د امریکا نوې اداره باید د افغان سولې په اړه ځان په هر څه پوه کړي. د امریکا د مرکزي قومندانۍ پخواني قومندان جوزف ووټل په یوه تازه مرکه کې ویلي د امریکا د نوي حکومت یو مهم مسوولیت دا دی چې ټولې جګړې پای ته ورسوي. دده په وینا د بايډن ادارې ته په کار ده چې د خپلو تګلارو او پلانونو په اړه ډاډ ترلاسه کړي او د سولې پروسې ته دې ادامه ورکړي. جوزف ووټل دغه راز ویلي چې بایډن دې د افغانستان په اړه د رښتینو افرادو نظریات واوري او له هغو کسانو دې سلا مشوره واخلي چې د سولې او افغانستان له وضعیت بشپړ خبر دي. نوموړي همدا راز ویلي چې د سولې له هڅو سره دې هممهاله د بایډن اداره پر خپل پوځ او پوځي قومندانانو هم باور له لاسه نه ورکوي.












