د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د ډسمبر په ۲۳مه نېټه رسنيو ته ويلي، چې د امريکا د سوداګرۍ چارو د استازي دفتر په همدې ورځ اعلان کړی، چې د چين د چیپ صنعت پر اړوندېد۳۰۱ مادې پلټنه پيل کړي. چین له دې کار سره کلک مخالفت څرګند کړی دی.
د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د امريکا دغه پلټنهيواړخيزم او پروټېکشنيزم بللی دی. د امريکا د ۳۰۱ مادې ګمرکي تعرفې مخکې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان له مقرراتو سرغړونه بلل شوې او د دې سازمان د ډېرو غړو له مخالفت سره مخامخ شوی دی. چين په دې اړه امريکا ته سخت احتجاج کړی دی.
امريکا د چين د چيپ د صنعت پالیسۍ د ۳۰۱مادې پلټنه به د چيپ نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونه خراب کړي او د امريکا د شرکتونو او مشتريانو ګټو ته به هم زيانونه ورسوي.











