چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home کتاب

توره نجلۍ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 24, 2021
in کتاب
0
توره نجلۍ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

«د ښوونځي په لومړي ټولګي کې په لومړي نمبر راغلی وم او د ښوونځي ادارې په ستاینلیک ونازولم، دا هغه لومړۍ خوښي او ویاړ و چې د لومړي ځل لپاره مې د خپلې کورنۍ په برخه کړی و. د ځان ستاینه نه کوم، خو په ټوله کې لایقه هلک وم…»

د ناول پيل چې په ډيالوګ او یا هم د یوې صحنې په انځور وشي، لوستونکي ته هومره په زړه پورې او جذاب وي، د لوستونکي حواس ورټولېږي او تر اخره د لوستلو لاس ورکوي، که داسې ونه شي او یا لیکوال د ناول پيل په دې ډول ونه کړي، ممکن لوستونکی ان په هماغه لومړي سر کې خدای پاماني ورسره وکړي.

You might also like

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

 د (تورې نجلۍ) پيل همداسې خوندور شوی دی، ژر مو ذهن هغه صحنې ته بیايي چې لیکوال یې تاسې ته بیانوي، که چا ښوونځی لوستی وی، هغوی خو ځان په هماغه ټولګي ویني او ان ځان خپله داسې احساسوي لکه ګواکې چې په هماغه صحنه کې حاضر دی، ځکه په ټولګي کې د اول نمره‌ګۍ خوند او بیا د ادارې لخوا د ستاینلیک اخیستل په رښتیا هم چې ډېر خوند کوي. د دې صحنې په لیدلو سره لوستونکي ته سمدستي ځینې پوښتنې پيدا کېږي، د بېلګې په ډول هغه وايي، له دې وروسته دا سړی(د ناول اصلي کرکټر) څه کوي؟ ښوونځی پرېږدي؟ ناروغ کېږي؟ درانه کارونه کوي؟ ښوونځی یې سوځول کېږي او که بله څه بلا پرېوځي؟

لوستونکی د دې پوښتنو د ځوابونو د پيدا کولو لپاره مجبور دی چې ناول تر اخره ولولي او وروسته بیا پوه شي چې څه وشول. دا د لیکوال یوه ښه ځانګړنه ده چې لوستونکی ان له لومړي سره له ځان سره واخلي، ټولې صحنې پرې وویني، هر ځای ته یې بوځي، وې خندوي، وې ژړوي او ښې ډېرې کیسې ورته وکړي. د دې ناول لیکوال دا ځانګړنه لري.

 د ناول اصلي کرکټر کلیوال ځوان دی، هغه له ښاره لرې په یوه لرې سیمه کې ژوند کوي، ساده ژوند لري او په ډېرو څیزونو یې چندانې سر نه خلاصېږي. کله چې په ناول کې لیکوال د ناول هر کرکټر د هغه له موقف سره سم ولوبوي، هومره لوستونکیو ته په زړه پورې کېږي. د بېلګې په ډول، که کرکټر بزګز وي، باید د بزګز په ژبه وغږېږي او ټول سروکار یې له بېل او پټي سره وي.

د کرکټر له موقف سره نه یوازې سمه ژبه باید وکارول شي، بلکې د هغه د ژوند ډول، عادتونه، ناسته ولاړه او غوښتنې یې هم باید د هغه له موقف سره سمې وي. په دې ناول کې دا اصل ډېر ښه په پام کې نیول شوی دی. د ناول اصلي کرکټر په لومړیو کې په کلي کې ژوند کوي او ټول هغه عادتونه لري چې یو کلیوال زلمی یې لري. لکه په ناول کې یوځای راځي: «باغ سره نښتي دیوال سره کوڅه کې د سېل د مخنیوي لپاره رحمت اکا خاوره اچولې وه او د سید اکا باغ ترې له لرې مالومېده، ورغلو، ور غږ مې کړ، سید اکا و سید اکا! بي دادا دې غواړي!!

هیڅ غږ راغبرګ نشو، زمري ته مې وویل، هلکه که وای نو خامخا یې غږ راکاوه نشته؛ ځه چې په دېوال ورواوړو.»

انځورکښنه پکې په ډېر مهارت سره شوې ده، دومره مهارت سره چې د لوستو پر مهال یې به یې کاملاً په هغه صحنه کې غرق وې، داسې چې له ځان سره به مسک مسک کېږي او دروناً به یو بل ډول احساس کوی، که دا وخت ښه په زوره درباندې یوڅوک غږ ونه کړي، هر غږ به دې اسانه وا نه وري. لکه ناول کې یو ځای راځي: «غېږ کې مې ونیوه، ورته ومې ویل، ته خبره یې چې پر ما څه تېر شول، څومره درد مې ولید، څومره وځورېدم، ستا له لیدو وروسته مې بیا ارام نه دی کړی، یوه شېبه مې ستا له یاد پرته نه ده تېره کړې، یوه لحظه مې له یاده نه یې وتلې.

 تورې نجلۍ مې سر په اوږه کېښود، له اوښکو ‌‌‌‌‌‌ډکې سترګې یې راپورته کړې، ویې ویل، مینه…»

 څومره مهارت، یوځل مو بوځي د خپلې معشوقې تر غېږې، د هغه له سترګو سره سترګې درباندې وجنګوي، پر اوږه مو سر کېږدي او د وجود تودوخه یې درباندې لمس کړي.

د ناول موضوع د پښتني ټولنې، کلیوالي ژوند، ماشومتوب سیالیو، بې غمه ژوند او سرشارې دنیا، غوښتو او ناغوښتو ورانیو، د ځلمیتوب ناخوالو، مینې او ژوند په په پراخه دښته څرخ وهي؛ خو تر بل هر اړخ یې د مینې اړخ پکې قوي دی.

مینه‌وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

Previous Post

یوناما: د سولې له خبرو سره هممهاله ملکي تلفات ډېر شوي

Next Post

کرنې وزارت: روان کال په هېواد کې د زعفرانو حاصلات ۲۱ ټنو ته رسېدلي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو
کتاب

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
فبروري 21, 2026
«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو
کتاب

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

by Spogmai Radio
جنوري 24, 2026
عثماني خلافت کتاب چاپ شو
کتاب

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
دسمبر 6, 2025
کتاب

د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2025
«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو
کتاب

«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2025
Next Post
کرنې وزارت: روان کال په هېواد کې د زعفرانو حاصلات ۲۱ ټنو ته رسېدلي

کرنې وزارت: روان کال په هېواد کې د زعفرانو حاصلات ۲۱ ټنو ته رسېدلي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

نانسي پلوسي: ته به وایې دا کرونا د ټرمپ خپل ویروس دی

نانسي پلوسي: ته به وایې دا کرونا د ټرمپ خپل ویروس دی

جولای 22, 2020
غزني کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیستل شو

غزني کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیستل شو

دسمبر 19, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved