چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

بین‌الافغاني خبرې؛ ټاکونکی پړاو!

لیکنه: ذاکر جلالي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 11, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د اګسټ په شپاړسمه نېټه به بین الافغاني خبرې پيل شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د طالبانو پنځه زره بندیان د دوحې له هوکړې سره سم په لسو ورځو کې یانې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب تر ۲۰مې خوشې نه شول. وروسته له ډېرو انکارونو، پلمو او ګڼو سرو او شنو کرښو له یادولو بالاخره ډاکټر اشرف غني ومنله چې پاتې ۴۰۰ تنه طالب زندانیان به خوشې کوي. له دې کار سره د بین الافغاني خبرو پر لار اساسي خنډ له منځه ولاړ او تمه ده چې د یوې اونۍ شاوخوا بین الافغاني خبرې د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شي.

تر اوسه لا د بین الافغاني خبرو پر اجنډا بحث نه دی شوی. د افغان حکومت مرکچي پلاوی پر اوربند ټینګار کوي. طالبانو هم له اوربند انکار نه دی کړی؛ خو وايي چې د اجنډا برخه به اوربند هم وي. په بین الافغاني خبرو کې به اصلي او اساسي بحث د افغانستان د راتلونکي نظام بڼه وي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

اوس پوښتنه دا ده چې څه ډول نظام کولای شي هم ګڼو افغان لوریو ته د منلو وي، هم طالبانو ته، هم د افغانستان دیني او ملي ارزښتونه خوندي کړای شي او هم له نړۍ سره د تفاهم او شراکت ګډه ژبه ولرلای شي. دا مهمه مسئله ده. د بین الافغاني خبرو تر ټولو مهمه او اساسي مسئله به همدا وي. د نظام بڼه ډېره مهمه ده. دې سره د راتلونکي افغانستان خیر او شر تړلی دی.

یو ټکی واضح دی. د بین الافغاني خبرو اړتیا او پر یوه نوي ټولمنلي نظام بحث او سلا یو شی ښيي چې اوسنی سیاسي جوړښت چې بُن (ډسمبر ۲۰۰۱) کې یې بنسټ کېښودل شو، منتفي دی. که څه هم افغان حکومت وخت نا وخت ټینګار کوي چې «جمهوریت سره کرښه» ده. اوسنی سیاسي جوړښت ځکه منتفي دی چې که دا د منلو وای، نو د بین الافغاني خبرو اړتیا به نه وه. پخپله بین الافغاني خبرې د نوي سیاسي جوړښت اړتیا جوتوي. د دې تر څنګ امریکایانو له طالبانو سره د دوحې په هوکړه کې راتلونکي کې «نوي افغان اسلامي حکومت» سره خپلې اړیکې تعریف کړې دي. دا هم په وضاحت سره ښيي چې اوسنی جوړښت نفې شوی دی.

طالبانو له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ ز کاله د «افغانستان اسلامي امارت» تر سرلیک لاندې واکمني وکړه. د طالبانو د وزیرانو شورا «سرپرسته شورا» ګڼل کېده. مانا یې همدا وه چې دا مقطعي او لنډمهاله جوړښت دی. ځیني طالب مشران وايي چې له جګړې وروسته په پام کې وه چې د ټولو افغانانو په اشتراک به یو نظام رامنځ ته کېږي؛ خو د امریکا یرغل هر څه بدل کړل. دا ښيي چې «امارت» هم کوم حتمي انتخاب نه دی.

اوس د عنوانونو پر ځای پکار ده چې افغان لوري پر داسې یوه جوړښت سلا شي، چې دیني ارزښتونه پکې وپالل شي او هم د نظام لمن پراخه وي چې ټول افغانان په کې ځانونه وګوري. موږ اکثراً له تپلو سیاسي جوړښتونو سره مخ وو. اوس پکار ده چې افغان لوري د افغانستان اړتیاوو ته په پام سره پر یوه جوړښت سلا شي. موږ د شرقي او درېیمې نړۍ مسلمان هېواد یو، کوم څه چې د ډیموکراسۍ په نامه په تېرو نوولسو کلونو کې دلته پلي شول، زموږ شاوخوا سیمه او اسلامي نړۍ کې يې بېلګه نه لرو. که چاته دا ډیموکراسي «سره کرښه» وي، نو د ولسي جرګې او ولسمشرۍ تېرې ټاکنې دې لږ په خلاصو سترګو وڅېړي. د افغانستان د ولسمشرۍ تېرو ټاکنو وښوده چې ولس اوسنی جوړښت تحریم کړ.

زموږ شاوخوا د نظامونو ډېرې بېلګې شته. کمونیستي چین له لیبرال اقتصادي جوړښت سره نن د نړۍ دویم اقتصاد دی او تر ټولو چټک غوړېدونکی اقتصاد دی. منځنۍ اسیا کې د جمهوریتونو په نامه مطلق استبدادي نظامونه واکمن دي. زموږ لوېدیځ کې ایران دی. د ولایة فقه مذهبي سیاسي جوړښت یې له غربي ډیموکراسۍ سره داسې اغږلی چې یو نوی حکومتي ماډل یې جوړ کړی. د ایران همدغه نظام له ۱۹۷۹ ز کال راهیسې د سیمې یو مهم لوبغاړی دی. همداسې پاکستان د فډرال پارلماني نظام بل ماډل دی چې د دولت رسمي دین اسلام دی او مذهبي اقدار تر یوه ځایه پکې ساتل کېږي.

دا څو نمونې وې. موږ په نړۍ کې ګڼ نظامونه لرو چې هر چا د خپل هېواد او خلکو له اړتیا او شرایطو سره سم یو ماډل جوړ کړی او تر یوه بریده خدمات وړاندې کوي. هېڅ سیاسي جوړښت ایډیال نه دی. اوس چې د افغانستان سیاسي لوري یو ځل بیا د نظام‌جوړونې فرصت پیدا کوي، پکار ده چې له بې‌ضرورته عنوانونو څخه تېر شي او د بې‌ځایه سرو او شنو کرښو پر ځای د افغانستان د خلکو دیني او ملي ارزښتونه او ورسره په یوویشتمه پېړۍ کې د حکومتدارۍ اړتیاوې په پام کې ونیسي او یو ځواب‌ورکوونکی جوړښت رامنځ ته کړي. موږ په تېرو څلورو لسیزو کې له کمونیستي ناتار نیولې تر د مجاهدینو او طالبانو حکومتونو او ډیموکراسۍ پورې ټول تجربه کړل. دغه اوږده موده او د نظامونو ادلون بدلون باید د بین الافغاني مذاکراتو لوریو ته کافي درسونه ولري.

Previous Post

د بین الافغاني خبرو پیل او دوې ستونزې

Next Post

د سېلفي مینه‌والو لپاره غوره ځیرک موبایل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د سېلفي مینه‌والو لپاره غوره ځیرک موبایل

د سېلفي مینه‌والو لپاره غوره ځیرک موبایل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين وېزې بیا پېل کړې

مارچ 14, 2023
د روان کال لومړيو ۵مياشتو کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د چين غير پولي مستقيمې پانګونې ۱۰.۲ سلنه زياتوالی ښيي

د روان کال لومړيو ۵مياشتو کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د چين غير پولي مستقيمې پانګونې ۱۰.۲ سلنه زياتوالی ښيي

جون 24, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved