د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن منځني ختیځ ته په خپل سفر کې مصر ته رسېدلی دی. هغه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، مصر ته په سفر کې هڅه کوي چې له دغه هېواد سره خپلې اړیکې ټینګې وساتي. په پام کې ده چې نوموړی به نن بیت المقدس ته هم سفر ولري. ویل کېږي چې انتوني بلېنکن به په دغه سفر کې د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو او د فلسطین له مشر محمود عباس سره په خبرو کې د تاوتریخوالي په کمولو ټینګار وکړي.












