سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د اسرائیلو لومړي وزیر په رفح کې د پوځي عملیاتو پلان تصویب کړ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 16, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د اسرائیلو لومړي وزیر په رفح کې د پوځي عملیاتو پلان تصویب کړ

Smoke rises following an Israeli bombardment in the Gaza Strip, as seen from southern Israel, Thursday, March 14, 2024. (AP Photo/Ohad Zwigenberg)

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د اسرائيلو دفاعي ځواکونو د مارچ په ۱۵مه د غزې تړانګې په زياتو ځايونو کې پوځي عملياتو ته دوام ورکړ. د فلسطين د حماس د رسنيو دفتر په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې اسرائيلي پوځ په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د مرستندویه توکو د وېشلو پر مرکز ټولټال ۵ بريدونه کړي، چې له امله يې تر ٣٠٠ زياتو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د اسرائیلو دفاعي ځواکونو د روانې میاشتې په ۱۵مه خپل وروستی جنګ راپور خپور کړ، چې پکې ویل شوي ، تېره ورځ د غزې پولې ته څېرمه پر اسرائیلي هستوګنځایونو د حماس د راکټي بریدونو په غچ کې، اسرائیلي پوځ د غزې په شمال کې د حماس پر پوځي تاسیساتو ډزې او هوايي بریدونه  وکړل. بر سېره پر دې، اسرائیلي ځواکونو د غزې په جنوبي ښار خان یونس کې له حماس سره جګړو ته دوام ورکړی. په تېره ورځ کې د اسرائیلو ځمکنيو او هوايي ځواکونو له یو بل سره همکاري کړې او د حماس ګڼ شمېر وسله وال یې وژلي دي. د اسرائیلو پوځ هم د غزې په مرکزي سیمه کې پوځي عملیات کړي، چې د حماس شاوخوا ۱۰ وسله وال یې وژلي دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د حماس رسنيز دفتر د روانې مياشتې په ۱۵مه د یوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې روانې مياشتې د ۱۴مې نېټې په شپه د غزې تړانګې په شمال غزې ښار کې د مرستندويه توکو د وېشلو  پر مرکز د بريد له امله د وژل شويو کسانو شمېر ٣٣ تنو ته ورسېد. په اعلامیه کې د اسرائیلي پوځ له خوا بریدونه غندل شوي او ویلي یې دي، چې اسرائیلي پوځ په تېرو ۴۸ ساعتونو کې لږ تر لږه ۵ ورته بریدونه کړي، چې په پایله کې یې تر اوسه ۵۶ تنه وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر ټپیان دي.

د اسرائيلو دفاعي ځواکونو د روانې مياشتې په ۱۵مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د غزې په ښار کې د مرستندويه توکو د وېشلو په مرکز کې د تېرې ورځې د بريد په اړه د لومړنيو څېړنو پايلې اعلان کړې او په دغه بريد کې يې د اسرائيلي پوځ لاس لرل رد کړل او ويې ويل، چې فلسطيني وسله وال باید د دې پېښې پړه پر غاړه واخلي.

د غزې تړانګې د روغتيا ادارې د روانې مياشتې په ۱۵مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د اسرائيلو پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې ١٣ پوځي عمليات ترسره کړي، چې په نتيجه کې يې ۱۴۹ تنه وژل شوي او ٣٠٠ تنه نور ټپيان شوي دي. د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د جګړې د نوي پړاو له پیلېدو راهیسې، د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو په پوځي عملیاتو کې ۳۱۴۹۰ فلسطینیان وژل شوي او ۷۳۴۳۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د اسرائيلو لومړي وزير بنیامین نتنياهو د روانې مياشتې په ۱۵مه د غزې تړانګې جنوبي ښار رفح ته د اسرائيلي پوځ د ننوتلو پلان تصويب کړ. د فلسطين ولسمشرۍ ماڼۍ په همدې ورځ پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ، چې خپل مسؤليت واخلي او د رفح پر وړاندې د اسرائيلو له “تيري” ډډه وکړي.

 د اسرائيلو د لومړي وزیر دفتر د روانې مياشتې په ۱۵مه يوه اعلاميه خپره کړه، چې پکې ويل شوي لومړي وزیر نتنياهو په همدې ورځ د جګړې لپاره د غزې جنوبي ښار رفح ښار ته د اسرائيلي پوځ د ننوتلو پلان تصويب کړ او د اسرائيلو پوځ د رفح خلک د ځای په ځای کولو پلان هم لري. نتانیاهو وویل، د حماس د اوربند وروستی وړاندیز، چې د اسراییلو د خوشې کولو په بدل کې یې د فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې کړی و، “مسخره” ده. اسراییل دا وړاندیز ردوي، خو قطر ته به خپل استازي واستوي تر څو د اوربند خبرو ته دوام ورکړي. اوس مهال له ۱،۵ میلیونو څخه زیاتو فلسطینیانو په رفح ښار کې پناه اخیستې ده. نړیواله ټولنه اندېښمنه ده، چې که اسرائیلي پوځ پر رفح  ځمکني بريد پیل کړي، نو د ملکي تلفاتو د زیاتېدو سبب به شي.

Previous Post

د کانګو له ولسمشر ساسو سره ځانګړی مرکه

Next Post

چین: امنيت شورا د افغانستان مسئلې پر پرېکړې باندې له وخت سره خپل ګام نه دی واچت کړی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

چین: امنيت شورا د افغانستان مسئلې پر پرېکړې باندې له وخت سره خپل ګام نه دی واچت کړی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Slot Fishin For Gold By Isoftbet Demo Free Play

سپتمبر 8, 2025
نیکلسن: د ا.ا نړیوال مشروعیت د افغانانو په داخلي مشروعیت پورې تړلی

نیکلسن: د ا.ا نړیوال مشروعیت د افغانانو په داخلي مشروعیت پورې تړلی

مې 14, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ