د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رئیس، نورالدین ترابي، له مرستندویه بنسټونو غوښتي چې له خپلو شته امکاناتو په استفادې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي، ځکه د ده په وینا، په افغانستان کې د «النینیو» پدیدې نښې څرګندې شوې دي. ترابي دغه څرګندونې د وروستیو سېلابونو له زیانمنو سره د مرستو د چټکتیا په موخه د یو شمېر مرستندویه بنسټونو له استازو سره د همغږۍ په غونډه کې کړې دي. هغه ویلي، د اقلیمي بدلونونو او د «النینیو» پدیدې له امله په هېواد کې د طبیعي پېښو، په ځانګړي ډول د سېلابونو، کچه لوړه شوې او احتمال شته چې دا پدیده په راتلونکې کې نورې منفي اغېزې هم ولري. نوموړي له مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې د احتمالي طبیعي پېښو د زیانونو د کمولو لپاره خپلې مرستې او همغږي لا چټکه کړي.













