د اروپايي شورا لومړی مشر او د بلژيک پخواني صدراعظم وان رومپوی په دې وروستيو کې د چين مېډيا ګروپ ځانګړې مرکه منلې.
نوموړي په خبرو کې ويلي، چې چين يو ستر هېواد دی او زه د چين کلتور او تمدن ته په درنه سترګه ګورم.
نوموړي زياته کړه، ۲۰۲۵م کال د چين او اروپايي ټولنې تر منځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۵۰مې کليزې سره برابر دی او د چين او اروپايي ټولنې تر منځ اړيکې يوه مهم پړاو ته ننوتې دي. چين او اروپا بايد خپلمنځي سياسي متقابل باور زيات کړي.
نوموړي ويلي، موږ بايد پر څواړخېزم ټينګار وکړو، د محافظه کارۍ سره به مخالفت وکړو، يو له بل سره به رښتیني واوسو، څو په نړۍ کې د ډېرو ستونزو د حل لپاره لارې چارې ومومو.












