چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

بېجينګ کې د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو ۷۵مه کليزه ولمانځل شوه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 1, 2024
in نړیوال خبرونه
0
بېجينګ کې د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو ۷۵مه کليزه ولمانځل شوه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۵مې کليزې د نمانځنې ميلمستيا د سپتمبر د ۳۰مې نېټې په ماښام د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې ترسره شوه، چې پکې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ هم ګډون او وينا کړې ده.

د چين لومړي وزیر لي چيانګ د دغې ميلمستيا مشري کړې او د دغه هېواد نورو لوړ پوړو چارواکو جاو له جي، وانګ هو نينګ، څای چي، دينګ شوی شيانګ، لي شي او هان جنګ هم پکې ګډون کړی و او د دې ترڅنګ شاوخوا ۳۰۰۰ چيني او بهرنيو ميلمنو هم پکې برخه اخيستې وه او په ګډه يې د نوي چين د جوړېدو ۷۵مه کليزه ولمناځله.

نوموړي ويلي، د چين کمونېست ګوند د نوي چين د جوړېدو د ۷۵ کلونو په درشل کې د هېواد د بېلا بېلو قومونو سره نه ستومانه کيدونکي کوښښونه کړي او د اقتصاد د چټک پرمختګ او د ټولنې د دايمي ثبات دوه لوی نوښتونه يې کړې دي. کمونېست ګوند په چين کې ستر بدلونونه رامنځته کړي او د چيني ملت بيا سمسورتيا يې يوه نه بدليدونکي تاريخي بهير ته داخله کړې ده.

شي جين پينګ باور ښودلی، چې د چين خلک به په نوې زمانې کې لا زياتې لاسته راوړنې ولري او د انسانانو د سولې او پرمختګ لپاره به نوي خدمتونه وکړي.

نوموړي په خپلې وينا کې د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې او دولتي شورا په استازيتوب د هېواد د بېلا بېلو قومونو خلکو، د چين د خلکو ازادۍ بښونکي پوځ، وسله والو ځواکونو، بېلا بېلو ډيموکراتيکو ګوندي ډلو او ناپېیلو شخصیتونو ته درناوی څرګند کړی او د هانکانګ او مکاو ځانګړو اداري سيمو، تايوان سيمې او په بهر کې مېشتو چيني وګړو ته يې نيکې هيلې وړاندې کړي او له نړيوالو دوستانو څخه یې مننه کړې ده.

شي جين پينګ چيني شکله عصري کېدل او د پياوړي هېواد د ابادۍ، د ملت د بيا سمسورتيا هڅول په نوې زمانې کې د چین د کمونېست ګوند او دولت مرکزي دندې بللي او د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۵مې کليزې د نمانځنې تر ټولو ښه فعاليت يې د يادو سترو چارو پرمخبېول ښودلې دي.

شي جينګ پينګ ويلي، حکومت او هېوادوال باید د چيني شکله عصري کېدو لپاره د کمونېست ګوند د عمومي لارښوونې او د بېلا بېلو خواوو د همغږۍ پر مرکزي رول ټينګار ولري، د کمونېست ګوند واکمني او واحده لارښوونه باید وساتي او په هراړخيز ډول باید د کمونېست ګوند اداره وهڅوي او دغه راز د چين د ځانګړي سوسياليزم پر لارې بايد ټينګار ولري، د هراړخيزو اصلاحاتو ژورتيا او ورخلاصون باید پياوړي کړي، د باکيفيته پرمختګ هڅونه باید وکړي او د هېواد د پرمختګ برخليک باید خلکو ته وسپاري.

نوموړي ويلي، د يادو چارو په بهير کې بايد د خلکو پر ارادې تمرکز وشي او د خلکو لپاره باید کار او د دوی په اتکا چارې ترسره شي، څو ټول خلک د ګډو هلو ځلو په بهير کې یو له بل سره د اصلاحاتو او پرمختګ ګټې شريکې کړي.

مونږ بايد په سوله کې د پرمختګ پر لارې ټينګار ولرو، د سولې، پرمختګ، همکارۍ او ګډو ګټو بيرغ باید اوچت ونیسو او د نړۍ د سولې او ارامتيا او د انسانانو د ګډ پرمختګ لپاره باید هڅې وکړو.

شي جين پينګ ويلي، د چيني ملت بيا سمسورتيا د هانکانګ، مکاو او تايوان د خلکو په شمول د ټولو چينايانو ګډه هيله ده او په يو هېواد کې د دوو نظامونو د پلي کولو، د هانکانګيانو لخوا د هانکانګ ادارې، د مکاويانو لخوا د مکاو ادارې پر تګلارو يې ټينګار کړی او په خبره یې، د هانکانګ او مکاو د دايمي سمسورتيا او ثبات باید وساتل شي.

شي جين پينګ ويلي، تايوان د چين خاوره ده او د تايوان تنګي د دواړو غاړو خلک ټينګې اړيکې لري او د يو چين د پېژندنې او د ۱۹۹۲م کال د ګډې نظريې پر اصولو باید ټينګار وشي، د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ اقتصادي او فرهنګي تګ راتګ او همکارۍ باید ژورې شي، د خلکو دوستي یې باید ټينګه وساتل شي او له هېواد څخه د تايوان د جلا کېدو د هر ډول فعاليت او هڅې مخه باید ونيول شي.

 د هېواد پوره يووالی عمومي تمايل او د خلکو هيله ده. انسانان په يوې کرې کې ګډ ژوند کوي او ټول هېوادونه ګډ برخليک لري.

شي جين پينګ زياته کړې، د چين د حکومت د ۷۵ کلنو هڅو په رڼا کې چيني شکله عصري کېدو بهیر غوړيدلی او ښه راتلونکی به ولري.

نوموړي ويلي، د پرمختګ پر وړاندې به خامخا ستونزې رامنځته کېږي، خو حکومت باید د ټولو احتمالي ستونزو او خطرونو پر وړاندې مقابله وکړي او کومه ستونزه د چين د خلکو د پرمختګ مخه نه شي نيولي.

چيني او بهرنيو ميلمنو په ګډه د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو ۷۵مه کليزه ولمانځله او چين ته د سمسورتيا، د چين د خلکو د نيکمرغۍ او هوساينې او د چينايانو او نړيوالو ترمنځ د دايمي دوستۍ هيلې يې څرګندې کړې دي.

Previous Post

د څاګانو سرونو بندېدو حکم جدي څار لپاره کمېټه جوړه شوه

Next Post

د ۲۰۲۴م کال د انټرنېټ نړیوال کنفرانس د ووجن سرمشریزه به په نومبر کې ترسره شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د ۲۰۲۴م کال د انټرنېټ نړیوال کنفرانس د ووجن سرمشریزه به په نومبر کې ترسره شي

د ۲۰۲۴م کال د انټرنېټ نړیوال کنفرانس د ووجن سرمشریزه به په نومبر کې ترسره شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

م.م: افغانستان کې د غیر رسمي استوګنځایونو وګړي پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

م.م: افغانستان کې د غیر رسمي استوګنځایونو وګړي پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

اکتوبر 20, 2025
آی‌او‌ایم: افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره مرستو ته دوم ورکوو

آی‌او‌ایم: افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره مرستو ته دوم ورکوو

اپریل 5, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ