د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې هېواد ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا د دغه هېواد په خاوره کې د تخنیکي ستونزې له امله پرې شوې ده. دغه شرکت ویلي، د ستونزې له امله د بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات او سمنګان ولایتونو برېښنا اغېزمنه شوې ده. د برېښنا شرکت په خبره، د ستونزې د ژر هواري لپاره له ترکمنستان سره همغږي روانه ده او له ازبکستان سره هم خبرې شوې، څو د بدیلې برېښنا له لارې ځینو ولایتونو ته برېښنا ورکړل شي. افغانستان د خپلې اړتیا وړ ډېره برېښنا له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ترکمنستان، ازبکستان او ایران څخه واردوي.














