د لوږې پر وړاندې د مبارزې سازمان ویلي، چې په هلمند ولایت کې د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه نور د ټولو ناروغو ماشومانو د منلو ظرفیت نه لري او د خوارځواکۍ د زیاتېدو له امله د دغو مرکزونو وړتیا بشپړه شوې ده. د دغه سازمان مشرې، کوبي ریتولد، هلمند ته له یو اوونیز سفر وروسته ویلي چې د لښکرګاه د خوارځواکۍ د درملنې مرکز، چې د ۴۵ ماشومانو لپاره جوړ شوی و، د اړتیا له امله ۷۰ بسترو ته پراخ شوی، خو دا ظرفیت هم په لنډ وخت کې ډکېږي. د نوموړې په وینا، بېوزلي، بېځایه کېدل، اقلیمي بدلون او د مرستندویو بودیجو کمښت په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ د زیاتېدو مهم عوامل دي. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د درملیزو خوړو او روغتیايي تجهیزاتو کمښت د خوارځواکۍ پر ماشومانو د درملنې بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی او پر اغېزمنو کورنیو یې لا ډېر فشار زیات کړی دی.













