د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړی، بهرنيو چارو وزير او د چين او هند په سرحدې مسئله کې د چين ځانګړی استازی وانګ يي به د هندي لوري په بلنې سره د اګست له ۱۸مې نېټې څخه تر ۲۰مې نېټې پورې هند ته سفر وکړي او د دواړو هېوادونو د سرحدې مسئلې په هکله د ځانګړو استازو په۲۴مه ناسته کې به ګډون وکړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اګست په ۱۸مه نېټه يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين غواړي هند ته د وانګ يي د سفر له لارې له دغه هېواد سره يو ځای د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډ توافقات عملي کړي، د مشرتابه تګ راتګ تمايل وساتي، متقابل سياسي اعتماد پياوړی کړي، واقعي همکارۍ زياتې کړي، په مساعد ډول د نظريو اختلافات حل کړي او د دواړو هېوادونو د اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ هڅونه وکړي.












