چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

تش په نوم امریکايي ډیموکراسۍ یوازې نورو هېوادونو ته زیانونه رسولي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 2, 2022
in نړیوال خبرونه
0
تش په نوم امریکايي ډیموکراسۍ یوازې نورو هېوادونو ته زیانونه رسولي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د تېر کال د اګست په ۲۹مه نېټه یانې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په وروستۍ موده کې، امریکايي ځواکونو د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه په کابل کې بمبار وکړ او په نتیجه کې يې د ۷ ماشومانو په شمول لس تنه ملکي وګړي ووژل.

د روان کال په همدغه ورځ د عراق په پلازمېنه بغداد کې یو سخت کړکېچ پېښ شو او له امله يې لږ تر لږه ۳۰ تنه ووژل او سلګونه تنه نور ټپیان شول. د امریکايي ځواکونو تر ساتنې لاندې زرغونې سیمې هم د توغندیو له بریدونو سره مخ وې. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په اشارې سره وویل، چې دا ښايي د عراق يوې بلې خطرناکې مرحلې ته د ننوتلو نښه وي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

امریکا وغوښتل چې په زور او زر سره په افغانستان او عراق کې ډیموکراټيک موډلونه او بنسټونه جوړ کړي، خو په دغو هېوادونو کې يې ډېرې زیاتې نښتې او پېښې رامنځته کړې او ګڼ شمېر ځايي وګړي ورسره بې کوره شوي دي.

د عراق د دغې نښتې عمده لامل ښايي د کابینې جوړونه کې ستونزه وي. عراق په ۲۰۰۵م کال کې په لومړي ځل  تش په نوم امریکايي ډیموکراسۍ  بڼه کې ټاکنې وکړې. له هغې راهیسې يې کابینې هېڅکله په عادي توګه چارې رهبري نشوی کړی. عراق د تېر کال په اکتوبر کې د پارلمان د نوې دورې ټاکنې کړې او د “صدر” غورځنګ ګوند تر ټولو زیاتې څوکۍ تر لاسه کړې، خو حکومت يې په بریالیتوب سره نه دی جوړ کړی. د دغه ګوند مشر مقتدا صدر له څو میاشتو راهیسې څو ځلې غوښتلي چې باید پارلمان لغوه شي او ټاکنې دې بیا ترسره شي څو د کابینې د جوړونې بهير سم شي.

مقتدا صدر څو ورځې مخکې پر واکمنو چارواکو د فشار اچولو لپاره له سیاسي ډګر څخه د ځان ګوښه کولو اعلان وکړ. د ده ملاتړ کوونکو لاریونونه وکړل او په سړکونو کې له امنیتي ځواکونو سره يې اخ و ډب رامنځته کړ.

په حقیقت کې امریکا د عراق وضعیت د ترینګلتیا سرچینه ده. امریکې په ۲۰۰۳م کال کې د تش په نوم او پلمه پر عراق بریدونه او حملې وکړې او وروسته يې په عراقیانو د تش په نوم امریکايي ډیموکراسي وتپله. د امریکې دغې کړنې په تېرو نږديو شلو کلونو کې عراق ته ډېر زیانونه رسولي دي.

لومړی، امریکې د لوېديځ بڼه لرونکي نظام په عراق کې کارولی، ولسمشر يې د کردانو له اتنيکي پاړکي، لومړی وزیر يې د شيعه له مذهبي ډلې او د پارلمان مشر يې د سني مذهبي ډلې څخه ټاکلي دي. په دې توګه عراق له سیاسي پلوه په ژوره توګه وېشل شوی او د مختلفو سیاسي ډلو تر منځ روغې جوړې ډېرې ستونزمنې شوې دي.

دوهم، د عراق اقتصاد د جګړې او شخړې له امله سخت زیانمن شوی دی. شمېرې ښيي، چې د عراق د هر تن په سر د کورنیو تولیداتو ارزښت په ۱۹۹۰م کال کې ۱۰ زره ۳ سوه ۵۶ ډالره و، خو په ۲۰۲۰م کال کې دغه شمېر یوازې ۴ زره ۱ سل او ۵۷ ډالره و. شنونکي وايي، چې د عراق خلکو د تېر کال له اکتوبر راهیسې څو ځلې لاریونونه وکړل، نه یوازې د کابینې له نه جوړېدو سره مخالفت يې څرګند کړ، بلکې د وزګارۍ د لوړې کچې او د ژوند د ستونزمن حالت په هکله يې ناخوښي او نارضایت په ډاګه کړی.

درېیم، د عراق امنيتي وضعیت هم مخ په خرابېدو دی. شمېرې ښيي چې له ۲۰۰۳م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې، هر کال په منځنۍ توګه ۳۴۰۰ ترهګریز بریدونه پېښ شوي او په هر برید کې په منځنۍ توګه ۴ تنه ملکیان وژل شوي دي.

له دې څخه ښکاري، چې تش په نوم امریکايي ډیموکراسي په عراق کې پوره ناکامه شوه، څرنګه چې امریکې په واقعي توګه د ډیموکراسۍ تر پردې لاندې خپل تسلط ساتي.

د عراق ستراتيژيک کارپوه احمد شریفي په اشارې سره وویل، چې پر عراق د امریکې د بريد کولو موخه له ډیموکراسۍ سره هېڅ تړاو نلري، خو یوازې په منځني ختيځ کې د خپلې برترۍ او هژموني د پياوړتیا لپاره دی.

Previous Post

د چين د کمونېست ګوند ۲۰م ملي کانګرېس مطبوعاتي ادارې کورنيو او بهرنيو خبريالانو ته هرکلی ووايه

Next Post

د چين تصديو د پاکستان بلوچستان سيلاب ځپلو ته بسپنه ورکړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د چين تصديو د پاکستان بلوچستان سيلاب ځپلو ته بسپنه ورکړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کندوز؛ د پایپ جوړولو فابریکه د ورځې څه باندې ۴ ټنه پایپونه تولیدوي

کندوز؛ د پایپ جوړولو فابریکه د ورځې څه باندې ۴ ټنه پایپونه تولیدوي

فبروري 19, 2026
پوتین او زلینسکي د جي۲۰ ډلې هیوادونو غونډې ته بلل شوي

پوتین او زلینسکي د جي۲۰ ډلې هیوادونو غونډې ته بلل شوي

اپریل 30, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ