چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړۍ

جه جيانګ  د ګډې شتمنۍ نمونوي سيمې د ابادۍ  پر لار چټک ګامونه پورته کوي

( ليکواله؛ ياسمين، د چين نړيوالې راډيو خبرياله)

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 14, 2021
in نړۍ
0
جه جيانګ  د ګډې شتمنۍ نمونوي سيمې د ابادۍ  پر لار چټک ګامونه پورته کوي

default

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو

پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی

امریکا او سعودي عربستان د سوله‌ییز اټومي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې او دولتي شورا د جون په لسمه نېټه (( په جه جيانګ ولايت کې د لوړ کيفيت له پرمختګ او د ګډې شتمنۍ نمونوي سيمې له ابادۍ څخه  ملاتړ  )) مهم سند خپور کړ.

 په دغه سند کې د جه جيانګ ولايت د نمونوي سيمې د ابادۍ په اړه څلور ستراتيژيکې موخې او د شپږو برخو مهم اقدامات ټاکل شوي او دا موخه پکې وړاندې شوې، چې جه جيانګ ولايت به تر ۲۰۲۵م کال پورې د دغې نمونوي سيمې د ابادۍ څرګندې لاسته راوړنې ولري او تر ۲۰۳۵م کال پورې به د لوړ کيفيت د پرمختګ لا ستر برياليتوبونه تر لاسه او  ګډه شتمني به را منځته کړي.

د نوموړي سند د خپرېدو بنسټيزه زمېنه څه ده؟

ګډه شتمني د سوسياليزم اصلي غوښتنه او د خلکو هيله ده. په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون له تطبيق وروسته په تيره بيا د چين کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ د نوموړي ګوند د مرکزي کمېټې په مرکزيت د ګوند غړي او د هېواد د بېلا بېلو قومونو خلکو د ګډې شتمنۍ د رامنځته کولو پر لوري نه ستومانه کېدوونکي کوښښونه کړي او د هراړخيزې شتمنې ټولنې د ابادۍ په برخه کې يې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي، چې دغه کار د دغه هېواد د پرمختګ په نوې مرحلې کې د ګډې شتمنۍ د ابادۍ لپاره کلک بنسټ برابر کړی دی. چين د عصري سوسياليستيک هېواد د هراړخيزې ابادۍ پر لوري نوی سفر پيل کړی او د ټولو خلکو د ګډې شتمنۍ موخې ته يې  لوړ ځای ورکړی او د دغې موخې د بشپړولو لپاره  هلې ځلې کوي، څو خلک له ګډې شتمنۍ څخه رښتينې ګټې واخلي.

ولې جه جيانګ ولايت د ګډې شتمنۍ نمونوي سيمې په توګه ټاکل شوی؟

لومړی لامل يې دا دی، چې د جه جيانګ ولايت وضعيت نمونوي شکل لري. په دغه ولايت کې د خاورې مساحت او نفوس اندازې مناسبې دي، د غرونو، اوبو او کروندو په شمول ډېرې برابرې سرچينې لري، د ښارونو او علاقه داريو نفوس يې د کليوالو سيمو نفوس سره کابو برابر دی.

 دوهم لامل يې دا دی، چې جه جيانګ ولايت د نمونوي سيمې د ابادۍ ښه بنسټ او غوره والی لري او د شتمنۍ کچه يې لوړه ده. په ۲۰۲۰ کال کې د دغه ولايت د توليداتو عمومي ارزښت ۶۴۶۰ ميليارډو يوانو ته رسيده او د هر تن منځنی ارزښت يې له ۱۰۰ زرو يوانو څخه زيات و. تېر کال د جه جيانګ ولايت د هر اوسېدونکي منځني عايدات د هېواد د منځني شمېر له ۱۶۳ فيصدو سره برابر وو. بل دا چې جه جيانګ ولايت برابر پرمختګ کوي. د بېلګې په توګه، په دغه ولايت کې د ښاري او کليوالو سيمو اوسېدونکو د عايداتو ترمنځ فاصله د هېواد د نورو سيمو په پرتله ډېره کمه ده.

 درېيم لامل يې دا دی، چې جه جيانګ ولايت د اصلاحاتو او نوښت ټينګه اراده لري. دغه ولايت د اصلاحاتو په برخه کې ډېرې ګټورې تجربې لري او همدغه اراده او تجربې به  يې د نمونوي سيمې په جوړونه کې اغېزمن رول ولوبوي.

جه جيانګ ولايت د ګډې شتمنۍ نمونوي سيمې د ابادۍ پر لاره  ګامونه پورته کوي.

جه جيانګ ولايت د ياد سند له مخې د ګډې شتمنۍ د ابادۍ لپاره د ګټور ميکانيزم او تګلارو سيستم د جوړولو په هڅه کې دی. نوموړی ولايت د اقتصاد د باکيفيته پرمختګ، د عايداتو د وېش نظام د اصلاحاتو، له ښو عامو خدمتونو څخه د خلکو برخمنتيا، د ښارونو او کليو د برابر او همغږي پرمختګ، د سوسياليزم د پياوړي کلتور د پرمختګ، د ايکولوژيکي تمدن د ابادۍ او د ټولنې د ادارې په اوو برخو کې ۵۲ تدبيرونه طرحه کړي دي.

 دغه ولايت به د اجنډا له مخې د لوړ کيفيت پرمختګ او د ګډې شتمنۍ نمونوي سيمې د ابادۍ موخې ته ورسيږي او هر کال به نوښتونه رامنځته کړي، په راتلونکو پنځو کلونو کې به ستر برياليتوبونه تر لاسه او پنځلس کاله وروسته به دغه نمونوي سيمه پوره جوړه شي.

Previous Post

میر رحمان رحماني: افغان حکومت دې پر خپلو امنیتي تګلارو له سره کتنه وکړي

Next Post

صالح: نیول شوې سیمې به د طالبانو په ګورستان بدلې شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو
نړیوال خبرونه

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو

by Spogmai Radio
جولای 28, 2026
پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی
نړۍ

پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی

by Spogmai Radio
جولای 27, 2026
امریکا او سعودي عربستان د سوله‌ییز اټومي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه
نړۍ

امریکا او سعودي عربستان د سوله‌ییز اټومي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

by Spogmai Radio
جولای 23, 2026
ټرمپ: په هرمز تنګي کې د ایران هر برید به له پوځي ځواب سره مخ شي
نړۍ

ټرمپ: په هرمز تنګي کې د ایران هر برید به له پوځي ځواب سره مخ شي

by Spogmai Radio
جولای 23, 2026
پېنټاګون؛ اردن کې د وژل شویو ۲ امریکايي سرتېرو هویت خپور کړی
نړۍ

پېنټاګون؛ اردن کې د وژل شویو ۲ امریکايي سرتېرو هویت خپور کړی

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
Next Post
صالح: نیول شوې سیمې به د طالبانو په ګورستان بدلې شي

صالح: نیول شوې سیمې به د طالبانو په ګورستان بدلې شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کندهار کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت سړک جوړېږي

کندهار کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت سړک جوړېږي

دسمبر 28, 2023
ملګري ملتونه: لوږې او بېوزلۍ افغانان له بې مخینې ناورین سره مخ کړي

ملګري ملتونه: لوږې او بېوزلۍ افغانان له بې مخینې ناورین سره مخ کړي

مارچ 8, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved