چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home روغتیا او ژوند

تاسې د څه په اړه تصور کوی؟

ژباړه: امان الله حنیفي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 15, 2020
in روغتیا او ژوند
0
تاسې د څه په اړه تصور کوی؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ډېری کسان د خپلو تېرو شوو محدودیتونو او ماتو په اړه تصور کوي او هغه د ځان لپاره په وار وار تکراروي. نوښتګره تصویرجوړونه تاسې پر دې برلاسي کوي، څو د ژوند په اړه یو داسې لرلید ولری چې هغه ستاسې په ذهن کې تعریف شوی وي او ټول ژوند مو راتلونکي ته متمایل کړي، هغه راتلونکی چې هېڅ محدودیت نه لري.

دلته مو په لڼد ډول د تصویر جوړونې ډول ته اشاره کړې ده او پر هغه پسې جوخت مو هغه درې ګامونه تاسې ته معرفي کړي، چې له هغه په استفادې سره کولای شی د خپل ځان او ژوند په اړه ښه تصویر ولری. له هغه وروسته مو چې د خپل ځان لپاره مثبتې جملې او مثبت باورونه تکرار کړل، په خپله خونه کې پر اېښي کټ کېناستم، سترګې مې بندې کړې او څو ځله مې ژوره ساه واخیسته. پنځه دقیقې مې د خپل ایډیال ژوند په اړه تصور وکړ، په داسې ډول چې ټول کارونه مې په راحتۍ، پر ځان د پوره باور او مینې له مخې سر ته رسول.

You might also like

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

د بېلګې په ډول، د دغه مقالې د لیکلو پر مهال مې داسې تصور کړی و، چې زه یې د لیکلو پر مهال ډېر ارام یم، له خپله کاره خوند اخلم او له خپلو ټولو سټریسونو او وېرو لرې یم. همداسې مې د دغه مقالې پایله هم همداسې تصور کړې وه چې تر لیکلو او خپرولو وروسته به یې ډېر خلک ولولي، له هغه سره به مینه ښيي او خپلو نږدې ملګرو ته به د هغه د لوستو سپارښتنه کوي. له وېرې او سټریس لرې دې تصویر جوړونې بالاخره زه دې ته چمتو کړم چې پرته له کومې ستونزې د دغه مقالې پر لیکلو شروع وکړم.

د تصویر جوړونې لپاره درې ساده ګامونه

دا چې تاسې خپل باورونه لوستي، همدا ستاسې د لا ښه څرګندېدو لپاره تر ټولو ښه وخت دی، چې د هغه پر اساس کولای شی خپل ژوند برابر کړی.

لومړی ګام: اماده اوسئ

ډېری کسان دا خوښوي چې د تصویر جوړونې پر مهال د خپلې خوښې موسیقي له اورېدو هم خوند واخلي. د بېلګې په ډول، کلاسیکه موسیقي هغه چا ته د تصویر جوړونې پر مهال ښه بګراونډ برابروي، چې هغوی کلاسیکه موسیقي اوري یا یې خوښېږي. که تاسې هم غواړی چې د تصویر جوړونې پر مهال د خپلې خوښې موسیقي واوری، ښه ده چې اواز یې ډېر ټيټ کړئ.

اوس په ښه ډول کېنئ، داسې چې ټول بدن مو راحت وي. کولای شی د راحت کېناستلو لپاره د خوب خونې پر غولي او یا هم پر څوکۍ او که تاسې د تصویر جوړونې پر مهال په قدم وهلو کې راحت یاستی، کولای شی قدم ووهئ. ژوره ساه واخلئ، سترګې مو یوڅو دقیقې بندې کړئ، ذهن مو ارام کړئ او په هر لحاظ ځان د تصویر جوړونې لپاره اماده کړئ.

دویم ګام: هغه څه چې غواړی، تصور یې کړئ

ډېری کسان د بریا په تصور کولو سره د ناراحتۍ احساس کوي او حتی له بریا وېرېږي. ممکن یوڅه کسان بیا په دې برخه کې یوڅه مقاومت وکړي، ځینې نور چې بیا د ټولنې ۹۵ سلنه تشکیلوي، له دې امله د ګناه احساس کوي.

د ماریانا ویلیا مسون دغه مشهوره سپارښتنه کېدای شي له هغو کسانو سره یوڅه مرسته وکړي، چې د تصویر جوړونې پر مهال له ذهني او عاطفي ستونزو سره مخ کېږي: «زموږ لویه وېره له نابودوالي نه ده، بلکې زموږ لویه وېره له دې ده چې موږ له اندازې زیات پياوړي یاستو. دا زموږ دروني غږ دی چې موږ وېروي. موږ له ځانه پوښتو: زه څوک یم چې د هوښیارۍ دعوې کوم؟ زه څوک یم چې غواړم جذاب، بااستعداده او باانګېزه و اوسم؟ تاسې باید دا ووایئ: ولې نه شی کولای چې دا ټولې ځانګړنې خپلې کړم؟ تاسې د پاک خدای بنده یاستی، دا چې تاسې خپله خپل ځان ته په کوچنیوالي قایل یاستی، دا به ستاسې په ګډون له هېچا سره مرسته ونه کړي. په دې کې هېڅ مثبته انګېزه نشته چې تاسې خپل ځان کم یا نابود تصور کړی، څو مو شاوخوا خلک د وېرې او ناامنۍ احساس ونه کړي.

موږ ټول د ښه ځلېدو لپاره پيدا شوي یاستو، موږ دې دنیا ته د دې لپاره رالېږل شوي یو، څو له هغو وړتیاوو ګټه واخلو چې خدای پاک موږ ته راکړې دي او هغه مسوولیت ادا کړو چې موږ یې د سرته رسولو لپاره پيدا شوي یو. دا فکر مه کوئ چې خدای پاک یوازې ځینو کسانو ته دا وړتیا ورکړې ده، بلکې موږ ټولو ته یې دا توانايي راکړې ده. کله چې موږ خپل ځان ته د ښه ځلېدو اجازه ورکړو، هغه ده چې خپل شاوخوا کسانو ته هم دا فرصت برابروو چې هغوی هم په ښه ډول راڅرګند شي. کله چې موږ خپل ځان له دروني وېرو خلاص کړو، هغه ده چې موږ خپله شاوخوا هم په مستقیم ډول له هغه خلاصوو.»

تر ټولو ښه ډالۍ چې خپلو نږدې ملګرو ته یې ورکولای شم دا ده چې موږ ټول کولای شو له خپلو وړتیاوو ښه استفاده وکړو. تاسې څه وایئ؟ تاسې په رښتیا څه غواړی؟ د محدودیتونو منطق مو نور هېر کړئ. که وشی کولای هغه څه ولری چې تاسې یې غواړی، هر کار چې غواړی سرته یې ورسوی او پر خپل ایډیال کس بدل شی، څه څه به غواړی؟ کوم کارونه به سر ته رسوی؟ کوم کس جوړېدل به غواړی؟

لوی هدفونه، لویې غوښتنې چې هغه ته په رسېدو مو ژوند بدلېږي، تصور کړئ. د دغه تجسم یا تصور کوچني جزیات هم مشاهده کړئ، احساس یې کړئ، وا یې ورئ، لمس یې کړئ، وې څکئ او بوی یې کړئ. د دغه کار د ښه تر سره کولو لپاره له ټولو حواسو په ښه ډول استفاده وکړئ. هرڅومره چې ستاسې لرلید واضح وي، هغومره باوري کېږی څو د هغه پر واقعیت بدلولو لپاره لازم کارونه وکړئ. تاسې کولای شی یا خپله نږدې او یا هم خپله لرې راتلونکې په ذهن کې تصور کړئ. کټ مټ زما په څېر، ما چې کله دا مقاله او دېته ورته یو کتاب لیکلو، داسې فکر مې کاوه چې تر لیکلو او چاپ وروسته به یې ډېر خلک لولي، له هغه سره به مینه ښيي او خپلو نږدې دوستانو او ملګرو ته به د هغه د ویلو سپارښتنه کوي. دا هغه وخت و څو هغه څه ته ځان ورسوی چې د زړه په مینه یې غواړی. ښه ده چې مخکې له مخکې هغه تصور کړئ، د هغه د لرلو احساس وکړئ او هرڅه یوځل په ذهن کې تجربه کړئ.

درېیم ګام: هغه شخص چې تاسې باید شی او هغه کارونه چې تاسې یې باید وکړی، تصور کړئ

 کله مو چې د هغه څه په اړه چې تاسې یې غواړی، په خپل ذهن کې یو شفاف تصویر و ایست، وروسته خپل ژوند پر هغه مسیر برابر تصور کړئ چې تاسې ورته رسېدل غواړی. خپل ځان مو د هغو فعالیتونو په ښه تر سره کولو کې تصور کړئ، چې تاسې یې هره ورځ سر ته رسوی؛ تمرین کول، مطالعه کول، کار کول، لیکل، اړیکې پالل، ایمیل لېږل او یا هم دې ته ورته نور کارونه. باوري اوسئ چې د یوې داسې صحنې له تصور کولو خوند اخلی.

خپل ځان داسې تصور کړئ چې د منډې وهلو او شخصي نظم له امله چې تاسې رامنځ ته کړی، تاسې یو ډول د غرور احساس کوی. ځان مو داسې تصور کړئ چې تاسې په ښه ډول خپلې کاري اړیکې تنظیموی. د خپل کار راپورونه مو چمتو کړي دي او یا مو هم هغه پروژه سر ته رسولې چې له ډېره وخته مو تعقیبوله. داسې تصور وکړئ چې همکاران، کورنۍ، مشتریان، ملګري او د ګډ ژوند ملګری مو ستاسې د مثبت چلند په اړه یو عکس العمل ښکاره کوي.

Previous Post

ایا یوازې پخپله مو حالت ته بدلون ورکولای شئ؟

Next Post

د افغانانو د ژوند یو نا ویلی داستان

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي
افغانستان

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

by Spogmai Radio
اگست 1, 2026
افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

by Spogmai Radio
جولای 25, 2026
د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې
افغانستان

د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
افغانستان

افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

by Spogmai Radio
جولای 19, 2026
Next Post
د افغانانو د ژوند یو نا ویلی داستان

د افغانانو د ژوند یو نا ویلی داستان

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بې پولې ډاکټران: پر ښځو محدودیتونه بشري ناورین ته وده

بې پولې ډاکټران: پر ښځو محدودیتونه بشري ناورین ته وده

فبروري 7, 2023

شي جين پينګ له ولاديمير پوتين سره ټليفوني خبرې وکړې

فبروري 9, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved