په بلوچستان کې د سیلابونو له امله د وژل شوو کسانو شمېر ۱۲۷ ته لوړ شوی دی. د راپورونو له مخې په تېرو څو ورځو کې په پرله پسې توګه په بلوچستان کې سخت ورښتونه روان دي چې له امله یې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
په دې پېښو کې ټولټال ۱۲۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. په همدې لړ کې د پاکستان لومړی وزیر بلوچستان ته تللی و او هلته یې له سیلاب ځپلو سره له نږدې لیدلي دي. نوموړي په دې لیدنه کې د مرستو او تاسیساتو د جوړولو ژمنه کړې ده.












