د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د اګست په ۱۹مې نېټې يوې رسنيزې غونډې ته ويلي، چې هېواد یې د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې د طرف نیولو سره ټينګ مخالفت کوي.
امريکا پلان لري ” د مصنوعي ځيرکتيا د فرصتي ملګرتیا ګډې اعلاميې” لاسلیک کوونکو هېوادونو ته يو لیک ولېږي او په کلکه به ترې وغواړي، که د امريکا اړوندو نوښتونو کې ګډون کوي، نو باید په نورو ميکانيزمونو کې، چې د “امريکا له نوښتونو سره ټکر لري”، ګډون ونه کړي.
يوه خبريال په يادې غونډې کې د امريکا د دغه نظر په اړه له لين جيان څخه پوښتلي، چې امريکا خپلو همکارو هېوادونو ته څرګند پيغام ورکړی، چې دوی په يو وخت د امريکا او چین د ځيرکتيايي چارو په ميکانيزمونو کې ګډون نه شي کولی.













