د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن د ارمنستان او اذربايجان د بهرنيو چارو له وزيرانو سره د يادو هېوادونو پر ګډه پوله د رامنځته شوې شخړې په تړاو خبرې کړې دي. بلېنکن د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې د ارمنستان د بهرنيو چارو له وزير ارارات ميرزويان او د اذربايجان د بهرنيو چارو له وزير جيحون بايراموف سره کتلي او ترې غوښتې يې دي چې دواړه هېوادونه دې د رامنځته شوي اوربند د ساتلو هڅه وکړي. دا د تېرې اونۍ تر جګړې وروسته د اذربايجان او ارمنستان د چارواکو تر منځ لومړنۍ مخامخ ليدنه ده. په ياده جګړه کې د دواړو لورو ۲۰۰ سرتېرې ووژل شول او د ارمنستان لومړي وزير نيکول پاشنيان ادعا وکړه چې اذربايجان یې د خاورې لس کيلومتره مربع برخه لاندې کړې ده.












