پوهنې وزارت د خلکو له فشارونو وروسته دې ته اړ شو چې له خپلې پرېکړې په شا شي. تازه د پوهنې وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د یاد وزارت په وړاندیز او د ولسمشر په تایید ددغه وزارت په چوکاټ کې د اسلامي تعلیماتو معینیت بېرته احیا شو. سرچینه وایي چې پوهنې وزارت به د یوې مېرمنې په ګډون له پنځو دیني علماوو د اسلامي تعلیماتو عالي اجرایوي بورد جوړوي او تر څنګ به یې د اسلامي تعلیماتو معینیت بېرته احیا کېږي. پوهنې وزارت دا هم ویلي چې د خلکو، ولسي جرګې او مشرانې جرګې د پرله پسې غوښتنو په اساس یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته دا وړاندیز وکړ او ولسمشر هم تایید کړی دی. تر دې وړاندې پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د لغوه کولو طرحه وړاندې کړې وه چې د ولس له سخت غبرګون سره مخ شوه.












