د امريکا او ايران ترمنځ خبرې په دې وروستيو کې يو ځل بیا په رکود کې پاتې شوې دي.
د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په ۱۹مې نېټې پر ټولنيزو رسنيو ويلي، ايران له امريکا سره د هوکړې د لاسليک مناسب فرصت له لاسه ورکړی دی. نوموړي ادعا کړې، چې امريکا به پر ايران بې ساري ويجاړونکي اقتصادي عمليات پلي کړي.
ټرمپ په ګواښنه ژبه ويلي، هغه ټول هېوادونه به هم له سختو اقتصادي پايلو سره مخ شي، چې پولي سازمانونو، تصديو، هوايي ميدانونو او حکومتي ادارو ته له ايران سره د هر ډول مرستې برابرولو اجازه ورکوي. هغه د امريکې پر ټولو متحدينو غږ کړی، چې د ايران ګواښونو پر وړاندې ودرېږي.













