د اسلام اباد سترې محکمې د توشه خانې په قضیه کې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان سزا ځنډولې او د هغه د خوشې کیدو امر يې کړی دی. دغې محکمې نن د عمران خان له خوا په یاده قضیه کې د سزا د ځنډولو په اړه د غوښتنې تر اوریدو وروسته نن دا پریکړه اعلان کړه. سترې محکمې ویلي، په دې اړه به نور جزییات وروسته وړاندې کړي، خو د سزا ځنډولو غوښتنه يې تایید کړې ده. عمران خان د خپلې واکمنۍ پر مهال د دولتي ډالیو په پلورلو تورن دی. خان د اګست پر پنځمه په لاهور کې له نیول کیدو راهیسې د اټک په زندان کې بندي دی. هغه ته، د توشه خانې په قضیه کې د درېیو کلونو بند او د نقدي جریمې سزا اورول شوې وه.












