چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د ازمون ميډيا ګروپ رئيس: چين د اسيا لوبو له لارې نړۍ ته د اسیا لويې وچې يو مثبت انځور وړاندې کړ

لیکنه: غاټول د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 26, 2023
in نړیوال خبرونه
0
د ازمون ميډيا ګروپ رئيس: چين د اسيا لوبو له لارې نړۍ ته د اسیا لويې وچې يو مثبت انځور وړاندې کړ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د سپتمبر د ۲۳مې نيټې په ماښام په هانګ جو کې د اسيا لوبو د پرانيستنې مراسم پيل شول او د چین د دولت رئيس شي جين پینګ د دې لوبو پيلېدل اعلان کړل. په اسيا کې د يوې لويې سپورټي مېلې په توګه د دې لوبو پرانيستنې مراسم په نړۍ کې د پاملرنې وړ ګرځېدلي دي. د ډېرو خبري رسنيو په اند  ياد مراسم له تخنيکي او کلتوري عواملو څخه ډک و او هم يې د دې مراسمو د تر سره کولو لپاره د ټولو کارکوونکو کارونه ستايلي دي. په دې اړه د چين د ميډيا ګروپ خبريالې غاټول د افغاستان د ازمون ميډيا ګروپ له رئیس شريف الله سروري سره مرکه کړې ده. هغه ويلي چې چين د دې لوبو پرانيستنې په مراسمو کې دا ثابته کړې چې د خپل ژور سياسي او اقتصادي ثبات ترڅنګ، ټکنالوژيک او کلتوري وده او ښه شهرت هم لري. د دغو لوبو پرانيسته او ورته نيول شوي مراسم هم بې ساري او نوښتګر و.

په ورته وخت کې هغه هم د دې لوبو د چمتوالي کارونه ډېر وستايل او د ملتونو له کلتوري ارزښتونو خپرول د یادو لوبو د تنظیمونکو کمیټو ځیرکتیا او تکړه توب په ګوته کوي. هغه زياته کړه چې دوی د لوبو د مختلفو رشتو او ټولو ګډون کوونکو لوبډلو لپاره په زړه پورې تیاریانې نيولې. له ټولو تیاریو او چمتوالي سره سره، د یادو لوبو ښه او بې ساری رسنیز پوښښ یوه بله غټه لاسته راوړنه ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

حقيقت دا دی چې د دغو لوبو د تشکيلاتي کميټې او اړوندو کارکوونکو په ګډو هڅو سره چين نړيوالو ته ياد په زړه پورې مراسم تر سره کړي چې ډېر وګړي دغه مراسم ځانګړي بولي. خو دا ډېره د  پاملرنې وړ ده چې د روانې دورې په اسيايي لوبو کې د کرکيټ په شمول ډېرې هغه لوبې هم ترتیب شوې چې اوس لا هم د اولمپيک په سپورټي لوبو کې نه دي شامل شوي. د سپتمبر په ۱۹مه نېټه د کرکیټ ابتدایي لوبې له يادو مراسمو نه مخکې د جه جيانګ ولايت په صنعتی پوهنتون کې پيل شوې. افغان کرکيټ لوبغاړي به د اکتوبر په درېیمه نېټه هم په دې لوبو کې ګډون وکړي. که څه هم د کرکيټ لوبې په چين کې دومره مروجې نه دي، خو تشکيلاتي کميټې يې د دې لوبو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې او په لوړ معيار سره يې د کرکيټ لوبو لوبغالی جوړ کړی. په دې اړه ښاغلي سروري داسې ويلي چې چین د اسیايي لوبو بې جوړې او زبردست ترکیب کړی. د اسیايي لوبو په تشکیل کې د کرکيټ ور اضافه کول، د کرکيټ د لوبو لپاره د لوبغالو اماده کول او په درجوي اساس د یادو لوبو تنظیمول بې ساری او ښه ګام دی. له سپورتي بهیره د نړۍ خبرول او همدا شان د کرکيټ لوبې د بې کچې پرمختګ ارزیابي کول او په اسیايي لوبو کې کرکټ لوبې ته مهم ځای ورکول به د اسیایي لوبو د لېدونکو او ګډون کوونکو هېوادونو لپاره په زړه پورې واوسي. افغانستان د یادو لوبو د یوه مهم ګډونوال په توګه د نورو برخو تر څنګ د افغان ابدالیان په نوم د کرکيټ لوبډله هم لېږلې ده.تمه ده چې افغان ابدالیان لوبډله به د خپلو تجربه کارو او د تکړه لوبغاړو په شتون کې ښې لوبې وکړي او د روانو لوبو لېدونکو ته به د ښې نندارې فرصت برابر کړي.

مونږ باور لرو چې نه يوازې افغان لوبډله بلکې د نورو هېوادونو لوبډلې به په سياليو کې ښې لوبې وکړي. دا چې په دې لوبو کې د اسيا له ۴۵ هېوادونو او سيمو څخه راغلي لوبغاړي د خپلو هېوادونو د ژبو، کلتور او نورو ستونزو په لېرې کولو سره په هانګ جو ښار کې راغونډ شوي دي. دوی ټينګه اراده لري چې په دې لوبو کې خپل کلتور وښيي او هم د نورو هېوادونو له کلتورونو څخه د ښو تجربو زده کړه وکړي. د چین د دولت رئيس شي جین پينګ په دې لوبو کې د ګډون په موخه قدرمنو مېلمنو ته په وينا کې داسې ويلي چې اسیا د انساني تمدن مهمه سرچينه ده او پکې د ليدو وړ تمدنونه رامنځته شوي و. د اسيا لوبې د سپورټ او کلتور د پيوستون لپاره ښه زمينه برابره کړې او د اسيايي کلتور ښکارندويي کوي.

ښاغلي سروري د مرکې په پای کې داسې ويلي چې چین د دې لوبو په تر سره کولو سره نړۍ ته د اسیا لویې وچې یو مثبت انځور وړاندې کړ او دا به په عین وخت کې د هغو شر خوښوونکو مخنیوی وکړي چې په دې ښکلې او لرغونې سیمه کې د ناامنۍ او ترهګرۍ د خورولو هڅه کوي.

Previous Post

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه کوي

Next Post

نیمروز کې د ۲۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک جوړولو چارې پيل شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
نیمروز کې د ۲۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک جوړولو چارې پيل شوې

نیمروز کې د ۲۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک جوړولو چارې پيل شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د امريکا، برېټانيا او استراليا توطيه يو ځل بيا ناکامه شوه

د امريکا، برېټانيا او استراليا توطيه يو ځل بيا ناکامه شوه

سپتمبر 14, 2022
ترکي او افغان لوري د استانبول پر کنفرانس خبرې کړې دي

ترکي او افغان لوري د استانبول پر کنفرانس خبرې کړې دي

اپریل 5, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ