سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د اروپايي ټولنې او امریکا د تعرفو خبرو اترو پرمختګ ورو شوی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 24, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د اروپايي ټولنې او امریکا د تعرفو خبرو اترو پرمختګ ورو شوی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکايي حکومت له خوا د اوسنیو سوداګریزو تګلارو له امله د تعرفو په اړه د اروپايي ټولنې او امریکا ترمنځ د خبرو اترو پرمختګ ورو شوی دی. که څه هم د اروپايي ټولنې او امریکا ترمنځ د تعرفو خبرې اترې اوس د بیا پیل مرحلې ته ننوځي، خو د دواړو خواوو ترمنځ توپيرونه لاهم شته دي. اروپايي ټولنه له امریکا څخه د طبیعي ګازو، وسلو او کرنیزو محصولاتو په اخیستلو کې جوړجاړي ته چمتو ده، خو د اضافي ارزښت د مالیاتو د له منځه وړلو، د ډیجیټلي مقرراتو او مالیاتو د کمولو او د خوړو معیارونو د ټيټولو په اړه د امریکا غوښتنې به ونه مني.

 اوس امریکا د اروپايي ټولنې د فولادو او المونیم په محصولاتو او موټرو باندې د نورو ۲۵ سلنې تعرفې لګولو ته دوام ورکوي، په نږدې ټولو نورو محصولاتو باندې ۱۰ سلنه تعرفه ساتي او ګواښ کوي چې د درملو او کلیدي کانونو په شمول محصولاتو باندې به نورې تعرفې هم وضع کړي. اروپايي ټولنې د مې په پیل کې د امریکا د تعرفو په مقابل کې د نږدې ۱۰۰ میلیاردو یورو په ارزښت د توکو د لیست په اړه عامه مشوره پیل کړه. سربېره پر دې، اروپايي ټولنه به د امریکا د تش په نوم بالمثل تعرفو او د موټرو او د هغو اړوند برخو باندې د تعرفو تګلارو لپاره سوداګرۍ نړیوال سازمان ته دعوی وکړي. اروپايي ټولنې وویل چې که خبرې اترې د دواړو خواوو لپاره ګټورې پایلې ته ونه رسېږي، اروپايي ټولنه به ځوابي اقدامات پلي کړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

بې له شکه د امریکا ناڅرګنده سوداګریزې تګلارې د موټرو او درملو په شمول د اروپا پر اصلي صنعتي چارو ژوره اغېزه کوي. د اروپايي ټولنې د احصائيې ادارې د شمېرنې له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې امریکا ته د اروپايي ټولنې په صادراتي توکو کې درمل، موټر او میخانیکي محصولات نږدې نیمایي برخه نیسي. په دې لنډه موده کې، د تعرفو اغېزو او د سوداګریزې جګړې د ناڅرګندتیا له امله، د موټر او د ماشینونو جوړولو ډېری اروپايي شرکتونه د پلور او پانګې اچونې له زیانونو سره مخ دي. د موټر د ډېرو شرکتونو د پراختیا یا پانګونې پروژې او د پلور ځینې ارډر ځنډول شوي.

له بلې خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په ۱۲مه نېټه یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې په دغه هېواد کې د درملو بیې ډېرې کمې کړي او موخه یې د درملو بیې له ۵۹ سلنې څخه ۹۰ سلنې ته راټیټول دي.

د اسټرا زینیکا(AstraZeneca)او پفیزر(Pfizer)په شمول د درملو جوړولو نږدې ۳۰ لویو نړیوالو شرکتونو په تېر اپرېل کې په ګډه  د اروپایي کمیسیون رئیسې وان دیر لین ته یو لیک واستاوه او پر اروپايي ټولنې یې غږ وکړ چې د اروپا د درملو چارو وده ورکولو لپاره تدبیرونه ونیسي، څو د امریکا له خوا پر درملو احتمالي تعرفو ته ځواب ووایي.

د اروپايي کمیسیون د اقتصادي چارو غړي ورډیس دونګبرووسکیس وویل چې د امریکا د تعرفو تګلارو نړیوال اقتصادي ناڅرګندتیا ته وده ورکړې او اروپایي ټولنه باید ژر تر ژره د سیالۍ توان د لوړولو لپاره خپل اقدام وکړي.

Previous Post

شي‌ جين‌ پينګ د رومانيا منتخب ولسمشر نيکوسور ډاين ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

Next Post

د چين استازی: په غزه کې اوربند له ټولو بېړنيو دندو څخه لومړې درجه اهميت لري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د چين استازی: په غزه کې اوربند له ټولو بېړنيو دندو څخه لومړې درجه اهميت لري

د چين استازی: په غزه کې اوربند له ټولو بېړنيو دندو څخه لومړې درجه اهميت لري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

حقاني: تواضع او د خلکو خدمت د علماوو مسوولیت دی

حقاني: تواضع او د خلکو خدمت د علماوو مسوولیت دی

جنوري 6, 2026
دفاع وزارت ۳۰۰ پوځي وسایط بېرته ترمیم کړي دي

دفاع وزارت ۳۰۰ پوځي وسایط بېرته ترمیم کړي دي

مارچ 24, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ