او مهارتونو د ودې او تقویې لپاره مهم او ارزښتمن توکي او معلومات وړاندې شوي دي. په دغو معلوماتو کې د موخې د ټاکلو او همدارنګه ستاسو له وړتیاوو سره د موخې د اړیکې او تړاو په اړه ځينې سپارښتنې شاملې دي. دا علمي سپارښتنې په اصل کې هغه څه دي، چې ډېر ژر یې په خپل ژوند کې عملي او تر سره کولای شی. ښايي د وړتیاوو پېژندل او په اړه یې لاس پکارېدل، سملاسي ستاسو ژوند بدل نه کړي؛ خو لږترلږه ستاسو دغو ړتیاوو ته مانا او مفهوم وربښلای شي.

د کتاب لیکوال وايي: یو ځل بیا یادونه کوم، که دا قدرت او جرئت پيدا کړی چې خپلې کړنې صادقانه او بې زړه سویه و ارزوی؛ نو پوه شی چې د بریالیتوب اصلي کیلي مو پیدا کړې ده. دا برخه د وخت د ارزښت په اړه غږېږي. په دغه برخه کې به د ځینو موضوعاتو؛ لکه: د «نه» ویلو قدرت، د «نه» اورېدلو قدرت، د غوښتلو د جرئت او شک ختمولو په اړه تاسې ته اغېزمنې لارې وښیي. همدارنګه پر دې موضوع به هم وغږېږو، چې دا اړینه نه ده، هرڅوک چې دې څنګ ته راځي، درسره پاتې دې هم شي او ان تر مقصده دې درسره وي.

«د بریالي فکر او عمل» کتاب په انګېزه‌ بښونکو خبرو پای ته رسېږي، څو تاسو راوپاروي چې خپله پوهه او وړتیاوې له نورو سره شریکې کړی. دا برخه پر دریو اړینو موضوعاتو ولاړه ده: د ځان پرمختګ او له بریالیو کسانو څخه د کرکې حس له منځه وړل، له یوه متوازن ژوند څخه د برخمن کېدو اساسي ټکي موندل او درېیم دا چې نورو ته اجازه ورکړو، څو زموږ له وړتیاوو ګټه واخلي.

د لیکوال په خبره، دا کتاب مې د دې لپاره نه دی لیکلی چې ویې لولی، په یوه ګوښه کې یې کېږدی او هېر یې کړی. اړینه دا ده چې سملاسي لاس پکار شئ. په دغه کتاب کې مې ځینې تمرینونه هم را اخیستي، څو د هغو پر اساس خپل افکار، هڅه او الهامونه ولیکئ. تاسو به د لیکلو د تمرین په وسیله د خپل بریالیتوب علمي نقشه انځور کړئ، چې دا وخت بیا کولای شی لکه څرنګه چې د خپلو وړتیاوو او استعدادونو رمزونه پرانیزی، همداسې پر دغه نقشې هم تکیه وکړئ او له همدې نقشې څخه په استفادې پرمخ ولاړ شی.

مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

Previous Post

سامسُنګ پر دوه ځایه قاتېدونکي ځیرک موبایل کار کوي

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو
کتاب

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
فبروري 21, 2026
«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو
کتاب

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

by Spogmai Radio
جنوري 24, 2026
عثماني خلافت کتاب چاپ شو
کتاب

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
دسمبر 6, 2025
کتاب

د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2025
«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو
کتاب

«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2025
Next Post
افغان حکومت له یوې واحدې طرحې سره د ترکیې په غونډه کې ګډون کوي

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

افغان سوداګر: د کنګل شویو پیسو له امله مو ستونزې زیاتې شوې دي

افغان سوداګر: د کنګل شویو پیسو له امله مو ستونزې زیاتې شوې دي

جون 4, 2022
چين: د پروټېکشنيزم کړنې به ګټور فرصتونه زيانمن کړي

چين: د پروټېکشنيزم کړنې به ګټور فرصتونه زيانمن کړي

اگست 27, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved