چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

تاریخ به د ۲۰۲۰ کال په اړه څه ولیکي؟

لیکنه: سيدالرحمن سالار

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 31, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
تاریخ به د ۲۰۲۰ کال په اړه څه ولیکي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

وخت په چټکۍ سره د تېرېدو په حال کې دی، دا دي ۲۰۲۰ کال هم د ختم په درشل کې دی او تاريخ ليکوونکي به د دې کال لوړې ژورې ثبت کړي.

دې کال هم د افغانستان او هم په نړيواله کچه ډېرې نادرې پېښې درلودې چې له دې مخکې نه وې تجربه شوې.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د افغانستان لپاره په ۲۰۲۰ کال کې تر ټولو مهم خبر په قطر کې د طالبانو او امريکايانو تر منځ د سولې مشروط تړون او بين الافغاني ناسته ده.

له بده مرغه له تېرو څه باندې څلوېښتو کلونو راهيسې، د هر کال په پای کې د خبرونو سرټکي دا وي  چې تېر کال د افغانستان لپاره ډېر خونړی و، متاسفانه د ۲۰۲۰ کال لپاره هم همدا خبره ده، موږ يو خونړی کال تېر کړ، په دې کال کې مو په زرګونو هېوادوال له لاسه ورکړي،  چې په دې سره په هېواد کې د بې سرپرستو يتيمانو او غمجنو والدينو شمېر  ور زيات شو.

 د دې تر څنګ، ځينې مثبت خبرونه هم لرو او هغه دا چې په تېره څلور لسيزه جګړه کې د لومړي ځل لپاره د سولې لپاره هم په کور دننه او هم په نړيواله کچه يوه اجماع رامنځ ته شوه.

د طالبانو او امريکا تر منځ له افغانستان څخه د بهرنيو پوځيانو د وتلو په اړه شوی توافق، د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د څه باندې شپږ زره بنديانو تبادله او  بين الافغاني خبرې، په افغانستان کې  د ۲۰۱۹ کال د جنجالي ولسمشريزو ټاکنو په نتيجه کې په ۲۰۲۰ کال کې د مارچ په اتمه په هممهاله توګه په ارګ او سپېدار ماڼۍ کې د دواړو مخکښو ټاکنیزو ټيمونو د مشرانو لخوا ځانونه د ولسمشر په توګه اعلانول او د لوړې مراسم، د بهرنيو فشارونو او ځینو بانفوذه کورنيو سياسيونو لخوا د ولسمشر اشرف غني او  عبدالله عبدالله تر منځ د واک شريکېدو په اړه سياسي توافق، د ملي مصالحې عالي شورا رامنځ ته کېدل، د کوويډ- ۱۹ ويروس بريد او بالاخره د لومړي ځل لپاره افغانستان د رېل پټلۍ له لارې له ايران سره وصلېدل په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان مهم خبرونه دي.

۲۰۲۰ کال د نړۍ لپاره هم له ستونزو او جنجالونو ډک و

په ۲۰۲۰ کال کې نړۍ  له کوويډ- ۱۹ ويروس سره لاس او ګرېوان وه او ياد ويروس د نړۍ په هر ګوټ کې سر راښکاره کړ، هغه ويروس چې مخکې نه و پېژندل شوی او په ټولو هېوادونو کې يې د تعريف شوي ژوند په ټولو برخو کې د پام وړ بدلونونه رامنځ ته کړل.

د روغتيا نړيوال سازمان په مارچ کې د کرونا نوی ډول ويروس يوه نړيواله وبا اعلان کړه.

د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د دغه ناپېژندل شوي ويروس د کابو کولو لپاره بې مخينې اقدامات تر سره کړل، خپلې پولې يې وتړلې، هوايي، ځمکني او سمندري ټرافيک بند شول، د ګڼې ګوڼې عامه ځايونه تعطيل او نړيوال ټرانسپورټي فعاليټونه نهايت محدود شول، د زده کړو سيستم په لومړيو کې په ټپه ودرېد او وروسته دغه سيستم انلاين شو او ان د ښارونو تر منځ د خلکو په تردد کې هم محدوديتونه وضع شول.

په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په ګډون، مهمې نړيوالې غونډې په غير حضوري ډول د ويډيوکنفرانس له لارې تر سره شوې.

د کوويډ- ۱۹ له امله نړيوال اقتصاد هم سخت زيانمن شو، د نفتو بيې را ولوېدې، نړيوال هوايي چلند، صنعت او سيلانيز شکتونه سخت زيانمن شول.

د نورو برخو تر څنګ يې ورزش هم سخت اغېزمن کړ او د توکيو ۲۰۲۰ المپيک لوبې ۲۱ کال ته وځنډول شو.

د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې تر اوسه په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس له ۷۵ ميليونو ډېرې پېښې ثبت شوې او له امله يې له يو ميليون او شپږو سوو زرو ډېر کسان مړه شوي دي.

په امريکا کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر د نورو هېوادونو په پرتله ډېر او  کابو ۱۷ميليونو تنو ته رسېدلی، ورپسې هند، برازيل، روسيه، فرانسه، اسپانيا، انګلستان، اېټاليا، ارجنټاين او کلمبيا هېوادونه دي.

د رسنيو د معلوماتو له مخې، تر اوسه په نړۍ کې د کرونا ويروس ضد له ۲۰۰ ډېر بالقوه واکسينونه د توليد په حال کې دي چې د چين، روسيې، انګلستان او امريکا درمل جوړوونکو شرکتونو لخوا جوړ شوي واکسينونه د کلينيکي ازموينې د درېيم پړاو په نهايي مرحله کې  دي، په ځینو هېوادونو کې دغه واکسينونه تاييد شوي او د عامه تطبيق مرحلې ته رسېدلي.

په روسيه، انګلستان، امريکا او اسراييلو (نيواکي فلسطين) کې په پراخه توګه خلکو ته د واکسين تطبيق پيل شوی.

په سپټمبر کې په انګلستان او په ډسمبر کې په هالنډ او په دې وروستيو کې په ډېری اروپايي هېوادونو کې د کرونا ويروس د نوي ډول ثبتېدل هم تاييد شوي چې د طبپوهانو په خبره، د سرايت قدرت يې د پخواني ويروس په پرتله اويا چنده زيات دی.

دا چې دغه ويروس لومړی په انګلستان کې تثبيت شوی، نو د اروپا په ګډون، ډېریو هېوادونو له ياد هېواد سره پروازونه بند کړي.

په ۲۰۲۰ کال کې په نړیواله کچه پوځي او سیاسي کړکېچونه

۲۰۲۰ کال د نړيوال سياست په ډګر کې هم د ډېرو بدلونونو شاهد و چې د امريکا جنجالي  ولسمشريزو ټاکنو او د دغه هېواد په ټولنه کې د مېشتو نژادونو تر منځ اختلافونو ډېرېدل، د امريکا- چين، امريکا- روسيې، امريکا- ايران، امريکا- ترکيې، ايران- عربستان تر منځ د اړيکو خرابېدل او دغه راز د امريکا د “پېړۍ معاملې ” طرحې په رڼا کې د اسراييلو او ځينو عربي هېوادونو تر منځ د اړيکو جوړېدل، ارمنستان- آذربايجان تر منځ جګړه او ناګورنا قره باغ سيمه له ۲۷ کاله نيواک وروسته د ارمنستان له ولکې څخه وتل او يوځل بيا د اذربايجان برخه کېدو ته اشاره کولای شو.

له ځينو عربي هېوادونو سره د اسراييلو رسمي اړيکو جوړېدو د ترکيې او ايران سخت غبرګونونه او مخالفتونه را وپارول.

د امريکا- چين، امريکا- روسيې، امريکا ترکيې هېوادونو تر منځ په مختلفو دلايلو اړيکې ترينګلې شوې.

امريکا د يادو هېوادونو پر ځينو تصديو او شخصيتونو محدوديتونه وضع کړل.

۲۰۲۰ د امريکا او چين  تر منځ له ناندريو ډک کال و، امريکا د چين پر ځينو لويو تصديو او شخصيتونو بنديزونه ولګول او په مقابل کې يې چين هم  ورته اقدام وکړ.

امريکا د روغتيا نړيوال سازمان له غړيتوبه ووتله او دغه راز په هاګ کې د نړيوالې جنايي محکمې پر هغو قاضيانو یې بنديزونه ولګول، چې په افغانستان کې يې د امريکايي پوځيانو د جنګي جنايتونو په اړه د پلټنې غوښتنه وکړه.

امريکا په عراق کې د ايران د سپاه پاسداران لوی قوماندان، جنرال قاسم سليماني وواژه، ايران يې په ځواب کې په عراق کې د امريکا پر لويه پوځي اډه توغندیز بريد وکړ.

چين په ۲۰۲۰ کال کې سپوږمۍ ته اکتشافي بېړۍ واستوله او په بريالۍ توګه يې  ځمکې ته له سپوږمۍ څخه خاورې او شګې راوړې.

له دې وړاندې په ۱۹۷۶ کال کې پخواني شوروي اتحاد له سپوږمۍ څخه ځمکې ته د خاورو نمونې راوړې وې.

په امریکا کې جنجالي ټاکنې او په یاد هېواد کې د ټولنیز او سیاسي درز زیاتېدل

په امريکا کې د ۲۰۲۰  کال ولسمشريزې ټاکنې د ياد هېواد په تاريخ کې تر ټولو جنجالي ټاکنې وې، چې له امله يې په امريکايي ټولنه کې له پخوا څخه موجود درزونه لا ژور او ښکاره کړل.

دغه ټاکنې د نومبر په درېيمه تر سره شوې او د جوزف بايډن په برياليتوب سره پای ته ورسېدې. ډونالډ ټرمپ يې مخالفت وکړ او ټاکنې يې ان د افغانستان تر ولسمشريزو ټاکنو هم بدې وبللې، د عدلي ارګانونو  دروازې يې وټکولې، خو ګټه يې ونه کړه.

نوموړي ولسمشرۍ چوکۍ له لاسه  ورکړه، خو د امريکا په سياست کې يې خپل ځای له لاسه نه دی ورکړی، نوموړی هڅه کوي چې جمهوري غوښتونکی ګوند کنټرول او له دې لارې د امريکا په سياست کې اغېزمن پاتې شي.

پردې سربېره، د پوليسو د يوه سپين پوستي افسر لخوا د  جورج فلويډ په نوم د يوه تور پوستي وژل کېدو له امله پراخ اعتراضونه رامنځ ته شول، چې ان د امريکا تر پولو محدود نه شول، بلکې د نړۍ په ډېرو لويو ښارونو کې هم تر سره شول.

دا اعتراضونه چې د ياد هېواد د ټاکنیزو مبارزو په اوج کې رامنځ ته شول، د ياد هېواد سياسي فضا يې بدله او د هغو محکومو نژادونو د اواز پورته کولو لپاره يې فرصت برابر کړ چې د نژاد، رنګ او قوم په پلمه ځپل شوي او محکوم شوي.

د امريکا په ځينو ايالتونو کې د ډونالډ ټرمپ پر ضد بې مخينې پراخ لاريونونه تر سره شول او ټرمپ يې پر توکم پالنې تورن کړ او له امله يې په امريکايي ټولنه کې موجود پخواني درزونه لا پسې ژور او په ډاګه شول.

Previous Post

پر ځان د باور پيدا کولو لپاره ۱۱ اړین ټکي

Next Post

کرنې وزارت: روان کال په هېواد کې د وریجو کرکېله او حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
کرنې وزارت: روان کال په هېواد کې د وریجو کرکېله او حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي

کرنې وزارت: روان کال په هېواد کې د وریجو کرکېله او حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بېجينګ: د ماليزيا او امريکا د مساوي سوداګرۍ تړون پر ځينو محتوياتو جدي اندېښنه لرو

بېجينګ: د ماليزيا او امريکا د مساوي سوداګرۍ تړون پر ځينو محتوياتو جدي اندېښنه لرو

نوومبر 28, 2025

چین به د ستوريو د ټکر د مخنيوي په پار دفاعي سیسټم جوړ کړي

اپریل 24, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved