چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

بېجینګ : نړيواله ټولنه دې له افغان حکومت سره تعامل وساتي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 18, 2025
in نړیوال خبرونه
0
بېجینګ : نړيواله ټولنه دې له افغان حکومت سره تعامل وساتي

China's deputy permanent representative to the U.N. Geng Shuang speaks during a security council meeting at United Nations headquarters, Friday, June 23, 2023. (AP Photo/Yuki Iwamura)

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي ګنګ شوانګ د سپتمبر په ۱۷ مه د افغانستان په اړه د امنيت شورا په علني غونډه کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتي، چې د افغانستان له حکومت سره تعامل او خبرې وساتي او متقابل اعتماد زيات کړي.

ګنګ شوانګ وویل: اوسمهال په افغانستان کې وضعیت په عمومي ډول امن دی، خو دغه هېواد بيا هم د بشر دوستۍ،  پرمختګ، بشري حقونو او د ترهګرۍ ضد مبارزې په ګډون یو شمېر برخو کې له ننګونو سره مخ دی. نړيواله ټولنه دې افغانستان ته په عيني، منصفانه، منطقي او عملي رويې سره وګوري، يووالی دې تقويه او اجماع دې رامنځته کړي او له دغه هېواد سره دې مرسته وکړي، څو افغانان ژر تر ژره عادي مسیر ته داخل او په نړيواله ټولنه کې مدغم شي. ده زیاته کړه: د دې لپاره د نړيوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ مثبت تعامل او دوامدار تماس ډېر اړين دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

ګنګ شوانګ وويل، يوه هېواد په افغانستان کې د خپلو اتباعو د نیول کېدو په پلمه، په مکرر ډول د افغانستان د لوړپوړو حکومتي چارواکو د سفر د بندیز د معافیت غوښتنې مخه نیولې ده چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ عادي اړیکې يې له ډېرو خنډونو سره مخ کړې دي. دی وايي چې چين له دغه هېواد څخه د خپلې دې کړنې د ژر بدلولو غوښتنه کوي او له امنيت شورا څخه غواړي، چې د افغانستان د حکومتي چارواکو د سفر د بندیز د معافیت اقدامات بيا غوره کړي.

ګنګ شوانګ وويل، د افغانستان پر وړاندې د ترهګرۍ ګواښونه لاهم د اندېښنې وړ دي، چين له افغان حکومت څخه غواړي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره زياتې هڅې وکړي، د سيمې له هېوادونو سره دې پدې برخه کې ګډې همکارۍ پياوړې کړي او د ترهګرو ډلو لخوا د نورو هېوادونو امنيت ته د زيان رسولو په موخه د افغانستان له ځمکو د استفادې مخه دې ونیسي. دغه راز د ترهګرۍ ضد چارو کې باید له دوه ګوني معيار او د غواروي کړنې سره قاطعانه مخالفت وکړي او نړيوالې همکارۍ دې وساتي.

ګنګ شوانګ وويل: چين له اړوندو هېوادونو څخه غواړي چې افغانستان ته باید د دغه هېواد د مرکزي بانک شتمني له شرط پرته بېرته ورکړي. چين له افغانستان څخه ملاتړ کوي، چې د سيمې له هېوادونو سره اتصال او اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ په پرله پسې توګه تقويه کړي. دغه راز له افغانستان سره له مرستندویانو څخه غواړي چې له دغه هېواد سره دې خپلې مالي مرستې زیاتې کړي او بشري مرستې دې له سياست سره ونه تړي. ځينې هېوادونه باید خپل تاريخي مسئوليتونه پر غاړه واخلي، له افغانستان سره دې مرستې بيا پيل کړي، پر دغه هېواد دې يواړخيز بنديزونه لغوه کړي او له بشري عملياتو دې اړين ملاتړ وکړي.

ګنګ شوانګ وويل، چين له افغان حکومت څخه غواړي چې په معتدل او ټولشمول ډول حکومتولي وکړي، اغېزمن تدبيرونه دې غوره کړي او د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو بنسټيز حقونه دې تامنين کړي.

نوموړي زياته کړه، چين د افغانستان د دوست ګاونډي په توګه غواړي چې له بېلابېلو خواوو سره په ګډه د افغانستان د سولې، پرمختګ او دايمي ارامۍ لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړي.

Previous Post

د بېجينګ د شيانګشان ۱۲م فورم پرانيستل شو

Next Post

امريکا جیوپولیټيکي سیالۍ ته د افغانستان تر حاکميت او سولې ډېر لومړيتوب ورکوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
امريکا جیوپولیټيکي سیالۍ ته د افغانستان تر حاکميت او سولې ډېر لومړيتوب ورکوي

امريکا جیوپولیټيکي سیالۍ ته د افغانستان تر حاکميت او سولې ډېر لومړيتوب ورکوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

روزګان کې د آغاجان بند رغنیزې چارې پیلېږي

روزګان کې د آغاجان بند رغنیزې چارې پیلېږي

مې 7, 2024
المان په افغانستان کې د خپلو سرتېرو ماموریت غځوي

المان په افغانستان کې د خپلو سرتېرو ماموریت غځوي

فبروري 13, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ