چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

بریا ته د رسېدو لپاره څلور اساسي اصول

ژباړه: صفي الله پادشاه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 11, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
بریا ته د رسېدو لپاره څلور اساسي اصول
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

 موږ ټول په خپل ژوند کې د کوچنیو او لویو بریاوو د تر لاسه کولو په هڅه کې یو، خو کله چې د عمل ډګر ته دننه کېږو، له خپلو ډېرو هڅو سره سره بیا هم بریا ته نه رسېږو او هغه د چا خبره بریالیتوب را څخه ځان پټوي. پوهېږی ولې؟ بریالیتوب له موږ څخه ځان نه پټوي، بلکې موږ یې په لوی لاس یې له ځانه لرې کوو، ځکه هغه اصول چې موږ بریا ته رسوي، نه مراعاتوو.

دغه مقاله تر پایه ولولئ څو پوه شی چې بریا ته د رسېدلو یاد اصول کوم دي.

په نننۍ نړۍ کې چې له ډېرو کاري سیالیو څخه ډکه ده، یوازې ستاسو هڅې کولای شي تاسو خپلو موخو ته ورسوي. له بلې خوا، کله چې ډېرې هڅې کوو، په ژوند کې مو د لا ډېر مثبت‌والي احساس کوو او ذهن مو ارامېږي، ځکه لږ تر لږه پر دې پوهېږو چې خپلې هڅې مو کړې دي، ان که پایلې یې زموږ له خوښې سره سمې هم نه وي.

په حقیقت کې کله چې تاسو له دمې پرته هڅو کولو ته دوام ورکوی، ښايي په پيل کې هر څه ستاسو د خوښې خلاف وي او راتلونکی درته له خنډونو ډک ښکاره شي، خو اندېښنه مه کوئ؛ ځکه دغه وضعیت ډېر دوام نه کوي. هر خنډ او ستونزه د بې پایه هڅو په پایله کې له منځه ځي او په پای کې د بریالیتوب روښنایي پر تاسو وزرې غوړوي.

که چېرې تاسو هم غواړی د هغو کسانو له ډلې و اوسئ چې له حده زیات خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هڅې کوي، نو چمتو اوسئ څو هغه څلور اصول چې په رعایت کولو سره یې غوره پایلې لاسته راوړی، زده کړئ.

لومړی اصل: د لویو بریاوو لپاره خپلې هڅې یاداښت کړئ

ډېری خلک له لږو هڅو او بریا ته له رسېدو مخکې له هر څه لاس اخلي. هغوی ستړي کېږي او فکر کوي چې هېڅ پایله به لاسته را نه وړي. هیله ده تاسو له دې ډلې کسانو څخه ونه اوسئ.

ښکاره ده چې د یو لوی کار تر سره کول وخت غواړي او ډېر کله ستړی کوونکی وي. نو د دې لپاره چې په خپل مسیر کې پاتې شو، باید خپل ځان ته تلپاتې انرژي ورکړو.

همدا اوس خپل قلم او کاغذ را واخلئ او خپلې هغه هڅې نوټ کړئ چې تر دې دمه مو تر سره کړې دي. هیله ده خپلې قربانۍ او سختۍ هم له قلمه مه غورځوئ او هغه هم درسره ولیکئ. له هغه وروسته هغوی د خپلې کاري خونې په بېلابېلو اړخونو کې پر دېوال کلکې کړئ .

کله چې تاسو په ورځني ډول هغوی ته وګورئ، نو دا چې دومره مثبت کارونه مو تر سره کړي، ښکاره ده چې خوشاله کېږی. ان هغه وخت چې روحیه او انګېزه نه لری او غواړی له یوه کاره لاس واخلی، خپلو هغو هڅو ته په کتو چې د همدې کارونو لپاره مو کړې دي، هرو مرو د ماتې له منلو څخه ډډه کوی.

هغه مقدار پيسې چې د خپل کار لپاره مو مصرف کړې دي، په لوی قلم سره پر کاغذ ولیکئ او پر مخامخ دېوال یې نصب کړئ؛ څو پوه شئ چې له کاره لاس اخیستل درته څومره ګران تمامېږي. له هغه وروسته د خپلو ټولو تر سره کړو هڅو لپاره منندوی اوسئ. د خپلو هڅو لپاره په ورځني ډول له ځانه منندوی اوسېدل اغېزناکې پایلې لري. باور پرې ولرئ.

جېم ران وایي، د هرې منظمې هڅې لپاره، یو نه؛ بلکې څو لوی امتیازونه شته.

دویم اصل: خپلې لویې موخې ته د رسېدو لپاره د ورځنیو کارونو لپاره مهالوېش ولرئ

کله چې موږ غواړو په موټر کې کوم نابلده ځای ته لاړ شو، هرو مرو له یوې نقشې یا جي پي اېس لارښود څخه ګټه اخلو او یا یې هم په اړه له کوم چا پوښتنه کوو. دا هر څه د دې لپاره کوو څو لږ تر لږه ورک نه شو.

اوس ستاسو په نظر، لویو موخو ته د رسېدو لپاره، ایا د ډېرو نابلده لارو په منځ کې د لارې نقشې او لارښود ته اړتیا نه لرو؟ تاسو باید څو نقشې ولرئ. یوه ټولیزه نقشه، یوه منځمهاله نقشه او یوه هم ورځنۍ نقشه. دغه وروستۍ ټاکنه په حقیقت کې تر ټولو مهمه ده او هغه څه دي چې ستاسو راتلونکی جوړوي. البته په دې شرط چې که راتلونکی مو په بشپړه توګه درته مهم وي.

تل یوه ورځ مخکې د خپلو یادښتونو په کتابچه کې له ځان سره ولیکئ چې تمه ده راتلونکې ورځ کوم کارونه تر سره کړی. له هغه وروسته د ورځې په پای کې خپلو یادښتونو ته وګورئ چې کوم کارونه مو تر سره کړي دي او کوم کارونه در څخه پاتې دي.

د خپلو کارونو د نه تر سره کولو دلیلونه مو و ارزوئ. هره شپه خپل پلان و ارزوئ او هڅه وکړئ چې د راتلونکې ورځې لپاره لا ښه او بشپړ پلان ترتیب کړئ. کوچنۍ ورځنۍ موخې له پامه مه غورځوئ، همدا کوچنۍ موخې دي چې ستاسو د ژوند لویې موخې جوړوي.

توماس جیفرسون وایي، زه له «چانس او بخت» څخه پر «پر ځان باور» باندې ډېر اعتماد لرم؛ خو پر سختو هڅو کولو باندې له دې دواړو څخه ډېر باور لرم.

درېیم اصل: د خپلو موخو په ټاکلو کې دقت وکړئ او موخې مو پر کوچنیو برخو ووېشئ

کله مو چې د کاغذ پر مخ خپله موخه ولیکله، اوس نو د منفي او مثبتو اړخونو د لېست کولو وخت دی. په لېست کې مو هغه ټکي ولیکئ چې یادې موخې ته د رسېدو لپاره کومې وړتیاوې لری. په لېست کې مو همدا راز هغه ستونزې او نیمګړتیاوې هم ولیکئ چې موخې ته مو د رسېدو خنډ ګرځي. وروسته خپله موخه پر څو کوچنیو برخو ووېشئ.

د بېلګې په توګه، که ستاسو د ژوند لویه موخه په المپیک کې اتلولي ګټل دي، باید خپله موخه پر کوچنیو برخو ووېشئ. لومړی په هېواد کې اتلولي، دویم په اسیا کې اتلولي، درېیم په نړۍ کې اتلولي او په پای کې هم په المپیک کې اتلولي تر لاسه کول.

هر څه مرحله په مرحله مخکې ځي، تاسو نشئ کولای چې په یو ځل سره خپلې اصلي موخې ته ورسېږی. پام مو وي چې موخې ته د رسېدو لپاره باید خپله روغتیا، خوښۍ او یا خپله کورنۍ قرباني نه کړئ؛ ځکه که په دې ډول بریا ته ورسېږی، پوه به شئ چې هر څه مو له لاسه ورکړي دي. نور به نو هېڅ خوشاله ونه اوسئ. دا سمه ده چې موخې ته د رسېدو په لاره کې له ستونزو سره مخ یاست؛ خو یادې ستونزې باید دومره لویې نه وي چې تاسو له منځه یوسي.

هغه موخه چې ستاسو اصلي خوښۍ درڅخه اخلي او له منځه یې وړي، ستاسو موخه نه ده؛ بلکې تاسو د هغې موخه یاست.

څلورم اصل: تر څنګ مو یو څوک ولرئ، یو پیاوړی ټیم اوسئ

هېڅکله د ژوند پر سیند باندې په یوازې توګه مه ورګډېږئ، په ځانګړې توګه د کاروبار پر سیند باندې چې تل له توپانونو سره مخ دی. تقریباً ویلای شو چې هېڅ انسان په یوازې توګه په خپل کار کې نشي بریالی کېدای، ان د انفرادي ورزشي رشتو ورزشکاران هم د مربیانو او ملاتړو کسانو یو ټیم له ځان سره درلودلی دی، چې د هغوی په بریالیتوب کې د پام وړ رول لوبوي.

د ځان لپاره یو ګټور، غوره او هڅاند ټیم جوړ کړئ. هغه ټیم چې تر هر څه مهم، ګډې موخې ته د رسېدو لپاره انګېزه ولري. د خپل ټیم غړي د غوره فکتورونو پر بنسټ وټاکئ، نه دا چې یوازې مو له ملګرو او خپلوانو څخه وي. په دې صورت کې کله چې تاسو له خپل مسیر څخه د منحرف کېدو او یا ان ناهیلي کېدو په حال کې یاست، تر شا مو یو پیاوړی ټیم شته چې ستاسو لاس نیسي او تاسو یو ځل بیا خپل اصلي مسیر ته را ګرځوي.

په پای کې، که چېرې تاسو تر ننه ډېر کله خپل ځان ته موخې ټاکلې وي، خو هغوی ته پر رسېدو نه یاست توانېدلي، پوه شئ چې دا یوه طبیعي پېښه ده. له همدې نن څخه یو ځل بیا لاس پکار شئ. البته په لومړیو کې خپلو تېرو تجربو ته په کتو پیل وکړئ او وګورئ چې کومې داسې تېروتنې او نیمګړتیاوې مو درلودې چې د دې لامل شوې څو تاسو بریا ته ونه رسېږی. هغوی په ښه توګه تحلیل او تجزیه کړئ، له هغوی وروسته د ویل شوو اصولو پر بنسټ ځانته نوی مسیر او موخه وټاکئ، خپل کار پیل کړئ او له هېڅ شي څخه وېره مه لرئ.

په یاد ولرئ چې د پورته یادو شوو اصولو په رعایت کولو، له ستونزو سره د مقابلې کولو په سیالۍ کې تاسو سل په سلو کې ګټونکي یاست…

Previous Post

تېر ۲۴ ساعته؛ هېواد کې د کرونا تر ټولو کمې ۲۷۸پېښې ثبت شوې

Next Post

هغه ماسک چې ٪۹۹ میکروبونه فلتر کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
هغه ماسک چې ٪۹۹ میکروبونه فلتر کوي

هغه ماسک چې ٪۹۹ میکروبونه فلتر کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

حوثي یاغیانو پر سعودي د توغندیو او ډرون بریدونه کړي

حوثي یاغیانو پر سعودي د توغندیو او ډرون بریدونه کړي

مارچ 8, 2021
بېجینګ؛ په ډیجیټلي ځیرکتیا کې د ښځو او نجونو د لاسته راوړنو  نندارتون جوړ شو

بېجینګ؛ په ډیجیټلي ځیرکتیا کې د ښځو او نجونو د لاسته راوړنو نندارتون جوړ شو

اکتوبر 15, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved