د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي وايي، د افغانستان روغتیايي نظام د پخوا په پرتله ښه شوی او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی، په ځانګړي ډول په لرو پرتو سیمو کې، زیات شوی دی. جلالي وایي، په مرکز او ولایتونو کې د تشخیص، لابراتوارونو او سيټيسکن برخې پرمختللې شوې دي. هغه همداراز وايي، له پاکستانه د درملو د وارداتو بندېدل د کورني درملو تولید د پیاوړتیا لپاره فرصت برابر کړی دی. د عامې روغتیا وزیر د میندو د مړینې د زیاتوالي راپورونه هم رد کړي او د شفري نسخو لیکل یې د درملو د قاچاق ترڅنګ جرم بللی دی.












