چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

تر  اوسه ۴۰ ځله د حج مراسم نه دي تر سره شوي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 24, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
تر  اوسه ۴۰ ځله د حج مراسم نه دي تر سره شوي
943
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

حج کول د اسلام پنځمه بناء ده او په ټولو هغو مسلمانانو حج فرض دی، چې وس او توان یې ولري. هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه میلیونونه مسلمانان سعودي عربستان ته ځي او هلته د حج مراسم تر سره کوي. د تاریخ په اوږدو کې تر اوسه څلوېښت ځله د حج مراسم نه دي تر سره شوي. سږ کال د کرونا ناروغۍ له خپرېدو سره سم د عمرې کولو مراسم وځنډېدل او سعودي عربستان هم د نورو هېوادونو په څېر دغه هېواد ته د بهرنیانو ورتلل بند کړل. اوس تازه د سعودي عربستان حکومت اعلان کړی چې د کرونا ناروغۍ د لا خپرېدو د مخنیوي په موخه له سعودي بهر مسلمانان سږ کال دغه هېواد ته د حج د مراسمو لپاره نه شي راتللی. دا چې د تاریخ په اوږدو کې تر اوسه پورې د کومو عواملو له کبله څلوېښت ځله د حج مراسم نه دي تر سره شوي، په دې لیکنه کې مو ورته کتنه کړې ده.

علماوو او تاریخ پوهانو تر ننه پورې د حج د مراسمو د نه تر سره کېدو ۴۰ موارد او لاملونه د تاریخ په پاڼو کې ثبت کړي دي چې بېلګې یې سیاسي ستونزې، طبیعي افتونه، لا علاجه ناروغۍ، اقتصادي ځوړ، نا امنۍ، په لارو کې غلاوې او داسې نورې په ګوته شوي دي. یادو مسایلو ته په کتو د تاریخ په اوږدو کې د حج د مراسمو د بندښت او یا نه تر سره کېدو ۴۰ لاملونه او موارد په لاندې توګه تر بحث لاندې نیسو.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

په ۸۶۵ مېلادي کال په عرفات کې د حاجیانو عامه وژنه

۲۵۱ هجري کال د حج د مراسمو د بندېدو یوه بېلګه ده چې په دغه کال په عرفات کې د حاجیانو ټول وژنه رامنځ ته شوه، داسې چې اسماعیل بن یوسف علوي او د هغه کسانو پر حاجیانو حمله وکړه او زیات شمېر حاجیان یې ووژل.

په ۹۳۰ مېلادي کال کې قرامطه ډلې حجرالاسود غلا کړ

په ۳۱۷ هجري کال قرامطه ډلې په یوه نه بښل کېدونکي جنایت لاس پورې کړ، هغوی د مسجد الحرام د ننه ډېر حاجیان ووژل او حجرالاسود یې له ځانه سره یووړه چې تر ۲۲ راتلونکو کلونو یې د ځای په اړه هېچاته پته نه وه. قرامطه ډلې ګومان کاوه چې حجرالاسود د جاهلیت د دورې یوه څرګندویه نښه او یو ډول بت پرستي ده، له همدې امله یې د ۳۱۷ هجري کال په یوم الترویه کې طاهر قرمطي چې د بحرین حاکم او د قرامطه رهبر و، پر مکه حمله وکړه، هغه مهال حاجیان پر زیارت کولو بوخت وو چې یادې ډلې حجرالاسود له خپله  ځایه را و ایسته او د هجر په نوم سیمې «اوسنی قطیف» ته یې یوړه، له دې سربېره یې دېرش زره حاجیان په شهادت ورسول، د حاجیانو د وژلو پر مهال به یې ویل چې زه له خدایه لوی یم، هغه انسانان پیدا کوي او زه یې وژنم. نوموړي له دې سربېره غوښتل چې مقام ابراهیم هم له ځانه سره یوسي خو د مکې خادمینو هغه په کوم ځای کې پټ ترې ساتلی و.

له یادې پېښې وروسته په ۳۱۸ کال کې قرامطه ډلې چې حجرالاسود یې په قطیف کې په یو لوی کور کې ځای پر ځای کړی و، پر یو نوي بدعت لاس پورې کړ او ویې ویل چې له دې وروسته باید د حج مراسم په قطیف کې تر سره شي او د قطیف خلکو ته یې امر وکړ چې د یاد کور شاوخوا ته دې د حج مراسم تر سره کړي، خو د قطیف خلکو دغه خبره ونه منله او ډېری له هغوی څخه له همدې امله ووژل شول.

۸۹۳ مېلادي کال د بني عباس او بني عبید خلافتونه

ویل کېږي چې له ۳۷۲ هجري کال څخه تر ۳۸۰ هجري کاله پورې د مصر د خلفاوو هر یو بني عباس او بني عبید تر منځ د اختلافاتو له امله په یادو کلونو کې هېڅوک له عراق څخه د حج مراسمو ته ولاړل نه.

۱۰۳۷ مېلادي کال او د حج له مراسمو څخه د عراق د خلکو محرومېدل

په ۴۲۸ هجري کال کې هېڅوک له عراق څخه د حج د مراسمو لپاره ولاړل نه، خو د نورو هېوادونو مسلمانانو د حج مراسم تر سره کړل.

په ۱۲۵۳ کال کې له ۱۰ کلونو وروسته د حج مراسمو ته د عراق د خلکو را ګرځېدل

په ۶۵۰ هجري کال کې د بغداد مسلمانان چې ۱۰ کاله د حج مراسمو ته نه وو تللي، د خلیفه المستنصر له مړینې وروسته یو ځل بیا حج ته لاړل.

په ۱۲۵۷ مېلادي کال کې له حجاز څخه هېڅوک د حج مراسمو ته ولاړل نه

په ۶۵۵ هجري کال کې له حجاز څخه هېڅوک د حج مراسمو ته ولاړل نه او د هېڅ یو پادشاه بیرغ په مکه کې ونه رپېد.

۱۸۱۴ کال او د طاعون ناروغۍ خپرېدل

په دغه کال په حجاز کې شاوخوا ۸ زره کسان د یادې ناروغۍ له امله مړه شول.

۱۸۳۱ کال او د هندي وبا د خپرېدو له امله د درېیمې برخې حاجیانو مړینه

په دغه مېلادي کال کې چې له ۱۲۴۶ هجري کال سره سمون لري، یو ډول وباء «نا علاجه ناروغي» چې د ډېرو په خبره له هند څخه یې سرچینه درلوده، د حج په مراسمو کې خپره شوه او له امله یې شاوخوا درېیمه برخه حاجیان مړه شول.

۱۸۳۷ مېلادي کال او د وبا یا لا علاجه ناروغۍ خپرېدل

د دغه کال د حج په مراسمو کې د وبا ناروغي یا افت خپور شو او تر ۱۸۴۰ کاله یې دوام وکړ.

۱۸۴۶ کال او تر څو راتلونکو کلونو پورې د کولرا ناروغۍ خپرېدل

په دغه کال کې د کولرا ناعالجه ناروغي د حاجیانو تر منځ خپره شوه او تر ۱۸۵۰ کاله یې دوام وکړ چې له هغه وروسته په ۱۸۶۵ او ۱۸۸۳ کلونو کې یو ځل بیا را څرګنده شوه.

۱۸۵۸ مېلادي کال او له حجاز څخه مصر ته د خلکو تېښته

په دغه کال کې د یوې ناعلاجه وبا یا ناروغۍ خپرېدل د دې لامل شول څو خلک له حجاز څخه مصر ته تېښته وکړي، مصر هم هغه مهال په بئر عنبر سیمه کې د قرنطین په خاطر یو ځانګړی ځای وټاکه څو د یادې ناروغۍ له خپرېدو مخه ونیسي.

۱۸۶۴ کال او هره ورځ د زر تنه حاجیانو مړینه

په دغه کال کې هره ورځ زر تنه حاجیان د یوې خطرناکې او ناعلاجه وبا یا ناروغۍ له امله مړه کېدل او په ۱۸۷۱ کال کې هم یاده وبا په مدینه منوره کې خپره شوه، تر دې چې مصر اړ شو او مدینې منورې ته یې ډاکټران ولېږدول، هغوی په مکه او د مکې- مدینې په لاره کې یې د قرنطین لپاره ځانګړي روغتیایي مرکزونه جوړ کړل.

۱۸۹۲ کال او د مړیو بې شمېره جنازې

په دغه کال کې د حج په مراسمو کې د کولرا نا علاجه وبا یا ناروغي خپره شوه، تر دې چې د مړیو جنازې یو د بل د پاسه ولوېدې او د دفن لپاره یې هېڅ فرصت او امکانات نه وو، همدارنګه په عرفات کې هم ډېر کسان مړه شول او دغه مهال په منا کې د مړینې کچه اوج ته رسېدلې وه.

۱۸۹۵ مېلادي کال او د ټيفوییډ خپرېدل

په دغه کال کې ټیفوییډ تبې ته ورته یوه وبا یا ناروغي خپره شوه چې د یادې ناروغۍ سرچینه هغه قافله وه چې له مدینې منورې څخه راغلې وه، همدارنګه په عرفات کې هم ځينې کسان د یادې ناروغۍ له امله ناروغان شول، خو له هغه وروسته یاده ناروغي له منځه لاړه او په منا کې یې نښې څرګندې نه شوې.

۱۹۸۷ مېلادي کال او د مننژيت «ملنجیت» د ناروغۍ خپرېدل

په دغه کال کې د مننژیت د خطرناکې ناروغۍ د خپرېدو له امله چې په ډېره چټکتیا سره خپرېدله، شاوخوا ۱۰ زره حاجیان پر یاده ناروغۍ اخته شول.

د حج د مراسمو په ورځو کې د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي لپاره ترسره شوې هڅې

ناعلاجه ناروغۍ او وباوې د مکې او مسجد الحرام په تاریخ کې ډېرې رامنځ ته شوې دي او د مکې تاریخ ډېرې ناعلاجه ناروغۍ د ګڼې ګوڼې د زیاتوالي او د ډېرو هېوادونو د حاجیانو د شمېر د زیاتېدو له امله په ثبت رسولې دي. د حج په مراسمو کې د تنفسي ناروغیو د لېږد امکان ډېر وي او دغه ناروغۍ کولای شي د تنفسي دستګاه د ترشحاتو له لارې ولېږدول شي، لکه د انفلوانزا، مننژيت، اوسنۍ کرونا وبا او داسې نورې…

له قرنطین او روغتیایي خدمتونو څخه د قبایلو مخنیوی

په ۱۸۱۲ مېلادي کال کې عثماني مسوولینو د اروپایي هېوادونو په ملاتړ سره هڅه وکړه څو د حج په مراسمو کې د ناعلاجه ناروغیو د مخنیوي او مبارزې په خاطر یو قرنطنیه مرکز او روغتون جوړ کړي، ځکه هغه اروپایي هېوادونه چې مسلمان وګړي یې د حج مراسمو ته تلل، اندېښمن وو چې د بېرته راتلو پر مهال یادې ناروغۍ له ځانه سره را نه وړي. خو دغه کار د هغه قبایلو له سخت مخالفت سره مخ شو چې د حاجیانو مالونه او بارونه به یې د خپلو اوښانو په واسطه لېږدول، دا چې د یادو قبایلو تجارت او عایداتو ته زیان رسېده، نو همغه وو چې پر روغتون او قرنطنیه مرکزونو یې حمله وکړه او ډېر هغه اروپایي ډیپلوماټان او ډاکټران چې په دې مرکزونو کې یې مرستې وړاندې کولې، ووژل او یا یې ټپیان کړل.

د ذبح د قوانینو د نه رعیات کولو ستونزه

په ۱۸۸۶ کال کې د حج په مراسمو کې یو قانون وضعه شو چې له مخې یې د ذبح او د مالونو د توضیع لپاره ځایونه مشخص شول، همدارنګه د حاجیانو لپاره هغه ځایونه هم په ګوته شول چې د ذبح او قربانۍ پاتې شوني پکې واچوي، دا ځکه چې قرباني او ذبح د حج په مراسمو کې د ناروغیو د لېږد یوه اصلي لاره وه، خو له بده مرغه چې دغه تدابیر او لارښوونې جدي ونه نیول شوې او د ډېرو لخوا عملي نه شوې، له همدې امله د کولرا په څېر وژونکې ناروغۍ هر درې کاله وروسته د حاجیانو تر منځ خپرېده او له نیمو څخه زیات حاجیان یې د مرګ له خطر سره مخ کول، له دې سربېره به یادې ناروغۍ د حاجیانو تر خپلو سیمو او ګڼو عربي جزیرو پورې لېږدول کېدې.

ډولټشین: د ناروغیو  خپرېدل په عرفات کې پیل کېږي

عبدالعزیز ډولشټین روسي مسلمان او نظامي سیلاني چې په ۱۸۹۸ او ۱۸۹۹ کلونو کې یې حجاز ته سفر وکړ، نوموړي د حج په نوم په خپل یوه کتاب کې ولیکل چې د ناعلاجه ناروغیو خپرېدل معمولاً له عرفات څخه پیل کېږي او په منا کې شدت پیدا کوي، که چېرې په عرفات کې د ورته ناروغیو شاهدان ونه اوسو، دا په دې مانا ده چې په هغه کلونو کې به هېڅ ناعلاجه وبا یا ناروغي د حاجیانو تر منځ نه خپرېږي. نوموړی وایي چې په مکه او مدینه کې د ۳۰ زرو کسانو په ځایولو سره روغتیایي قرنطنیه مرکزونه او روغتونونه وو چې سیار روغتیایي قرنطنیه مرکزونه له حاجیانو سره یو ځای عرفات ته او وروسته منا ته لېږدول کېدل، په دغو روغتیایي مرکزونو کې د مکې په څېر اړین طبي روغتیایي خدمتونه په وړیا ډول وړاندې کېدل، خو له دې سربېره دغه روغتیایي مرکزونه د حاجیانو په منځ کې د ناروغیو د خپرېدو پر مهال په بشپړه توګه ناتوانه او د خدمتونو له وړاندې کولو عاجز پاتې شول.

د قبایلو په واسطه د بخار خونو تخریب

د هغه څه اړوند چې ډولشټین په خپل کتاب کې ویلي دي، قبایل د ناروغیو پر وړاندې له بېړنیو او مخنیوونکو کړنو سره مخالف وو، له همدې امله یې پر هغه بخار خونو حمله وکړه چې له منا څخه د راګرځېدونکو حاجیانو جامې او لباسونه به یې مینځل او وچول، ځکه هغوی له هرې هغه کړنې او فعالیت سره مخالفت کاوه چې د هغوی پر تجارت او عایداتو به یې منفي اغېزه کوله.

Previous Post

ایا موخې مو دې ته هڅوي چې هغه تعقیب کړی؟

Next Post

د بولټڼ په کتاب کې د افغانستان په اړه امریکايي تصور

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د بولټڼ په کتاب کې د افغانستان په اړه امریکايي تصور

د بولټڼ په کتاب کې د افغانستان په اړه امریکايي تصور

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د سږکال په لومړۍ ربعه کې د چين په ښارونو او علاقه داريو کې د ګمارل شويو کسانو د زياتوالي شمېر ۳ ميليونه او ۸۰ زره تنه و

د سږکال په لومړۍ ربعه کې د چين په ښارونو او علاقه داريو کې د ګمارل شويو کسانو د زياتوالي شمېر ۳ ميليونه او ۸۰ زره تنه و

اپریل 28, 2025
بادغیس؛ د طالبانو په برید کې لس افغان سرتېري وژل شوي

بادغیس؛ د طالبانو په برید کې لس افغان سرتېري وژل شوي

جون 24, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved