سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

جي ۲۰ بايد د شته ننګونو پر وړاندې اغېزمن ګامونه پورته کړي

لیکنه: زرینه؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 2, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
جي ۲۰ بايد د شته ننګونو پر وړاندې اغېزمن ګامونه پورته کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د ۳۱ مې نېټې په شپه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د روم په کوربه توب د جي ۲۰( د شلو هېوادونو ډلې) د مشرانو په ۱۶ مه سرمشريزه کې ګډون او وينا وکړه. نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې د ننګونو د لرې کولو لپاره د نړيوالې ټولنې اراده لا ټينګه او خوځنده ځواک يې نورهم زيات شوی، خو لانور اغېزمن اقدامات يې ډېر مهم او په کار دي. نوموړي همدارنګه د اقليمي بدلون، انرژۍ او دواملرونکي پرمختګ په ګډون د يو شمېر ستونزو په اړه هم خپل نظرونه او وړانديزونه وکړل، چې د بېلابېلو هېوادونو پر وړاندې د نړيوالو شته ننګونو د لرې کولو لپاره ډېر اغېزناک بلل شوي دي.

په نړۍ کې اوسمهال اقليمي بدلون او د انرژۍ ستونزې له سختو نړيوالو ننګونو څخه شمېرل کيږي. که څه هم نړيوالې ټولنې د دغو ننګونو د لرې کولو لپاره ټينګه اراده او هوډ ښودلی، خو ځينو هېوادونو د نظريو د توپيرونو له کبله رښتيني اقدامات نه دي غوره کړي.

د اقليمي بدلون او د انرژۍ ستونزو د لرې کولو لپاره  څه اقدامات په کار دي؟ د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پدې اړه  د جي ۲۰ د مشرانو ۱۶ مې سرمشريزې ته په وينا کې وړانديزونه وکړل او ويې ويل، چې نړيواله ټولنه دې  لومړۍ هراړخيزې او برابرې تګلارې او تدبيرونه غوره کړي، دوهم د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون  او پاريس تړون دې په جدي توګه عملي کړي، درېيم له پرمختيايي هېوادونو څخه دې زيات ملاتړ وکړي. د رئيس شي دغه درېواړه وړانديزونه جي ۲۰ ته د ننګونو حل لاره  په ګوته کړې او خوځنده ځواک يې برابر کړی دی.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

چين له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره خپله هڅه نه ده سپمولې او د خپلو اړوندو تګلارو او اقداماتو سپين کتاب يې هم خپور کړی دی. شي جين پينګ په ياده سرمشريزه غونډه کې يوځل بيا وويل، چې چين هغو دوو موخو  ته د رسېدو په هڅه کې دی، چې يوه يې له ۲۰۳۰م کال مخکې اوج ته د خپل کاربن د ايستلو اندازې رسول او بله يې له ۲۰۶۰م کال مخکې د کاربن حنثی کول دي. پدې معنا چې چين به د نړۍ تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد په توګه په ډېر کم وخت کې د کاربن د ايستلو په اندازه کې تر ټولو ډېر کموالی راولي او له دې څخه د دغه هېواد ټينګه اراده او مسئولانه رويه ښکاري.

د هرې لويې موخې پوره کېدل د رښتينو اقداماتو د عملي کېدو نتيجه ده. رئيس شي د يادو دوو لويو  موخو د پوره کولو لپاره تفصيلي اقدامات هم اعلان کړل، مثلاً د چين دولت به بېلابېلو برخو کې د اړوندو موخو د پوره کولو پلانونه جوړ کړي، مساعده زمينه به برابره کړي او اړوندې تګلارې به اصلاح کړي. پدې معنا چې چين نه يوازې خپلې موخې ټاکلې ده، بلکې دغو موخو ته د رسېدو لپاره يې رښتيني اقدامات هم غوره کړي دي.

د جي ۲۰ د دې سرمشريزې د ترسره کېدو په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون ۲۶ م کنفرانس هم په بريتانيا کې پرانيستل شو. ډېرې خلک هيلې لري، چې نړيواله ټولنه په تېره بيا پرمختللي هېوادونه دې له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره خپلې وعدې عملي کړي، له پرمختيايي هېوادونو سره دې زياتې مرستې وکړي او رښتيني اقدامات دې غوره کړي.

له دې وړاندې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۱مه نېټه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وينا کې د نړيوال پرمختګ وړانديز وکړ، او ويې ويل چې بېلابېل هېوادونه دې پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي، پر خلکو دې تمرکز وکړي، د ټاکلو موخو لپاره دې اغېزمن اقدامات غوره کړي او خپلمنځي همکارۍ دې پياوړې کړي او د ګډو ګټو پر بنسټ دې همکاريزې اړيکې ټينګې کړي. د رئيس شي دغه وړانديز د جي ۲۰ د روم سرمشريزې له اعلاميې سره سمون خوري او د دې ډلې د مسئوليت د رعايت او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ موخې د پوره کولو لپاره ډېرې ګټې لري.

روم ښار په يوه ورځ نه دی جوړ شوی، د اوسنيو نړيوالو ننګونو لرې کول د دې ښار د جوړولو په شان دي، د يوې ننګونې حل رښتيني او اغېزمن اقدام ته اړتيا لري. د جي ۲۰  ۱۶ مې سرمشريزې ته د رئيس شي وړانديزونه او د هغه لخوا اعلان شوي اقدامات به دغې ډلې ته زيات خوځنده ځواک ورکړي او د نړيوالو ننګونو د لرې کولو او د ګډې ودې د موندلو لپاره به زيات رول ولوبوي.

Previous Post

م.م: ۱۴ کلونو کې ۱۲۰۰ خبریالان وژل شوي دي

Next Post

رییس الوزرا: په کاغذي تذکرو دې هم پاسپورټ ورکړل شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
رییس الوزرا: په کاغذي تذکرو دې هم پاسپورټ ورکړل شي

رییس الوزرا: په کاغذي تذکرو دې هم پاسپورټ ورکړل شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په کاشغر کې د پسرلني اختر ماښامنۍ کلتوري ننداره وستایل شوه

په کاشغر کې د پسرلني اختر ماښامنۍ کلتوري ننداره وستایل شوه

فبروري 12, 2024
بغلان کې د اوبو یو بند جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

بغلان کې د اوبو یو بند جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

اگست 11, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved