چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

بهرنۍ پانګونې به د چين له دوامدار اقتصادي پرمختګ څخه ګټې واخلي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 18, 2023
in نړیوال خبرونه
0
بهرنۍ پانګونې به د چين له دوامدار اقتصادي پرمختګ څخه ګټې واخلي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د جرمني تصدۍ سيمينس (Siemens) په دې وروستيو کې اعلان کړی، چې د چين په چنګ‌دو ښار کې به د اټوماتيکو توليداتو د توليدي مرکز د جوړولو لپاره يو ميليارډ او سل ميليونه يوانه پيسې ولګوي. د موټرو توليدولو جرمني تصدۍ بي اېم ډبليو (BMW) د چين په شن‌يانګ ښار کې د لسو ميليارډو يوانو په لګولو سره د شپږم نسل بېټريو د توليدولو په پروژې پيل کړی دی. د واکسين توليدولو امريکایي کمپنۍ موډېرنا (Moderna) په چين کې د درملو د څېړنې، توليد او خرڅلاو لپاره د پانګونې يادښت لاسليک کړی دی. ډېرو بهرنيو تصديو له روان کال راهيسې په چين کې پانګونې زياتې کړې دي.

د چين حکومت د جولای په ۱۷مه نېټه د ۲۰۲۳م کال په لومړۍ نيمايي کې د دغه هېواد د ملي اقتصاد معلومات خپاره کړي، چې له مخې يې، په همدې موده کې د چين د کورني توليد عمومي ارزښت ۵۹۳۰۳،۴ ميليارډه يوانه دی او د تېر کال د لومړې نيمايي په پرتله ۵،۵ سلنه زياتوالی ښيي. دغه راز د چين د اقتصادي پرمختګ انډول د نړۍ د عمده پرمختللو اقتصادونو په پرتله لوړ دی او چين لا هم په نړيوال اقتصادي پرمختګ کې د پیاوړي اينجن رول لوبولی.

د بهرنيو پانګو لپاره د چين په بازار کې ډېر فرصتونه شته. د مصرفي بازار له لحاظه، د سږکال په لومړۍ نيمايي کې د چين په ټولنه کې د استهلاکي توليداتو د پرچون خرڅلاو عمومي اندازه ۲۲۷۵۸،۸ ميليارډو يوانو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸،۲ سلنه زياتوالی ښيي. په ورته موده کې د چين په اقتصادي پرمختګ کې د مصارفو انډول له ۷ سلنې څخه اوښتی او د تېر کال د عمومي انډول په پرتله لوړ دی. د موټرو توليدولو جرمني تصدۍ ميرسيډېس- بينز (Mercedes-Benz) په دې وروستيو کې د سږکال د لومړۍ نيما‎يي د خرڅلاو شمېرنه خپره کړې، چې له مخې يې، د چين بازار لا هم د دغې تصدۍ تر ټولو لوی بازار دی، ځکه په لومړۍ نيمايي کې په چين کې د دغې تصدۍ ۳۷۴ زره او ۶۰۰ موټرونه پلورل شوي او دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷ سلنه زياتوالی ښيي.

له يادو شمېرو څخه دا ښکاري، چې بهرنيو تصديو په چين کې د پانګونې له لارې رښتينې ګټې تر لاسه کړې دي. د چين د بهرنيو اسعارو د شمېرنې له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې په چين کې د پانګونې د ګټو انډول ۹،۱ سلنه دی. په دې نسبت، په اروپا او امريکا کې د پانګونې له لارې د تصديو د ګټو انډول شاوخوا ۳ سلنه دی او په نويو راتلونکو اقتصادونو کې د پانګونې د ګټو انډول له ۴ سلنې څخه تر ۸ سلنې پورې دی.

چين په روان کال کې د لوړ معيار د بازاري سيستم ابادي پياوړې کړي، د يو واحد او لوی بازار په توګه د دولتي بازاري سيستم د ابادۍ بهير چټک کړي او د بازاري، قانوني او نړيوال کېدو په بڼه د سوداګريز چاپېريال د بشپړولو لپاره يې هڅې کړې دي. د مايکروسافټ (Microsoft)، اپل (Apple)، ټيسلا (Tesla) او فایزر(Pfizer) په شمول د لويو نړيوالو تصديو جګپوړو مشرانو له چين څخه ليدنه کړې. د پانګونې او ګټو تناسب د دغو تصديو لپاره د پانګونې او چارو مهم عنصر دی.

دا د نړۍ د ډېرو شخصيتونو ګډه نظريه ګرځېدلې ده، چې چين د ګردې نړۍ د صنعتي ځنځير او عرضې ځنځير مهم ملاتړ دی. د سږکال په لومړۍ نيمايي کې د چين د وارداتي او صادراتي مالونو عمومي ارزښت ۲۰ زره او ۱۰۰ ميليارډه يوانه دی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲،۱ سلنه زياتوالی ښيي. دا لومړی ځل دی، چې د چين د وارداتي او صادراتي مالونو عمومي ارزښت د يو کال په نيمايي کې له ۲۰ زره ميليارډو يوانو څخه اوښتی دی.

 چين د نړيوالې ادارې په برخه کې رغنده رول لوبولی، چې دا کار د بهرنيو پانګو لپاره ډېرې اسانتياوې برابرې کړې. (( د پانګونې د اسانتياوو تړون)) د متن په اړه د سوداګرۍ نړيوال سازمان خبرې اترې په دې وروستيو کې پای ته رسېدلې دي. د پانګونې اسانتياوې په نوموړي سازمان کې يوه مهمه موضوع ده، چې د چين په مشرۍ ټاکل شوې او اړوندې خبرې اترې يې په برياليتوب تر سره شوې. د اټکل له مخې، دغه تړون به له نافذېدو وروسته نړۍ ته د زرګونه امريکايي ډالرو په ارزښت اقتصادي پرمختګ ورسوي.

بهرنيو خبري رسنيو په اشارې ويلي، چې والسټريټ دې ته په تمه دی، چې چين د روان کال په پاتې وخت کې په پر له پسې توګه د نړيوال پرمختګ د اينجن رول ولوبوي. د چين حکومت رويه څرګنده کړې، چې د پرمختګ او روزګار د ثبات او خطرونو د مخنيوي په اړه به يو لړ تګلارې او تدابير پلي کړي. د لا پېچليو او خطرناکو نړيوالو حالاتو او د کورني اقتصادي پرمختګ د فشارونو پر وړاندې، د چين د دايمي اقتصادي پرمختګ اصلي وضعيت نه دی بدل شوی. دغه راز نړيواله ټولنه په دې اړه ګډ توافق لري، چې په چين کې پانګونه د راتلونکي لپاره پانګونه ده.

Previous Post

د سږکال په لومړۍ نيمايي‌ کې د چين د مصرفي توکو د خرڅلاو عمومي ارزښت ۸ اعشاريه ۲ سلنه زيات شوی

Next Post

بېجينګ: چين د اسيا او ارام سمندر سيمې غړى دى او د سيمې د سولې او ثبات لپاره يې تل کوښښ کړی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
بېجينګ: چين د اسيا او ارام سمندر سيمې غړى دى او د سيمې د سولې او ثبات لپاره يې تل کوښښ کړی

بېجينګ: چين د اسيا او ارام سمندر سيمې غړى دى او د سيمې د سولې او ثبات لپاره يې تل کوښښ کړی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د هېواد په۷ تدریسي روغتونونو کې معیاري درملتونونه جوړیږي

د هېواد په۷ تدریسي روغتونونو کې معیاري درملتونونه جوړیږي

دسمبر 20, 2025
کورنیو چارو وزارت: هېوادوال دې د ښي لاس موټرو له پېرلو ډډه وکړي

کورنیو چارو وزارت: هېوادوال دې د ښي لاس موټرو له پېرلو ډډه وکړي

اگست 30, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ