د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جولای په ۱۲مه نېټه د جنوبي سمندر د حکمیت حکم د خپرېدو د ۹مې کلیزې په مناسبت د فلیپین د اعلامیې په اړه د خبریال پوښتنې ته په ځواب کې وویل، چین د جنوبي سمندر د حکمیت حکم په اړه تل دا څرګند دریځ لري چې دغه حکم هېڅ باور او اغېز نه لري. ده ویلي چې چین په جنوبي سمندر کې د قلمرو حاکمیت او سمندري حقوق په هېڅ وجه تر یاد حکم پورې محدود نه ګڼي.










