چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

بهرني شرکتونو د چين په بازار کې د پراخ ګډون لېوالتيا ښودلې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 14, 2025
in نړیوال خبرونه
0
بهرني شرکتونو د چين په بازار کې د پراخ ګډون لېوالتيا ښودلې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ۲۰۲۵م کال د بېجينګ د مرکزي سوداګريزې سيمې (CBD:Central Business District) فورم کلنۍ غونډه د جون په ۱۳مه نېټه پای ته ورسېده. په برېټانيا کې  د چين د سوداګريزو چارو ټولنې مشاور او د برېټانيې او چين د سوداګريزو چارو د پرمختګ مرکز رئيس جان مکلين (John Mclean) خبريال ته وويل، چې د چين پراخ بازار له فرصتونو څخه ډک دی، او موږ بايد په دې بازار کې خپل ځای ولرو. د مکلين په اند، د نړيوالې ترينګلتيا او ناثابتوالي په حال کې د چين د پرمختګ راتلونکی او پرانيستي او دوستانه چاپېريال د برېټانيې او حتې ټولې نړۍ تصديو ته فرصتونه رسوي.

د بېجينګ CBDفورم له ۲۰۰۰م کال څخه تر اوسه پورې ترسره شوی او په روان کال کې د نړۍ څه دپاسه څلوېښتو هېوادونو او سيمو له ۶۰۰۰تنو زيات د سياست او سوداګرۍ استازو په کې ګډون درلود. په دغه غونډه کې برخوالو استازو په دريو ورځو کې د نړيوالو خبرو او په ګډه د پرمختګ لټول په عنوان د نظريو تبادلې کړې او په اقتصادي او تجارتي چارو کې د نړيوالې همکارۍ په هکله يې بحثونه کړي. په دې لړ کې د چين د پرمختګ فرصتونو شريکول د بېلابېلو خواوو د پاملرنې وړ موضوع ګرځېدلې ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د دغې غونډې په موده کې ګڼ شمېر مېلمنو وويل، چې په چين کې د لويې پيمانې بازار شته، له سوداګريزو چارو څخه د حکومت ملاتړ موږ ته باور راوړي، د چين د نوښت توان په ټوله نړۍ کې مخکښ دی. د دوی په اند، د چين اقتصاد نه يوازې قوي انعطاف، بلکې د پرمختګ نوی توان هم لري. په ځانګړې توګه د چين حکومت د نوي باکيفيته توليدي ځواک پرمختګ چټکوي چې په دغه هېواد کې بهرنيو تصديو ته د پرمختګ نوی انجن برابروي.

د سويس د سيډروس (Cedrus) شرکت رئيس راني جارکاس (Rani Jarkas) وويل، چې دغه شرکت په چين کې د ديارلسو کلونو لپاره کار کړی او د اسيا  او ارام سمندر سيمې عمومي مقر يې په بېجينګ کې ځای پر ځای کړی، ځکه چې چين د نوښت مخکښ توان لري، دغه راز د چين پرانيستې تګلارې، د تصديو د هڅونې تدبيرونه، سوداګريز چاپېريال او د مهارتونو پیاوړتیا ټول زموږ د اټکل په پرتله ښه دي. د ده په اند، په راتلونکې کې به لا زيات بهرني شرکتونه د چين له بازار څخه ګټې واخلي. د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ د عمومي اقتصاد او پرمختګ تګلارو ادارې رئيسې اناستاسيا نيسويټايلوا (Anastasia Nesvetailova)  دا نظر لري، چې د چين په استازيتوب ځينې پرمختيايي هېوادونه د نوښتونو په اتکا له فشارونو سره مقابله کوي او د انعطاف پرمختګ کولی شي چې نورو هېوادونو ته تجربې برابروي.

د نوښتونو  سربېره، «زرغون پرمختګ» هم د دغې غونډې د پاملرنې وړ موضوع ده. د بېلابېلو خواوو استازو د دې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د پاکې، ښکلې او دواملرونکې نړۍ د ګډې ابادۍ په هکله د فعاليتونو وړانديز مطرح کړی، ځکه چې چين د ټيټ کاربن په ايستنې سره د زرغون پرمختګ په بهير کې ستر خدمتونه تر سره کړي دي. په چين کې د ملګرو ملتونو د پرمختګ سيستم همغږي کوونکي سيډهارس چاټيرجي (Siddharth Chatterjee)وويل، دا د ليدو وړ دی، چې د بېجينګ د هوا کيفيت ډېر ښه شوی او دا د ټولې نړۍ ښه بېلګه ده.

د شمېرنو له مخې، اوسمهال چين يو داسي هېواد دی، چې په ټوله نړۍ کې د انرژيو کارولو اندازې د کمولو سرعت ډېر پکې چټک دی او د هوا کيفيت د ښه والي حالت ډېر څرګند دی. چين نړۍ ته يو په څلور نوي زرغون ځايونه برابر کړي،  د بيا استفاده کوونکې انرژۍ تر ټولو لوی سيستم يې جوړ کړی او چټک پرمختګ کوي، دغه راز د نويو انرژيو په هکله په نړۍ کې تر ټولو لوی او بشپړ ځنځير يې جوړ کړی دی. په همدې وخت کې چين څه دپاسه ۱۰۰ هېوادونو او سيمو د زرغونو انرژيو له پروژو سره همکارۍ کړې، چې نړۍ ته يې څه باندې اتيا سلنه برخې فوتوولټيک ماډلونه، د باد په وسيله د برېښنا توليدولو ۷۰سلنه تجهيزات برابر کړي دي، دغه راز په ټوله نړۍ کې د باد او لمر په وسيله د برېښنا توليدولو پروژو اصلي لګښت په جلا جلا توګه ۶۰سلنه او ۸۰سلنه ټيټ  شوی. لکه څنګه چې د برېټانيې شاهي اندازه کوونکو ټولنې (RICS) اړوند چارواکي توني اوسودي وويل، چين نه يوازې د خپل زرغون پرمختګ بلکې د نړيوالو ګټو د ساتلو لپاره هڅې کوي.

د روان کال له پيل راهيسې، چين په پر له پسې ډول د لوړې سويې ورخلاصون عملي کړی او د بهرنيو پانګو د ثابتولو لپاره اړوند اقدامات پورته کړي، چې ګڼ شمېر بهرنيو شرکتونو په چين کې د لا زياتې پانګونې پرېکړه کړې ده.

د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د هغو بهرنيو تصديو شمېر له ۷۳۰۰۰ څخه زيات شوی، چې د وارداتو او صادراتو په چارو کې لاسته راوړنې لري. ګڼ شمېر بهرنيو شرکتونو د بېجينګ په CBDسيمه کې خپل عمومي مقرونه جوړ کړي دي. د جرمني د سوداګريزو چارو ټولنې څرګنده کړه، چې اروپايي تصدي په چين کې د پانګونې لپاره لېوالتيا لري، مصنوعي ځيرکتيا(AI)، بې پيلوټه الوتکې د چلولو په شمول نوي ټېکنالوژۍ به د همکاريو ساحې وګرځي. په چين کې د امريکې د سوداګريزو چارو ټولنې د تازه سروې له مخې، اکثره امريکايي تصدۍ د چين له بازار څخه د وتلو پلان نه لري.

اوسمهال د چين او امريکې د اقتصادي او تجارتي سلامشورو ميکانيزم لومړۍ غونډې نوي پرمختګونه خپل کړي چې نړيوال اقتصاد ته فعالې انرژۍ راوړي. مګر نړيوال چاپېريال لا هم پېچلی او غير ثابت دی. چين تل په سمه توګه خپل کارونه ترسره کوي او د لوړې سويې ورخلاصون دوام لري. نړۍ کولی شي پر چين باور ټينګ کړي، په چين کې پانګونې  وکړي او په ګډه بريا ومومي.

Previous Post

د چین مېډیا ګروپ غوره پروګرامونه د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې خپرېږي

Next Post

بېجینګ: د اسرائیل غندنه کوو چې پر ایران یې تېری کړی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
بېجینګ: د اسرائیل غندنه کوو چې پر ایران یې تېری کړی

بېجینګ: د اسرائیل غندنه کوو چې پر ایران یې تېری کړی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

تندر قول اردو: لوګر کې مو د طالبانو دوې بې پیلوټه الوتکې له منځه وړي

تندر قول اردو: لوګر کې مو د طالبانو دوې بې پیلوټه الوتکې له منځه وړي

دسمبر 21, 2020
چین د نړیوالې سولې او امنیت ساتنې لپاره اغېزناک تدبیرونه نیولي

چین د نړیوالې سولې او امنیت ساتنې لپاره اغېزناک تدبیرونه نیولي

جون 3, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ